عبرانیانو ته Chapter 7

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 7 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عبرانیانو ته 7

فصل 7

1. ملک صدق د سالیم پاچا او د خدای تعالی کاهن ؤ. کله چې ابراهیم پاچاهانو ته د ماتې ورکولو نه وروسته بېرته راغی، نو ملک صدق د هغه سره مخامخ شو او هغه ته یې برکت ورکړ

2. او هرڅه چې ابراهیم په جنګ کې تر لاسه کړي وو، د هغو لسمه برخه یې ملک صدق ته ورکړه. د ملک صدق د نوم لومړنی معنی «صادق پاچا» او بیا د سالیم پاچا یعنې «د سولې او سلامتۍ پاچا» دی.

3. هغه بې پلاره، بې موره او بې شجرې دی. د هغه د ژوند شروع او پای نه دی معلوم. خو هغه د خدای د زوی په شان تل ترتله کاهن دی.

4. وګورئ چې ملک صدق څومره لوی انسان ؤ، تر دې چې زمونږ نیکه ابراهیم ورته د خپل غنیمت لسمه برخه ورکړه.

5. شریعت د لاوي اولادې ته چې د کاهنۍ مقام ته رسیږي، حکم کوي چې د اسراییلو د خلکو یعنې خپل قوم څخه لسمه برخه راټوله کړي، که څه هم هغوی د ابراهیم اولاده ده.

6. سره له دې چې ملک صدق د لاوي د اولادې څخه نه دی، خو هغه د ابراهیم نه لسمه برخه واخیستله او ابراهیم ته یې چې خدای ورسره وعده کړې وه، برکت ورکړ.

7. په دې کې شک نشته چې برکت ورکوونکی د برکت اخیستونکي نه ډېر لوی دی.

8. له یوې خوا هغه کاهنان چې لسمه برخه راټولوي، فاني انسانان دي او له بلې خوا ملک صدق چې لسمه برخه یې واخیستله، ژوندی دی لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي.

9. نو ویلی شو چې کله ابراهیم لسمه برخه ورکوله، لاویانو هم چې د لسمې برخې اخیستونکي وو، د ابراهیم په وسیله ملک صدق ته لسمه برخه ورکړه.

10. ځکه کله چې ملک صدق د ابراهیم سره ولیدل، نو لاوي لا د ابراهیم په کورنۍ کې نه ؤ پیدا شوی.

11. دا د لاویانو د کاهنتوب په اساس ؤ چې د اسراییلو خلکو ته شریعت ورکړل شوی ؤ. نو که چېرې د لاوي کاهنانو کار پوره شوی وای، نو بیا د بل کاهن راتللو ته څه اړتیا وه چې د ملک صدق په شان وي، نه د هارون په شان.

12. ځکه کله چې په کاهنتوب کې بدلون رامنځته شي، نو په شریعت کې هم باید بدلون رامنځته شي.

13. نو د چا په هکله چې دا خبرې شوې دي هغه د بلې قبیلې څخه ؤ او د هغې قبیلې څخه هېچا هم د قربانۍ د ځای خدمت نه ؤ کړی.

14. ځکه دا ښکاره ده چې زمونږ څښتن د یهودا د قبیلې څخه دی. سره له دې چې موسی هېڅکله د کاهنتوب په هکله د هغوی سره خبرې نه دي کړي.

15. دا موضوع به نوره هم ښه روښانه شي کله چې د ملک صدق په شان کوم بل کاهن راپیدا شي.

16. هغه کاهن شو، خو د هغو قوانینو له مخې نه چې هغه به د لاوي کورنۍ کې پیدا شي، بلکې د هغه ژوند د قدرت په وسیله چې هېڅکله نه ختمیږي.

17. ځکه چې د خدای کلام د هغه په هکله داسې شاهدي ورکوي:«ته به تر ابده د ملک صدق په شان کاهن یې.»

18. نو پخواني حکمونه باطل شول، ځکه چې هغه کمزوري او بې اثره وو،

19. ځکه چې شریعت هېڅ شی کامل نه کړ. خو اوس له مخکې نه یوه ښه هیله پیدا شوه چې د هغې په وسیله مونږ خدای ته نژدې کېدای شو.

20. دا نوی کاهنتوب د قسم په خوړلو سره پیل شو، خو نور بې له کوم قسم نه کاهنان شول.

21. خو عیسی په قسم خوړلو سره کاهن شو، کله چې خدای هغه ته وویل:«تر ابده به ته کاهن یې.»څښتن دا قسم وخوړاو هغه قسم به هېڅکله هم مات نه کړي.

22. د همدې قسم له امله عیسی د خدای سره له مخکې نه د یو ښه لوظ ضامن شو.

23. په پخوا زمانه کې زیات شمېر کاهنان راغلل، ځکه چې مرګ هغوی نه پرېښودل چې خپل خدمت ته دوام ورکړي،

24. خو د عیسی کاهنتوب د تل دپاره دی، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی،

25. نو له دې امله عیسی کولای شي هغو خلکو ته چې د هغه په وسیله خدای ته نژدې شي، په پوره توګه خلاصون ورکړي، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی او د هغوی شفاعت کوي.

26. نو مونږ داسې لوی کاهن ته اړتیا لرو چې هغه سپېڅلی، بې ګناه، بې عیبه، د ګناهکارانو نه جدا او د اسمانونو نه اوچت وي.

27. هغه دې ته اړتیا نه لري چې د نورو لویو کاهنانو په شان هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بیا د خلکو د ګناهونو دپاره قرباني ورکړي، ځکه چې هغه خپل ځان یوځل او د تل دپاره قرباني کړ.

28. شریعت داسې خلک د لویو کاهنانو په توګه ټاکي چې په روحاني توګه کمزوري وي، خو د شریعت نه وروسته خدای د قسم په خوړلو سره خپل زوی کاهن وټاکه چې د تل دپاره کامل کړی شوی دی.

About عبرانیانو ته Chapter 7

Read عبرانیانو ته Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 7
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 7?

عبرانیانو ته Chapter 7 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 12
  3. عبرانیانو ته Chapter 5
  4. عبرانیانو ته Chapter 9
  5. عبرانیانو ته Chapter 6
  6. عبرانیانو ته Chapter 1
  7. عبرانیانو ته Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 21
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 2
  3. مکاشفه Chapter 3
  4. اول پطروس Chapter 2
  5. اول پطروس Chapter 1
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 5
  7. یعقوب Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 25
  2. اعمال رسولان Chapter 23
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 16
  4. اول تیموتاوس Chapter 5
  5. زبور Chapter 42
  6. ارمیا Chapter 11
  7. متلونه Chapter 27
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *