Read افسیانو ته Chapter 6 Online
Read افسیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of افسیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
افسیانو ته 6
فصل 6
1. ای اولادونو، د څښتن د پیروانو په توګه د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې دا سم کار دی.
2. دا لومړی حکم دی چې په کې وعده شوې ده او هغه دا ده: «د خپل مور او پلار عزت کوئ.»
3. که داسې کوئ: «نو تاسو به نېکمرغه یئ او په دنیا کې به زیات عمر ولرئ.»
4. ای پلرونو، تاسو د خپلو اولادونو سره داسې چلند مه کوئ چې هغوی په قهر شي، بلکې د څښتن په طریقه هغوی اصلاح کړئ او روزنه یې وکړئ.
5. ای غلامانو، په داسې وېره او لړزېدلو سره د زړه د اخلاصه د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، لکه څنګه چې د مسیح تابعداري کوئ.
6. دا تابعداري یوازې د دې دپاره مه کوئ چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د مسیح د غلامانو په توګه د زړه له کومي د خدای رضا پوره کوئ.
7. په شوق سره خدمت کوئ، داسې لکه چې د څښتن خدمت کوئ، نه د انسان.
8. ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن هر یو ته د ښو کارونو له مخې اجر ورکوي، که هغه غلام وي یا ازاد.
9. ای بادارانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره همداسې چلند کوئ. رټل پرېږدئ. یاد ساتئ چې تاسو دواړه په اسمان کې یو بادار لرئ او هغه د هېچا طرفداري نه کوي.
10. اخر دا چې په څښتن او د هغه په لوی قدرت کې قوي اوسئ.
11. د خدای هغه کاملې زغرې واغوندئ چې تاسو ته یې تیارې کړې دي، ترڅو وکولای شئ د شیطان د دسیسو په وړاندې ټینګ ودرېږئ.
12. ځکه چې زمونږ جنګ د انسان سره نه دی، بلکې د حاکمانو، د واک د خاوندانو، د دې تیارې دنیا د واکمنو قدرتونو او په اسماني ځایونو کې د بدو روحاني قوتونو په خلاف دی.
13. له همدې امله تاسو د خدای کاملې زغرې واغوندئ، ترڅو وکولای شئ په هغه بده ورځ د دښمن په وړاندې کلک ودرېږئ او د جنګ تر پایه ټینګ پاتې شئ.
14. نو بیا ټینګ ودرېږئ او د حقیقت پټۍ د ملا نه وتړئ او د عدالت زغره واغوندئ.
15. خپلې پښې په بوټانو کې د سولې او سلامتۍ د زېري د خپرولو دپاره تیارې کړئ
16. او د دې ټولو سره د ایمان سپر راواخلئ، ترڅو د هغه په وسیله وکولای شئ چې د شیطان اور لرونکي غشي تباه کړئ.
17. د خلاصون هغه د اوسپنې خولۍ او د روح القدس توره چې د خدای کلام دی، راواخلئ.
18. هر وخت د روح القدس په لارښوونه دعا او زارۍ کوئ. د همدې دپاره بېداره اوسئ او تل د خدای د ټولو خلکو دپاره دعا کوئ.
19. زما دپاره هم دعا وکړئ چې کله زه خبرې کوم نو ماته خدای د وینا توان راکړي او وکولای شم په زړورتیا سره د زېري پټ راز اعلان کړم.
20. ځکه چې د همدې زېري په خاطر چې په زنځیرونو تړل شوی استازی یم، نو دعا کوئ لکه څنګه چې لازمه ده هغه په زړورتیا سره اعلان کړم.
21. تیخیکاس چې زمونږ ګران ورور او د څښتن وفادار خدمتګار دی، هغه به تاسو ته هرڅه ووایي، ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څنګه یم او څه کوم.
22. ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي.
23. پلار خدای او څښتن عیسی مسیح دې ټولو خویندو او ورونو ته سلامتي او د ایمان سره مینه ورکړي.
24. د خدای فضل دې وي په هغو ټولو چې زمونږ د څښتن عیسی مسیح سره نه ختمېدونکې مینه لري.
About افسیانو ته Chapter 6
Read افسیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: افسیانو ته
Chapter: 6
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading افسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading افسیانو ته Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is افسیانو ته Chapter 6?
افسیانو ته Chapter 6 is part of the Book of افسیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete افسیانو ته Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from افسیانو-ته
- افسیانو ته Chapter 1
- افسیانو ته Chapter 5
- افسیانو ته Chapter 2
- افسیانو ته Chapter 4
- افسیانو ته Chapter 3
Explore More from نوی عهد
- اول قرنتیانو ته Chapter 15
- متی Chapter 16
- لوقا Chapter 9
- یوحنا Chapter 6
- مرقس Chapter 10
- متی Chapter 20
- غلاطیانو ته Chapter 4