ایوب Chapter 16

For English

Read ایوب Chapter 16 Online

Read ایوب Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

ایوب 16

فصل 16

1. بيا ايُوب جواب ورکړو،

2. ”زۀ د دې څيزونو نه پخوا خبر يم، او ستاسو خبرې ما له تسلى نۀ راکوى.

3. ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟

4. کۀ تاسو زما په ځائ وئ نو هم ما ستاسو خِلاف لوئې لوئې خبرې جوړولے شوې، او ستاسو سپکاوے به مې کړے وے.

5. خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.

6. خو کۀ زۀ د خپل ځان صفائى پېش کوم نو زۀ به په تکليف کښې کېږم، خو کۀ زۀ خبرې نۀ کوم نو ما ته بيا هم ډېر تکليف رارسيږى.

7. اے خُدايه پاکه، زۀ اوس تا ډېر ستومانه کړے يم، تا زما مکمل خاندان تباه کړے دے.

8. تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى.

9. هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى.

10. خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے.

11. خُدائ پاک ما د خُدائ نه منکرو خلقو له ورکوى، او د بدعمله خلقو لاسونو ته مې حواله کوى.

12. زۀ صحيح سلامت وم او هغۀ زۀ دوه ټوټې کړم، هغۀ زۀ د څټ نه ونيولم او ټوټې ټوټې يې کړم، هغۀ زۀ د خپلې نښې په توګه ودرولم.

13. د هغۀ غشى ويشتونکى زما نه تاو شول. هغۀ زما ګردې راوويستلې او په ما يې هيڅ رحم ونۀ کړو، هغۀ زما تريخے په زمکه بهر وغورزولو.

14. هغۀ زۀ بيا مات رامات کړم، هغۀ د يو جنګيالى په شان په ما باندې رامنډه کړه.

15. ما د ځان دپاره د ټاټ جامې ګنډلې دى، او هغۀ زۀ د خاورې په شان مېده کړے يم.

16. زما سترګې د ژړا نه سرې دى، او زما د سترګو ليمۀ تور شول.

17. اګر چې ما هيڅ ظلم زياتے نۀ دے کړے، او زما په دُعا کښې خلوص دے.

18. اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما د اِنصاف فرياد دې څوک نۀ ختموى.

19. خو بيا هم په آسمان کښې داسې ذات شته چې هغه زما مل دے او هغه به بې‌شکه ووائى چې زۀ په حقه يم.

20. زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.

21. او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.

22. صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.

About ایوب Chapter 16

Read ایوب Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 16
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 16?

ایوب Chapter 16 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 19
  2. ایوب Chapter 8
  3. ایوب Chapter 41
  4. ایوب Chapter 25
  5. ایوب Chapter 11
  6. ایوب Chapter 1
  7. ایوب Chapter 39

Explore More from زوړ عهد

  1. لاویان Chapter 7
  2. زبور Chapter 134
  3. اول تواریخ Chapter 21
  4. دوهم تواریخ Chapter 24
  5. قاضیان Chapter 2
  6. قاضیان Chapter 4
  7. پیدایښت Chapter 27

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 2
  2. خروج Chapter 6
  3. اول پادشاهان Chapter 7
  4. یوحنا Chapter 15
  5. متی Chapter 5
  6. زبور Chapter 88
  7. حزقیال Chapter 42
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *