Read خروج Chapter 40 Online
Read خروج Chapter 40 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
خروج 40
فصل 40
1. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <د اولې میاشتې په اوله ورځ مقدسه خېمه ودروه.
3. په هغې کې د لوظ صندوق چې لس حکمونه په کې دي کېږده او هغه په پردې باندې پټ کړه.
4. مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. همدارنګه څراغدان هم دننه راوړه او څراغونه ورباندې کېږده.
5. د سرو زرو د خوشبویۍ قربانګاه د لوظ د صندوق په مخ کې کېږده او د خېمې په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه.
6. د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه د مقدسې خېمې د دروازې په مخ کې کېږده.
7. د خېمې او قربانګاه ترمنځ تشت کېږده او اوبه په کې واچوه.
8. د هغې ګردچاپېره یوه حویلۍ جوړه کړه او د حویلۍ په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه.
9. د مسح کولو تېل واخله او خېمه او هرڅه چې په کې دي هغه ورباندې مسح کړه. خېمه او د هغې ټول سامان وقف کړه او هغه به مقدس شي.
10. بیا د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي مسح کړه. د قربانۍ ځای وقف کړه او هغه به په بشپړه توګه مقدس شي.
11. تشت او د هغه پایه مسح کړه او وقف یې کړه.
12. هارون او د هغه زامن د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه.
13. بیا هارون ته خاص لباس ورواغونده او مسح او وقف یې کړه ترڅو هغه د کاهن په توګه زما خدمت وکړي.
14. د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته ورواغونده.
15. هغوی کټ مټ داسې مسح کړه لکه څنګه چې تا د هغوی پلار مسح کړ، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. د هغوی مسح کېدل به د یو داسې کاهنتوب دپاره وي چې تل ترتله به دوام ومومي.>
16. حضرت موسیٰ هرڅه کټ مټ د څښتن د امر په مطابق وکړل.
17. نو په دوهم کال وروسته له دې چې هغوی له مصر څخه لاړل، د اولې میاشتې په اوله ورځ خېمه ودروله شوه.
18. کله چې حضرت موسیٰ خېمه ودروله نو د هغې پایې یې په خپل ځای کې کېښودلې. چوکاټونه یې ودرول، اړمونه یې ورننه ایستل او ستنې یې ودرولې.
19. لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغه په خېمه باندې پوښ وغوړاوه او په هغه باندې یې بیرونی پوښ واچاوه.
20. هغه د تیږو دوه لوحې واخیستلې او د لوظ په صندوق کې یې کېښودلې. میلې یې د صندوق په کړۍ ګانو کې واچولې او هغه سرپوښ یې ورباندې واچاوه چې کفاره ورباندې ادا کیږي.
21. لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ د لوظ صندوق خېمې ته دننه راوړ او پرده یې ځوړنده کړه. په دې ډول یې صندوق پټ کړ.
22. حضرت موسیٰ مېز په خېمه کې شمال خواته د پردې څخه بیرون کېښود
23. او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، په هغه باندې یې هغه مقدسه ډوډۍ کېښودله چې څښتن ته وړاندې کیږي.
24. څراغدان یې په خېمه کې مېز ته مخامخ جنوب خواته کېښود
25. او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، د څښتن په حضور کې یې څراغونه کېښودل.
26. حضرت موسیٰ د سرو زرو قربانګاه په خېمه کې د پردې په مخ کې کېښودله
27. او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، په هغې باندې یې خوشبویي وسوزوله.
28. بیا یې پرده د خېمې په دروازه کې ځوړنده کړه.
29. لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغه د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه د خېمې دروازې ته نژدې ودروله او په هغې باندې یې سوزېدونکې او د غلې دانې نذرانې وړاندې کړې.
30. تشت یې د خېمې او د قربانۍ د ځای ترمنځ کېښود او د مینځلو دپاره یې اوبه په کې واچولې
31. او حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د هغه زامنو به د هغه څخه د خپلو لاسونو او پښو د مینځلو دپاره کار اخیست.
32. هرکله به چې هغوی خېمې ته ورننوتل یا به د قربانۍ ځای ته ورتلل، نو خپل لاسونه او پښې به یې مینځلې، لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ.
33. بیا حضرت موسیٰ د خېمې او د قربانۍ د ځای ګردچاپېره حویلۍ جوړه کړه او د حویلۍ په دروازې باندې یې پرده ځوړنده کړه. نو حضرت موسیٰ کار پای ته ورساوه.
34. بیا ورېځ خېمه پټه کړه او د څښتن د جلال څخه ډکه شوه.
35. نو له دې کبله حضرت موسیٰ نه شو کولی چې خېمې ته ورننوزي.
36. اسراییلیانو به یوازې هغه وخت خپل کمپ بل ځای ته انتقالاوه چې کله به ورېځ د خېمې څخه پورته کېدله.
37. ترڅو پورې چې ورېځ به هلته ولاړه وه نو هغوی به خپل کمپ نه انتقالاوه.
38. د ټولو سفرونو په دوران کې ټولو اسراییلیانو د ورځې له خوا د څښتن د حضور ورېځ د خېمې دپاسه لیدلی شوه او د شپې له خوا به یې لیدل چې په ورېځ کې اور بلیږي.
About خروج Chapter 40
Read خروج Chapter 40 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: خروج
Chapter: 40
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading خروج Chapter 40 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is خروج Chapter 40?
خروج Chapter 40 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete خروج Chapter 40 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from خروج
- خروج Chapter 35
- خروج Chapter 32
- خروج Chapter 3
- خروج Chapter 40
- خروج Chapter 27
- خروج Chapter 24
- خروج Chapter 13
Explore More from زوړ عهد
- عزرا Chapter 2
- نحمیا Chapter 11
- دانیال Chapter 5
- متلونه Chapter 14
- دوهم سموئیل Chapter 20
- اول سموئیل Chapter 29
- زبور Chapter 15