Read لاویان Chapter 20 Online
Read لاویان Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
لاویان 20
فصل 20
1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <اسراییلیانو ته ووایه: که ستاسو څخه یو څوک یا کوم بېګانه نفر چې په اسراییلو کې اوسیږي د خپلو ماشومانو څخه کوم ماشوم د مولک بت ته ورکړي، هغه باید ووژل شي. د قوم خلک دې هغه سنګسار کړي.
3. زه به د هغه نفر په ضد شم او د خپل قوم څخه به یې وشړم، ځکه چې مولک ته د خپلو ماشومانو په ورکولو سره یې زما مقدس ځای ناپاک کړی او زما مقدس نوم یې رسوا کړی دی.
4. کله چې هغه نفر داسې کار وکړي او قوم ورباندې خپلې سترګې پټې کړي او هغه نفر ونه وژني،
5. نو زه به په خپله د هغه نفر، د هغه د ټولې کورنۍ او هغو ټولو په ضد شم چې د هغه سره یوځای زما سره بې وفایي کوي او د مولک عبادت کوي. زه به هغوی د خپل قوم څخه وشړم.
6. که چېرې تاسو هغو خلکو ته ورشئ چې دا دعوه کوي چې دوی کولی شي د مړو سره خبرې وکړي، نو زه به ستاسو په ضد شم او تاسې به د خپل قوم څخه وشړم.
7. خپل ځانونه وقف کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.
8. زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. زه څښتن یم چې تاسو مقدس کوم.
9. که چېرې یو څوک خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي نو هغه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
10. که چېرې یو سړی د بل سړي د ښځې سره زنا وکړي، هغه سړی او هغه ښځه دواړه باید ووژل شي.
11. که چېرې یو سړی د خپل پلار له ښځو څخه د یوې ښځې سره زنا وکړي هغه خپل پلار سپکوي نو هغه سړی او ښځه دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
12. که چېرې یو سړی د خپلې نږور سره زنا وکړي، هغوی دواړه باید ووژل شي. کوم کار چې هغوی کړی دی هغه ډېر بد کار دی او خون به یې په خپله غاړه وي.
13. که چېرې یو سړی د یو بل سړي سره بد کار وکړي، هغوی د کرکې وړ کار کړی دی او دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
14. که چېرې یو سړی د یوې نجلۍ او د هغې د مور دواړو سره واده وکړي نو درې واړه باید د خپل ډېر بد کار له کبله وسوزول شي چې مړه شي، ترڅو ستاسو په منځ کې بدکاري نه وي.
15. که چېرې یو سړی د یو حیوان سره جنسي اړیکې ولري، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي.
16. که چېرې یوه ښځه د یو حیوان سره د جنسي اړیکو د لرلو هڅه وکړي، هغه باید د حیوان سره یوځای ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
17. که چېرې یو سړی د خپلې سکه یا ناسکه خور سره واده وکړي، دا یوه رسوایي ده. هغوی باید په عام محضر کې د قوم څخه وشړل شي. هغه د خپلې خور سپکاوی کړی دی او مسئولیت به یې په خپله غاړه وي.
18. که چېرې یو سړی د یوې ښځې سره د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې یوځای شي، هغوی دواړه دې د قوم څخه وشړل شي، ځکه چې هغوی د پاکوالي په اړه مقررات مات کړي دي.
19. د خپلې مور د خور یا د خپل پلار د خور سره زنا مه کوئ، ځکه چې دا کار به د یو نژدې خپلوان سپکاوی وي، د دغه ناوړه کار مسئولیت به ستاسو دواړو په غاړه وي.
20. که چېرې یو سړی د خپل تره د ښځې سره زنا کوي هغه خپل تره سپکوي. مسئولیت به د هغوی په غاړه وي، هغوی به بې اولاده پاتې شي.
21. که چېرې یو سړی د خپلې ورېندار سره واده وکړي، هغوی به بې اولاده وي. هغه یو ناپاکه کار کړی او د خپل ورور سپکاوی یې کړی دی.>
22. څښتن وفرمایل: <زما د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي وکړئ، ترڅو تاسو د کنعان د ځمکې څخه چې هلته مو راولم ونه شړم.
23. د هغو خلکو د رواجونو څخه پیروي مه کوئ چې هلته اوسیږي او زه یې د دې په خاطر شړم ترڅو تاسو وکولی شئ هغې خاورې ته ورننوزئ. زه د هغوی څخه د هغوی د ټولو بدو عملونو له کبله کرکه کوم.
24. مګر ستاسو سره مې د دې غني او حاصلخېزې ځمکې وعده کړې ده ترڅو هغه ستاسو ملکیت شي او هغه به تاسو ته درکوم. زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې د نورو قومونو څخه جدا کړي یئ.
25. له دې کبله تاسو باید د پاکو او ناپاکو حیواناتو او مرغانو ترمنځ ښکاره فرق وکړئ. هغه حیوانات یا مرغان چې هغه مې ناپاک اعلان کړي دي مه خورئ. د هغو په خوړلو به ناپاک شئ.
26. تاسو به مقدس شئ او یوازې زما به شئ، ځکه چې زه څښتن مقدس یم. ما تاسو له نورو قومونو څخه جدا کړي یئ ترڅو یوازې زما شئ.
27. هر سړی یا هره ښځه چې دا دعوه کوي چې د مړو سره مشورې کوي، باید ووژل شي. تاسو باید هغه سنګسار کړئ، خون به یې په خپله غاړه وي.>
About لاویان Chapter 20
Read لاویان Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: لاویان
Chapter: 20
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading لاویان Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is لاویان Chapter 20?
لاویان Chapter 20 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete لاویان Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from لاویان
- لاویان Chapter 17
- لاویان Chapter 21
- لاویان Chapter 15
- لاویان Chapter 4
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 16
- لاویان Chapter 24