ناحوم Chapter 3

For English

Read ناحوم Chapter 3 Online

Read ناحوم Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ناحوم in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ناحوم and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ناحوم 3

فصل 3

1. افسوس دې وى په وژونکى ښاريې، چې د دروغو او د لوټ شوى مال نه ډکه ده، کله هم د مظلومانو نه خالى شوى نۀ ده.

2. د کوړو ټسار ته، د پايو چغار ته، د آسونو ترپار ته، او د جنګى ګاډو درزار ته غوږ ونيسئ.

3. په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بې‌شمېره زخميان، د مړو ډيرى، بې‌شمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى.

4. ځکه چې نينوه د يوې بې‌حيا زناکارې په شان ده، چې ناز نخرې کوى، او خپل ښائست لکه د جادو استعمالوى، چا چې په کنجرتوب سره قومونه خپل غلامان کړى دى او په خپل جادو سره يې خلق راګېر کړى دى.

5. زۀ ستا خلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستا لمن ستا په مخ دراوچته کړم. زۀ به قومونو ته تا لغړه کړم او مُلکونو ته به دې وشرموم.

6. زۀ به په تا ګند دروغورزوم، زۀ به تا سپکه کړم او تا نه به يو تماشه جوړه کړم.

7. هغه ټول څوک چې تا ګورى هغوئ به تا نه وتښتى او وائى به، د نينوه نه کنډر جوړ شوے دے، څوک به د هغې دپاره ماتم کوى؟ څوک به هم نۀ وى چې تا له تسلى درکړى؟

8. آيا تۀ د تيبس نه ښۀ يې، چې د نيل په درياب باندې آباد دے، چې ګېرچاپېره ترې نه اوبۀ دى؟ درياب د هغې دفاع وه او اوبۀ د هغې دېوالونه.

9. ايتهوپيا او مِصر د دې لامحدوده زور وو، فوط او ليبيا د دې اِتحاديان وُو.

10. خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو.

11. تۀ به هم لکه د نشيانو نشه شې، تۀ به خپل ځان پټوې او د دشمن نه به پناه غواړې.

12. ستا ټولې قلعه ګانې لکه د اينځر د هغه ونو په شان دى چې وړومبۍ مېوه يې پخه وى، کله چې دا وخوځولے شى، نو اينځر يې د خوړونکى خولۀ کښې راوغورزيږى.

13. خپلو فوجيانو ته وګوره، هغوئ ټول لکه د ښځو په شان کمزورى دى. ستا د مُلک دروازې، ستا دشمنانو ته خلاصې دى. اور د دې اړمونه سوزولى دى.

14. د محاصرې دپاره اوبۀ ډکې کړه، او خپلې مورچې مضبوطې کړه. خټه جوړه کړه، په پښو يې نرمه کړه، د خښتو د جوړولو دپاره يې تياره کړه.

15. خو اور به تا وسوزوى، تُوره به دې په مينځ دوه کړى. دشمن به دې لکه د قحطۍ د مُولخانو په شان وخورى. تر دې کۀ تاسو د قحطۍ مُولخانو په شان ډېر هم شئ خو د تښتېدلو لار به مو نۀ وى.

16. تا د خپلو سوداګرو شمېر زيات کړے دے تر دې چې د هغوئ شمېر د آسمان د ستورو نه هم زيات دے، خو لکه د مُولخانو هغوئ زمکه صفا کړى او بيا والوځى او لاړ شى.

17. ستا محافظان د قحطۍ د مُولخانو په شان دى، او ستا آفسران د قحطۍ د مُولخانو د لښکر په شان دى چې په ژمى کښې په دېوالونو کښېنى. خو کله چې نمر راښکاره شى نو دوئ والوځى او لاړ شى، او چا ته نۀ معلوميږى چې چرته ځى.

18. اے د اسوريى بادشاه، ستا د قوم شپونکى اودۀ دى، ستا مشران د آرام دپاره پراتۀ دى. ستا خلق په غرونو خوارۀ وارۀ شوى دى او څوک نشته چې دوئ رايوځائ کړى.

19. ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.

About ناحوم Chapter 3

Read ناحوم Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ناحوم in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ناحوم
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ناحوم. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ناحوم Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ناحوم Chapter 3?

ناحوم Chapter 3 is part of the Book of ناحوم in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ناحوم Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from ناحوم

  1. ناحوم Chapter 1
  2. ناحوم Chapter 2
  3. ناحوم Chapter 1
  4. ناحوم Chapter 3
  5. ناحوم Chapter 3
  6. ناحوم Chapter 2
  7. ناحوم Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 23
  2. زبور Chapter 107
  3. متی Chapter 18
  4. اول تواریخ Chapter 15
  5. دوهم تواریخ Chapter 30
  6. اول سموئیل Chapter 14
  7. واعظ Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *