دوهم سموئیل Chapter 21

For English

Read دوهم سموئیل Chapter 21 Online

Read دوهم سموئیل Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم سموئیل 21

فصل 21

1. د داود د پادشاهۍ په دوران کې درې کاله پرله پسې قحطي شوه. نو داود په دې باره کې د څښتن په حضور کې دعا وکړه او څښتن وویل: <شائول او د هغه کورنۍ د قتل په وجه ګناهکاران دي، ځکه چې هغه جبعونیان ووژل.>

2. پادشاه جبعونیان راوغوښتل او د هغوی سره یې خبرې وکړې. (جبعونیان د اسراییلو کومه برخه نه وه بلکه هغه خلک وو چې د اموریانو څخه ژوندي پاتې شوي وو. اسراییلیانو قسم خوړلی ؤ چې هغوی به ژوندي پرېږدي، مګر شائول د هغه ملي تعصب له کبله چې یې درلود هڅه وکړه چې هغوی له منځه یوسي ځکه چې هغه غوښتل چې اسراییل او یهودا په ټوله ځمکه باندې کنترول ولري.)

3. داود د جبعونیانو څخه پوښتنه وکړه: <ستاسو دپاره څه وکړم؟ زه غواړم هغه ظلم چې ستاسو سره شوی دی د هغه تاوان درکړم ترڅو تاسو د خدای د قوم دپاره برکت وغواړئ.>

4. هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د شائول د کورنۍ څخه سره زر او سپین زر نه غواړو او مونږ دا حق نه لرو چې اسراییلیان ووژنو.>داود پوښتنه وکړه: <نو بیا څه غواړئ چې ستاسو دپاره یې وکړم؟>

5. هغوی ځواب ورکړ: <شائول دسیسه جوړه کړې وه چې مونږ تباه کړي، ترڅو مونږ په اسراییلو کې هیڅ ځای ونه لرو.

6. نو د شائول اووه زامن مونږ ته راکړئ. مونږ به هغوی په جبعه کې د څښتن په حضور کې په دار ځوړند کړو، یعنې د شائول په ښار کې چې د څښتن غوره شوی پادشاه ؤ.>پادشاه ځواب ورکړ: <هغوی به تاسو ته وسپارم.>

7. مګر د هغه قسم له کبله چې هغه او یوناتان یو د بل سره خوړلی ؤ داود د یوناتان زوی او د شائول لمسی مفیبوشت ژوندی پرېښود.

8. مګر پادشاه د ایه د لور رزفې دوه زامن، ارموني او مفیبوشت چې د شائول دپاره یې زېږولي وو، ونیول او همدارنګه د شائول د لور میراب پنځه زامن چې هغې د محولاتي برزلای زوی عدر ئیل دپاره زېږولي وو هم ونیول.

9. داود هغوی جبعونیانو ته وسپارل، هغوی یې په یوې غونډۍ باندې د څښتن په حضور کې په دار ځوړند کړل او هغه اووه واړه یو ځای مړه شول. دا د اوربشو د لو کولو پیل ؤ چې هغوی ووژل شول.

10. د ایه لور رزفې زیږې ټوټې راواخیستلې، په یوه ګټ باندې یې د خپل ځان دپاره وغوړولې او هلته د لو کولو د پیل څخه د باران تر ورېدو پورې پاتې شوه. د ورځې له خوا به هغې دا مړي د مرغانو څخه ساتل او د شپې له خوا به یې د وحشي حیواناتو څخه ساتل.

11. کله چې داود خبر شو چې رزفه څه کړي دي،

12. هغه لاړ او د شائول او د هغه د زوی یوناتان هډوکي یې په جلعاد کې د یابیش د سړیو څخه واخیستل. (پخوا فلسطینیانو شائول او یوناتان د جلبوع په غره کې وژلي وو او مړي یې په هماغه ورځ د بیت شان په عمومي چوک کې ځوړند کړي وو. د یابیش سړیو په پټه توګه دغه مړي له هغه ځایه وړي وو.)

13. داود د شائول او د هغه د زوی یوناتان هډوکي له یابیش څخه راوړل، همدارنګه هغوی د هغو نفرو هډوکي هم راټول کړل چې په دار ځوړند شوي وو.

14. بیا هغوی د شائول او یوناتان هډوکي په صیله کې د بنیامین په سیمه کې د شائول د پلار یعنې قیس په هدیره کې ښخ کړل او هرڅه چې پادشاه ورته حکم کړی ؤ هغه یې وکړل. له هغې وروسته خدای د هغه هېواد دپاره د هغوی دعا قبوله کړه.

15. یو ځل بیا فلسطینیان د اسراییلیانو سره د جګړې دپاره راغلل. داود او د هغه سړي د هغو سره د مقابلې دپاره لاړل. د جنګ په دوران کې، داود ستړی او ستومانه شو.

16. نو یشبیبنوب چې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه ؤ، د هغه د نېزې وزن درې نیم کیلوګرامه ؤ او نوې توره یې تر ملا تړلې وه، نیت یې درلود چې داود ووژني.

17. مګر د زرویه زوی ابیشای د داود د مرستې دپاره راغی. په هغه فلسطیني جنګیالي باندې یې حمله وکړه او ویې واژه. نو د داود نفرو هغه ته قسم ورکړ ویې ویل: <د دې نه وروسته به زمونږ سره جنګ ته نه راځئ. تاسو د اسراییلو دپاره د څراغ په شان یئ او مونږ نه غواړو چې دا څراغ مړ شي.>

18. د وخت په تېرېدلو سره د فلسطینیانو سره په جوب کې یوه بله جګړه وشوه. حوشاتي سبکای د رافا د لوړ قدو اولادې څخه یو تن چې صاف نومېده وواژه.

19. په جوب کې د فلسطینیانو سره په یوه بله جګړه کې د یائیر زوی الحانان چې د بیت لحم څخه ؤ جتي جلیات وواژه چې د هغه سره یوه نېزه وه چې د هغې لاستی د اوبدلو د دستګاه د میلې په شان ؤ.

20. وروسته بیا په جت کې یوه بله جګړه وشوه. په هغه ځای کې یو ډېر غټ سړی ؤ چې لاسونو او پښو یې شپږ، شپږ ګوتې درلودلې چې ټولې څلورویشت ګوتې وې، هغه هم د رافا د لوړ قدو له اولادې څخه ؤ.

21. کله چې هغه اسراییلیانو ته پېغور ورکړ، د داود وراره یوناتان چې د شمعي زوی ؤ هغه یې وواژه.

22. دغه څلور نفره په جت کې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه وو او هغوی د داود او د هغه د نفرو له خوا ووژل شول.

About دوهم سموئیل Chapter 21

Read دوهم سموئیل Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم سموئیل
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم سموئیل Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم سموئیل Chapter 21?

دوهم سموئیل Chapter 21 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-سموئیل

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. دوهم سموئیل Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 20
  4. دوهم سموئیل Chapter 19
  5. دوهم سموئیل Chapter 6
  6. دوهم سموئیل Chapter 1
  7. دوهم سموئیل Chapter 22

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 42
  2. تثنیه Chapter 22
  3. زبور Chapter 114
  4. غزل غزلونه Chapter 7
  5. زبور Chapter 67
  6. زبور Chapter 36
  7. اشعیا Chapter 11

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 7
  2. اول تواریخ Chapter 26
  3. ارمیا Chapter 38
  4. مرقس Chapter 1
  5. لوقا Chapter 9
  6. زکریا Chapter 11
  7. هوشع Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *