Read تثنیه Chapter 9 Online
Read تثنیه Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
تثنیه 9
فصل 9
1. ای د اسراییلو خلکو واورئ! تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ چې هغې خاورې ته ورننوزئ او هغه قومونه وشړئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي. د هغوی ښارونه لوی لوی دي او داسې دېوالونه لري چې اسمان ته رسیږي.
2. د دې قومونو څخه ځینې یې د عناقیانو اولاده ده. تاسو پوهېږئ چې هغوی څومره لوړ قدي او قوي خلک دي او تاسو اورېدلي دي چې هیڅوک هغوی ته په جنګ کې ماتې نه شي ورکولی.
3. مګر اوس به تاسو په خپله ووینئ چې ستاسو څښتن خدای به د قوي اور په شان ستاسو په مخ کې روان شي. کله چې تاسو په هغوی باندې حمله وکړئ هغه به هغوی ته ماتې ورکړي، نو د څښتن د وعدې سره سم به تاسو هغوی وشړئ او ژر به یې له منځه یوسئ.
4. -
6. کله چې ستاسو څښتن خدای د دې قومونو په شړلو کې ستاسو سره مرسته وکړي او د هغوی هغه حاصلخېزه خاوره ونیسئ، نو داسې فکر ونه کړئ چې هغه دا کار په دې خاطر وکړ چې تاسو داسې ښه خلک یئ. تاسو ښه خلک نه یئ، تاسو سرزوري خلک یئ! نه، څښتن په دې خاطر ستاسو سره مرسته کوي چې هغه قومونه چې هلته اوسیږي هغه بدکاره قومونه دي او په دې خاطر چې هغه غواړي خپله هغه وعده پوره کړي چې ستاسو د نیکونو حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کړې ده.
7. دا خبره هیڅکله هېره نه کړئ چې تاسو خپل څښتن خدای په دښته کې څنګه په قهر کړ. د هغې ورځې څخه نیولې چې تاسو د مصر څخه لاړئ تر هغې ورځې پورې چې دلته راورسېدلئ، د هغه په مقابل کې مو سرکشي کړې ده.
8. تاسو حتیٰ د سینا د غره سره هم څښتن په قهر کړ. هغه مو دومره په قهر کړ چې غوښتل یې تاسو تباه کړي.
9. زه غره ته وختلم چې د تیږو لوحې راواخلم چې څښتن ورباندې هغه لوظ لیکلی ؤ چې ستاسو سره یې کړی ؤ. هلته څلوېښت شپې او ورځې پاتې شوم او نه مې څه وخوړل او نه مې څه وڅښل.
10. بیا څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې په خپل لاس یې هغه ټولې خبرې ورباندې لیکلې وې چې ستاسو سره یې د اور له منځ څخه په هغه ورځ کړې وې چې د غره په څنګ کې راغونډ شوي وئ.
11. هو، د هغو څلوېښتو شپو او ورځو څخه وروسته څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې هغه لوظ یې ورباندې لیکلی ؤ.
12. بیا څښتن ماته وفرمایل: پاڅه، همدا اوس د غره څخه کوز شه ځکه چې ستا قوم چې د مصر څخه دې راوویست فاسد شوی دی او بد کار یې کړی دی. هغوی لا پخوا زما د امرونو څخه سرغړونه کړې ده او د ځانونو دپاره یې یو فلزي بت جوړ کړی دی.
13. څښتن ماته دا هم وفرمایل: ما دا خلک لیدلي دي چې هغوی څومره سرزوري دي.
14. پرېږده چې هغوی له منځه یوسم ترڅو د هغوی نومونه د ځمکې له مخ څخه ورک شي. بیا به زه تا د یو داسې قوم پلار کړم چې د دوی څخه به لوی او قوي وي.
15. نو زه بېرته د غره څخه راکوز شوم. په داسې حال کې چې د غره څخه د اور لمبې پورته کېدلې، ما د تیږو هغه دوه لوحې په خپلو لاسونو کې نیولې وې چې لوظ ورباندې لیکل شوی ؤ.
16. ما ولیدل چې تاسو لا پخوا د خپل څښتن خدای د هغه امر څخه سرغړونه کړې وه چې هغه درکړی ؤ او د ځانونو دپاره مو د خوسي په څېره کې د فلزي بت په جوړولو سره د هغه په مقابل کې ګناه کړې وه.
17. نو هلته مې ستاسو په مخکې د تیږو هغه دوه لوحې وغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې.
18. نو زه یو ځل بیا د څښتن په حضور کې څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم او خوراک او څښاک مې ونه کړ. ما دا کار د دې دپاره وکړ چې تاسو د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه او هغه مو په قهر کړی ؤ.
19. زه د څښتن د سخت قهر څخه ووېرېدم ځکه چې هغه دومره ډېر په قهر ؤ چې تاسو تباه کړي، مګر یو ځل بیا یې زما دعا قبوله کړه.
20. څښتن په حضرت هارون باندې هم دومره په قهر ؤ چې هغه ووژني، نو په هماغه وخت کې مې د حضرت هارون دپاره هم دعا وکړه.
21. ما هغه خوسی چې تاسو د سرو زرو څخه جوړ کړی ؤ او ستاسو د ګناه نتیجه وه راواخیست او اور ته مې واچاوه. بیا مې هغه ټوټې ټوټې کړ، په ګرد مې بدل کړ او د هغه ګرد مې په هغې ویالې کې وغورزاوه چې د غره څخه رابهېدله.
22. کله چې تاسو په تبعیره، مسا او قبروت هتاوه کې وئ تاسو هلته هم خپل څښتن خدای په قهر کړ.
23. بیا کله چې هغه تاسو د قادش برنیع څخه ولېږلئ او داسې حکم یې وکړ چې لاړ شئ او هغه خاوره ونیسئ چې څښتن تاسو ته درکوله، نو د هغه په مقابل کې مو سرکشي وکړه. تاسو نه په هغه اعتبار وکړ او نه مو د هغه اطاعت وکړ.
24. له هغه وخته راهیسې چې څښتن تاسو پېژندلي یئ، تاسو د هغه په مقابل کې سرکشي کوئ.
25. نو زه د څښتن په حضور کې هغه څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم ځکه زه پوهېدم چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لري.
26. او ما داسې دعا وکړه: څښتن تعالیٰ، خپل قوم یعنې هغه قوم چې تا په خپل لوی قدرت او قوت سره وژغوره او د مصر څخه دې راوویست، مه تباه کوه.
27. خپل خدمتګاران یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب در په یاد کړه او د دې قوم سرزورۍ، بدکارۍ او ګناه ته مه ګوره.
28. که نه، نو مصریان به وایي چې تا نه شو کولی خپل قوم هغې ځمکې ته بوځې چې تا ورسره وعده کړې وه. هغوی به وایي چې تا د دې دپاره خپل قوم دښتې ته یووړ چې هغوی ووژنې ځکه چې ته ورڅخه کرکه کوې.
29. آخر دا هغه خلک دي چې تا د خپل قوم په توګه انتخاب کړل او کوم چې تا په خپل لوی قدرت او قوت سره د مصر څخه راوویستل.
About تثنیه Chapter 9
Read تثنیه Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: تثنیه
Chapter: 9
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading تثنیه Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is تثنیه Chapter 9?
تثنیه Chapter 9 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from تثنیه
- تثنیه Chapter 23
- تثنیه Chapter 31
- تثنیه Chapter 28
- تثنیه Chapter 26
- تثنیه Chapter 4
- تثنیه Chapter 21
- تثنیه Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- پیدایښت Chapter 12
- پیدایښت Chapter 7
- پیدایښت Chapter 46
- دانیال Chapter 3
- شمېر Chapter 16
- عزرا Chapter 7
- دوهم تواریخ Chapter 14