Read حزقیال Chapter 8 Online
Read حزقیال Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 8
فصل 8
1. د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.
2. ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په شان ښکارېدو، د ملا نه لاندې هغه د اور په شان ښکارېدو او بره هغه لکه د يوې ځلېدونکې اوسپنې په شان ښکارېدو.
3. هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.
4. او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال زما په وړاندې هلته راښکاره شو، لکه څنګه چې ما په رويا کښې د دې نه وړاندې په مېدان کښې ليدلے وو.
5. نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، د شمال خوا ته وګوره،“ نو بيا ما وکتل، د شمال خوا ته د قربانګاه د داخلېدو دروازه کښې ما هغه بُت وليدو د چا خلاف چې د خُدائ پاک غېرت راپارېدلے وو.
6. او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“
7. هغۀ زۀ د دربار دروازې ته راوستلم. ما وکتل، ما په دېوال کښې يو سورے وليدو.
8. هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، نو اوس په دېوال کښې دا سورے غټ کړه.“ نو ما بيا په دېوال کښې سورے وکړو او هلته مې يوه پټه دروازه وليدله.
9. او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دننه لاړ شه او هغه شرارت او حرام کارونه وګوره کوم چې هغوئ دلته کوى.“
10. نو بيا زۀ دننه لاړم او ومې ليدل چې، په دېوالونو باندې د هر قسمه مارانو او چينجو او پليتو ځناورو تصويرونه جوړ شوى وُو. او ما د بنى اِسرائيلو ټول بُتان وليدل چې هغوئ يې عبادت کولو.
11. د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.
12. نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“
13. هغۀ بيا وفرمائيل چې، ”تۀ به هغوئ د دې نه هم په ډېرو خرابو حرامو کارونو کولو باندې وګورې.“
14. نو بيا زۀ هغۀ د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو د شمال خوا دروازې ته راوستلم، ما هلته ښځې وليدلې چې ناستې وې او د تموز معبود ژړا او ماتم يې کولو.
15. هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟ نو تۀ به نور داسې حرام کارونه وګورې کوم چې به د دې نه هم ډېر پليت او خراب وى.“
16. هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربانګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.
17. هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.
18. نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“
About حزقیال Chapter 8
Read حزقیال Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 8
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 8?
حزقیال Chapter 8 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 10
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 5
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 22
- حزقیال Chapter 33
- ارمیا Chapter 20
- حزقیال Chapter 5
- زبور Chapter 51
- زبور Chapter 86
- ارمیا Chapter 47