پیدایښت Chapter 4

For English

Read پیدایښت Chapter 4 Online

Read پیدایښت Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 4

فصل 4

1. حضرت آدم د بي بي حوا سره یوځای شو او بي بي حوا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. بي بي حوا وفرمایل: <زه به په هغه باندې قائن نوم ږدم ځکه چې هغه مې د څښتن په مرسته راوړ.>

2. وروسته بیا هغې بل زوی هابیل وزېږاوه. هابیل شپون شو، خو قائن زمیندار شو.

3. لږه موده وروسته قائن د خپلې ځمکې د حاصلاتو یوه برخه د څښتن حضور ته نذرانه وړاندې کړه.

4. او هابیل هم خپل اولنی پیدا شوی وری قرباني کړ او ډېره ښه حصه یې د څښتن حضور ته نذرانه وړاندې کړه. څښتن هابیل او د هغه نذرانه قبوله کړه.

5. خو قائن او د هغه نذرانه یې قبوله نه کړه، نو قائن ډېر په قهر شو او خپل سر یې ښکته واچاوه.

6. څښتن قائن ته وفرمایل: <ته ولې په قهر شوې؟ او ولې دې خپل سر ښکته اچولی دی؟

7. که ښه کار دې کړی وای، آیا قبول شوی به نه وای؟ مګر ښه دې نه دي کړي. اوس ګناه د دې موقعې په لټه کې ده چې په تا باندې حمله وکړي، هغه غواړي چې حکم درباندې وچلوي مګر ته باید په هغې باندې غالب شې.>

8. قائن خپل ورور هابیل ته وویل: <راځه چې پټي ته لاړ شو.> هغه وخت چې دوی په پټي کې وو قائن په خپل ورور هابیل باندې حمله وکړه او ویې واژه.

9. بیا څښتن د قائن څخه پوښتنه وکړه: <ستا ورور هابیل چېرته دی؟>هغه ځواب ورکړ: <زه څه خبر یم؟ آیا زه د خپل ورور ساتونکی یم؟>

10. بیا څښتن وفرمایل: <تا څه وکړل؟ خپل ورور دې وواژه او د هغه وینه په ځمکه باندې تویه شوه. اوس ستا د ورور وینه ماته فریاد کوي چې تاته سزا درکړم.

11. زه به په تا باندې لعنت ووایم، ځکه چې تا هابیل وواژه او د هغه وینه دې په ځمکه باندې توی کړه. ته به هیڅکله په دې ځمکه باندې کښت ونه کړې.

12. که ته په دې ځمکه باندې خواري وکړې، هغه به ستا دپاره هیڅ حاصل درنه کړي. ته به بې کوره یې او خپل پاتې عمر به یو ځای او بل ځای په پرېشانۍ او سرګردانۍ کې تېروې.>

13. قائن وویل: <ته ماته داسې سخته سزا راکوې چې زه یې د زغملو توان نه لرم.

14. ما نن د دې خاورې څخه شړې، چې خپل کور پرېږدم او ستا د حضور څخه لېرې لاړ شم. زه به بې کوره پرېشانه او سرګردانه ګرځم او هرڅوک چې ما پیدا کړي نو وبه مې وژني.>

15. څښتن ځواب ورکړ: <نه! که څوک تا ووژني زه به هغه ته اووه وارې سزا ورکړم.> نو څښتن په قائن باندې یوه نښه کېښودله چې دا به د هغه چا دپاره خبرداری وي څوک چې وغواړي قائن ووژني.

16. قائن د خدای پاک د حضور څخه لاړ. هغه په نود (یعنې سرګردانۍ) نومي ځای کې چې د عدن لمرخاته خواته پروت ؤ ژوند اختیار کړ.

17. قائن د خپلې ښځې سره یوځای شو او زوی یې پیدا شو او په هغه باندې یې خنوخ نوم کېښود. هغه یو ښار جوړ کړ او د خپل زوی خنوخ نوم یې ورباندې کېښود.

18. د خنوخ څخه عیراد پیدا شو او د عیراد څخه محویائیل پیدا شو، د محویائیل څخه متوشائیل پیدا شو او د متوشائیل څخه لمک پیدا شو.

19. لمک دوه ښځې وکړې، د یوې نوم عاده ؤ او د بلې نوم ظله ؤ.

20. د عادې څخه یابال پیدا شو او هغه اولنی نفر ؤ چې کورني حیوانات یې روزل او په خېمو کې اوسېده.

21. د هغه د ورور نوم یوبال ؤ او هغه اولنی نفر ؤ چې رڅپرکی او شپېلۍ به یې وهله.

22. د ظلې څخه هم توبل قائن پیدا شو او هغه آهنګر ؤ او د برنجو او اوسپنې څخه به یې د کار هر ډول وسایل جوړول. نعمه د توبل قائن خور وه.

23. یوه ورځ لمک خپلو ښځو ته وویل:<ای عادې او ظلې زما خبرې واورئما یو ځوان سړی وژلی ځکه زه یې وم وهلی

24. که بدل د قائن اخیستل کیږي په اووه وارېنو د لمک به اخیستی شي اووه اویا وارې>

25. حضرت آدم بیا د خپلې ښځې سره یوځای شو او زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې شیث کېښود. هغې وفرمایل: <دا ځکه چې خدای پاک ماته د هابیل په ځای چې د خپل ورور قائن له لاسه ووژل شو بل زوی راکړ.>

26. د شیث زوی پیدا شو او د هغه نوم یې انوش کېښود. په همدې وخت کې خلکو د څښتن عبادت کول شروع کړل.

About پیدایښت Chapter 4

Read پیدایښت Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 4?

پیدایښت Chapter 4 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 39
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. پیدایښت Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. پیدایښت Chapter 1
  6. پیدایښت Chapter 38
  7. پیدایښت Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 53
  2. زبور Chapter 23
  3. یونس Chapter 3
  4. خروج Chapter 14
  5. دوهم پادشاهان Chapter 4
  6. پیدایښت Chapter 10
  7. حبقوق Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. اول تیموتاوس Chapter 5
  2. زبور Chapter 44
  3. زبور Chapter 144
  4. حزقیال Chapter 25
  5. ارمیا Chapter 22
  6. غلاطیانو ته Chapter 6
  7. لوقا Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *