تثنیه Chapter 13

For English

Read تثنیه Chapter 13 Online

Read تثنیه Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 13

فصل 13

1. افرض کړئ ستاسو په منځ کې یو نبي یا یو څوک راپیدا شي چې خوبونه تعبیروي او تاسو ته د کومې معجزې یا کوم عجیبه کار په باره کې پېشګویي وکړي.

2. که چېرې هغه نښه یا هغه عجیبه کار چې د هغه په باره کې یې خبرې کړې وي رښتیا شي او هغه ووایي: راځئ چې د نورو خدایانو څخه پیروي او عبادت وکړو (هغه خدایان چې مخکې مو د هغو عبادت نه دی کړی)،

3. نو تاسو باید د هغه نبي یا د خوب تعبیروونکي خبرو ته غوږ ونه نیسئ. ستاسو څښتن خدای په تاسو باندې د دې دپاره ازمایښت کوي چې دا معلومه کړي چې د هغه سره د زړه له کومي مینه کوئ او که نه.

4. د څښتن څخه پیروي کوئ او د هغه څخه وېره کوئ. د هغه د امرونو څخه اطاعت کوئ، عبادت یې کوئ او ورته وفادار اوسئ.

5. مګر هغه خوب تعبیروونکی یا نبي ووژنئ چې تاسو ته وایي چې د څښتن یعنې هغه چا په مقابل کې سرکشي وکړئ چې تاسو یې د مصر څخه چې په کې غلامان وئ ازاد کړئ. داسې خلک بدکاره دي او هڅه کوي چې تاسو د هغې لارې څخه واړوي چې څښتن یې تاسو ته د پیروۍ کولو امر کړی دی. د دې دپاره چې تاسو خپل ځانونه له دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ، نو هغوی باید ووژل شي.

6. حتیٰ کېدای شي چې خپل ورور یا خپل زوی یا خپله لور یا ښځه چې تاسو ورسره مینه کوئ یا خپل ترټولو نژدې ملګری په پټه تاسو دې ته تشویق کړي چې د نورو خدایانو عبادت وکړئ، یعنې د هغو خدایانو چې تاسو او ستاسو نیکونو یې هیڅکله عبادت نه دی کړی.

7. کېدای شي چې د هغوی څخه کوم یو تاسو دې ته تشویق کړي چې د هغو خلکو د خدایانو عبادت وکړئ چې ستاسو سره نژدې اوسیږي یا د هغو خلکو چې ستاسو څخه لېرې اوسیږي.

8. مګر هغه مه پرېږدئ چې تاسو تشویق کړي، حتیٰ غوږ هم ورته مه نیسئ. په هغه باندې رحم مه کوئ یا زړه ورباندې مه سوزوئ او د هغه راز پټ مه ساتئ.

9. هغه ووژنئ! اول یې تاسو سنګسار کړئ او بیا نور ټول خلک پرېږدئ چې سنګسار یې کړي.

10. هغه سنګسار کړئ چې مړ شي! ځکه چې د دې هڅه یې کړې ده چې تاسو د خپل څښتن خدای څخه واړوي چا چې تاسو د مصر څخه چې په کې غلامان وئ ازاد کړئ.

11. نو د اسراییلو ټول قوم به د دې پېښې څخه خبر شي، نو هغوی به ووېریږي او بیا به هیڅوک داسې بد کار ونه کړي.

12. کله چې تاسو په هغو ښارونو کې واوسېږئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي، کېدای شي تاسو واورئ

13. چې ستاسو د قوم ځینې خوشې خلکو د خپل ښار خلک بې لارې کړي دي چې د داسې خدایانو عبادت وکړي چې مخکې تاسو هیڅکله د هغو عبادت نه وي کړی.

14. که چېرې تاسو داسې اوازې واورئ، د هغو په هکله پوره څېړنه وکړئ او که چېرې هغه رښتیا وي او داسې بده پېښه شوې وي،

15. بیا د هغه ښار ټول خلک او د هغوی ټول حیوانات هم ووژنئ او هغه ښار په بشپړه توګه وران کړئ.

16. د هغه ځای د اوسېدونکو ټول مال او جایداد راوړئ او د ښار په چوک کې یې انبار کړئ. بیا هغه ښار د هرڅه سره چې په کې دي خپل څښتن خدای ته د نذرانې په توګه وسوزوئ. هغه باید د تل دپاره کنډواله پاتې شي او بیا هیڅکله ودان نه شي.

17. ‏-

18. د هغو شیانو څخه چې باید له منځه یوړل شي هیڅ شی هم د ځان دپاره مه ساتئ، نو بیا به د څښتن سخت قهر سوړ شي او په تاسو باندې به رحم وکړي. که چېرې تاسو د هغه د ټولو امرونو چې ما نن درکړي دي اطاعت وکړئ او د هغه غوښتنې ومنئ، هغه به په تاسو باندې رحم وکړي او لکه څنګه چې یې ستاسو د نیکونو سره وعده کړې ده، ستاسو څخه به یو لوی قوم جوړ کړي.

About تثنیه Chapter 13

Read تثنیه Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 13
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 13?

تثنیه Chapter 13 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 31
  3. تثنیه Chapter 28
  4. تثنیه Chapter 26
  5. تثنیه Chapter 4
  6. تثنیه Chapter 21
  7. تثنیه Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 80
  2. یونس Chapter 3
  3. قاضیان Chapter 5
  4. دوهم تواریخ Chapter 30
  5. روت Chapter 3
  6. شمېر Chapter 15
  7. حزقیال Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. فلیمون Chapter 1
  2. مکاشفه Chapter 6
  3. ارمیا Chapter 3
  4. زبور Chapter 92
  5. اعمال رسولان Chapter 3
  6. اشعیا Chapter 17
  7. ارمیا Chapter 33
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *