دوهم تواریخ Chapter 33

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 33 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 33

فصل 33

1. منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه.

2. منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي وو.

3. منسي د عبادت هغه سیمه ییز ځایونه بېرته جوړ کړل چې د هغه پلار حزقیا وران کړي وو. هغه د بعل دپاره د قربانۍ ځایونه او د اشیره بتان جوړ کړل او د ستورو عبادت یې کاوه.

4. هغه په اورشلیم کې د څښتن په کور کې د نورو خدایانو دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل چې د هغو په اړه څښتن ویلي وو: «په دې ځای کې باید تل زما عبادت وشي.»

5. هغه د څښتن د کور په دواړو حوېلیو کې ستورو ته د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل.

6. هغه خپل زامن د بن هنوم په دره کې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کړل. هغه به فالونه کتل او جادوګري به یې کوله او د مړو د ارواحګانو او جادوګرانو سره به یې مشورې کولې. هغه د څښتن په وړاندې ډېره لویه ګناه وکړه او د هغه قهر یې راوپاراوه.

7. منسي یو بت چې جوړ کړی یې ؤ د خدای په کور کې یعنې په هغه ځای کې کېښود چې د هغه په اړه خدای داود او د هغه زوی سلیمان ته داسې ویلي وو: «دلته په اورشلیم کې په دې کور کې دا هغه ځای دی چې ما د اسراییلو د دولسو قبیلو د ټولې سیمې څخه غوره کړی دی چې تل به په کې زما عبادت کیږي.

8. که چېرې د اسراییلو قوم زما ټول حکمونه ومني او د هغه ټول شریعت څخه پیروي وکړي چې موسی هغوی ته ورکړی دی، نو زه به پرېنږدم چې هغوی د هغه وطن څخه وشړل شي چې ما د هغوی نیکونو ته ورکړی ؤ.»

9. منسي د یهودا او د اورشلیم په خلکو باندې د هغو څخه هم لویه ګناه وکړه چې هغو قومونو کړې وه چې څښتن هغه هېواد ته د اسراییلو د قوم د وړاندې تګ سره سم تباه کړي وو.

10. که څه هم څښتن منسي او د هغه خلکو ته خبرداری ورکړ، خو هغوی ورته غوږ نه نیوه.

11. نو څښتن د آشوریانو د لښکر قوماندانان پرېښودل چې په یهودا باندې حمله وکړي. هغوی منسي ونیوه، په هغه کې چنګکونه واچول، په برنجي زنځیرونو یې وتړلو او څپرکیل ته یې یووړ.

12. هغه د خپلې ستونزې په وخت کې خپل ځان د خپلو نیکونو د خدای په وړاندېډېر عاجز کړ، خپل څښتن خدای ته یې رجوع وکړه او د مرستې دپاره یې ورته زارۍ وکړې.

13. خدای د منسي دعا واورېدله او قبوله یې کړه او هغه یې پرېښود چې بېرته اورشلیم ته لاړ شي او بیا هلته پاچاهي وکړي. بیا د منسي باور راغی چې څښتن یوازینی خدای دی.

14. له هغې وروسته منسي د بیروني دېوال لوړوالی چې د داود د ښار ختیځ خواته ؤ، زیات کړ. دا برخه له هغې درې څخه نیولې چې د جیحون د چینې لوېدیځ خواته وه په شمال کې د ماهي له دروازې او د ښار تر هغه سیمې پورې غزېدلې وه چې د عوفل په نوم یادېدله. هغه د یهودا هر قوي شوي ښار ته عسکري قوماندانان هم وټاکل.

15. پردي خدایان او مجسمه یې د خدای د کور څخه لېرې کړه او د قربانۍ هغه ټول ځایونه چې په اورشلیم او د خدای د کور په غونډۍ کې یې جوړ کړي وو، دا ټول شیان یې له ښاره دباندې وغورځول.

16. هغه د قربانۍ هغه ځای هم بېرته جوړ کړ چې د څښتن عبادت په کې کېده او په هغه باندې یې د سلامتۍ او د شکرګزارۍ نذرانې وړاندې کړې. هغه د یهودا په خلکو باندې امر وکړ چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي.

17. که څه هم خلکو د عبادت په سیمه ییزو ځایونو کې د قربانیو وړاندې کولو ته دوام ورکړ، خو هغوی هغه یوازې څښتن ته وړاندې کولې.

18. منسي چې نور څه کړي وو، هغه دعا چې هغه خپل خدای ته وکړه او د هغو نبیانو پیغامونه چې د هغه سره یې د اسراییلو د څښتن خدای په نوم خبرې وکړې، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

19. د پاچا دعا او د هغې قبلول د خدای د خوا نه، د هغو ګناهونو حساب چې هغه د توبې ویستلو څخه مخکې کړی ؤ، هغه بد کارونه چې هغه وکړل، بتخانې او د اشیره بتان چې هغه جوړ کړل او هغه بتان چې هغه یې عبادت کاوه، دا ټول د نبیانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

20. منسي مړ شو او په خپلې ماڼۍ کې ښخ شو او د هغه زوی آمون د هغه په ځای پاچا شو.

21. آمون دوه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او دوه کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.

22. هغه د خپل پلار منسي په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د هغو بتانو عبادت یې وکړ او قربانۍ ګانې یې ورته وړاندې کړې چې د هغه پلار جوړ کړي وو.

23. خو امون خپل ځان د څښتن په وړاندې عاجز نه کړ، لکه څنګه چې د هغه پلار منسي عاجز کړی ؤ، بلکې هغه نور هم ګناهکار شو.

24. د آمون درباریانو د هغه په مقابل کې دسیسه جوړه کړه او هغه یې په خپلې ماڼۍ کې په قتل ورساوه.

25. د یهودا خلکو د آمون ټول قاتلان ووژل او د هغه زوی یوشیا یې د هغه په ځای پاچا کړ.

About دوهم تواریخ Chapter 33

Read دوهم تواریخ Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 33
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 33 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 33?

دوهم تواریخ Chapter 33 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 33 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 19
  5. دوهم تواریخ Chapter 11
  6. دوهم تواریخ Chapter 6
  7. دوهم تواریخ Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. یوئیل Chapter 3
  2. تثنیه Chapter 4
  3. زبور Chapter 55
  4. اول سموئیل Chapter 10
  5. یونس Chapter 2
  6. اول تواریخ Chapter 23
  7. اشعیا Chapter 37

Related Chapters & Readings

  1. دوهم پادشاهان Chapter 19
  2. طیطوس Chapter 1
  3. غلاطیانو ته Chapter 3
  4. ایوب Chapter 19
  5. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2
  6. متی Chapter 25
  7. متی Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *