اشعیا Chapter 33

For English

Read اشعیا Chapter 33 Online

Read اشعیا Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 33

فصل 33

1. په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.

2. اے مالِکه خُدايه، په مونږ رحم وکړه، مونږ ستا په طمع يُو. هر سحر مونږ له طاقت راکوه. او د مصيبت په وخت کښې زمونږ خلاصونکے شه.

3. ستا د تندر په شان آواز اورېدو سره قومونه زغلى، ستا پاڅېدو سره هغوئ خوارۀ وارۀ شى.

4. ستا د لوټ مال دومره راجمع شى لکه چې ډېر چينجى راجمع شوى وى، او خلق په مالِ غنيمت باندې لکه د قحطۍ د مُولخانو ټوپونه وهى.

5. زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى. هغه به يروشلم د اِنصاف او صداقت نه ډک کړى،

6. په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.

7. خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى.

8. هغه سړکونه خوشې تشې پاتې دى او هيڅ څوک هم پرې سفر نۀ کوى. معاهدې ماتې شوې دى او په لوظُونو باندې عمل نۀ دے شوے. نور د يو کس عزت هم نۀ کيږى.

9. مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.

10. نو مالِک خُدائ فرمائى، ”اوس به زۀ عملى کار کوم. زۀ به تاسو ته وښايم چې زۀ څومره طاقتور يم.

11. تاسو اُميد سره يئ خو ستاسو په خېټه کښې اوچه ګياه ده او د پېدايښت په وخت به درنه صرف بوس پېدا کيږى. چې کله تاسو پوکے وهئ نو ستاسو ساه نه به اور جوړ شى او تاسو به ايرې ايرې کړى.

12. قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى.

13. اے هغه د لرې علاقو خلقو هغې ته غوږ کېږدئ څۀ چې ما کړى دى، او اے نزدې اوسېدونکو زما طاقت ومنئ.“

14. د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“

15. خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.

16. نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.

17. تاسو به وګورئ بادشاه به د شان او شوکت سره په يو داسې مُلک باندې حکومت کوى چې تر لرې لرې پورې خور وى.

18. بيا به تاسو د يرې دا تېر وخت راياد کړئ او خپل ځان سره به ووايئ، ”د دشمن هغه لوئ آفسران چرته دى؟ محصُول اخستونکى چرته غېب شول؟ هغه آفسر چرته دے چې د برجونو حساب کِتاب به يې کولو؟“

19. نو تاسو به نور د پردى مُلک هغه ظالمان ونۀ وينئ چې هغوئ داسې سخته ژبه وائى چې په هغې باندې تاسو نۀ پوهېږئ.

20. صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى.

21. هلته به مالِک خُدائ زمونږ لوئ بادشاه وى. هغه به لکه د حفاظت د لوئ سمندر په شان وى چې يو دشمن به هم ترېنه نۀ شى اوړېدے او نۀ به پرې د دشمن سمندرى جهازُونه ګرځېدے شى.

22. مالِک خُدائ به په خپله زمونږ قاضى، زمونږ حکمران، او زمونږ بادشاه وى، هغه به زمونږ خيال ساتى او مونږ به بچ کوى.

23. د سمندرى جهاز پړى ډيله دى، او د بادبان ستن يې خوَزى او بادبان يې خور شوے نۀ دے. مونږ به د خپلو دشمنانو ټول د لوټ مال دولت تقسيم کړُو او دا به دومره زيات وى چې ګوډ ته به هم په کښې خپله برخه مِلاو شى.

24. د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.

About اشعیا Chapter 33

Read اشعیا Chapter 33 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 33
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 33 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 33?

اشعیا Chapter 33 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 33 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 64

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 88
  2. دوهم پادشاهان Chapter 2
  3. اشعیا Chapter 49
  4. یشوع Chapter 8
  5. شمېر Chapter 26
  6. ایوب Chapter 7
  7. خروج Chapter 26

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 30
  2. دوهم تواریخ Chapter 14
  3. زبور Chapter 118
  4. متی Chapter 4
  5. اشعیا Chapter 43
  6. یوحنا Chapter 4
  7. پیدایښت Chapter 42
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *