یشوع Chapter 10

For English

Read یشوع Chapter 10 Online

Read یشوع Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

یشوع 10

فصل 10

1. د اورشلیم پادشاه ادوني صدق واورېدل چې یوشع عای نیولی دی او هغه یې بېخي له منځه وړی او د هغه ځای پادشاه یې وژلی دی لکه څنګه چې هغه د اریحا او د هغه ځای د پادشاه سره کړي وو. هغه دا هم واورېدل چې د جبعون خلکو د اسراییلو سره د سولې تړون کړی دی او د هغوی په منځ کې اوسیږي.

2. د اورشلیم خلک ډېر وېرېدل ځکه چې جبعون د شاهي ښارونو په شان یو ډېر لوی ښار ؤ. دا ښار د عای څخه لوی ؤ او ټول خلک یې ښه جنګیالي وو.

3. نو ادوني صدق د حبرون پادشاه هوهام، د یرموت پادشاه فرآم، د لاکیش پادشاه یافیع او د عجلون پادشاه دبیر ته دا لاندینی پیغام ولېږه:

4. <راشئ او زما سره مرسته وکړئ چې په جبعون باندې حمله وکړو، ځکه چې د هغه ځای خلکو د یوشع او اسراییلیانو سره د سولې تړون کړی دی.>

5. د اموریانو دغو پنځو پادشاهانو یعنې د اورشلیم پادشاه، د حبرون پادشاه، د یرموت پادشاه، د لاکیش پادشاه او د عجلون پادشاه خپل ځواکونه سره یوځای کړل. هغوی جبعون محاصره کړ او په هغه باندې یې حمله وکړه.

6. جبعونیانو یوشع ته هغه کمپ ته چې په جلجال کې ؤ دا پیغام ولېږه: <د خپلو خدمتګارانو څخه لاس مه اخله. همدا اوس راشه او زمونږ سره مرسته وکړه او مونږ وژغوره! ځکه چې د غرنۍ سیمې د اموریانو ټولو پادشاهانو زمونږ په ضد ځواکونه سره یوځای کړي دي او په مونږ باندې یې حمله کړې ده.>

7. نو یوشع د خپل ټول لښکر سره چې د هغه ترټولو ښه جنګیالي په کې شامل وو له جلجال څخه روان شو.

8. څښتن یوشع ته وویل: <د هغوی څخه مه وېرېږه. هغوی به تاته په لاس درکړم. د هغوی څخه به یو تن هم ونه شي کولی چې ستا په مقابل کې ودریږي.>

9. یوشع او د هغه لښکر ټوله شپه د جلجال څخه د جبعون پورې مزل وکړ او په اموریانو باندې یې ناڅاپي حمله وکړه.

10. څښتن اموریان د اسراییلیانو په لیدلو سره ووېرول. اسراییلیانو هغوی په جبعون کې ووژل او پاتې یې په بیت حورون کې د غره د غاښي په ښکتنۍ لاره تعقیب کړل. هغوی تر هغه وخته پورې په اموریانو باندې خپلې حملې ته دوام ورکړ ترڅو د عزیقه او مقیده ښارونو ته ورسېدل.

11. کله چې اموریان د اسراییلو د لښکرو څخه ښکته د غاښي په لاره باندې تښتېدل، څښتن په هغوی باندې تر عزیقه پورې غټې غټې ږلۍ واورولې. د هغو خلکو شمېر چې په ږلیو مړه شول له هغو خلکو څخه زیات وو کوم چې د اسراییلیانو له خوا ووژل شول.

12. په هغه ورځ چې څښتن اسراییلیانو ته په اموریانو باندې بری ورکړ، یوشع څښتن ته دعا وکړه. هغه د اسراییلیانو په مخکې وویل:<ای لمره، د جبعون په سر باندې ودرېږهای سپوږمۍ، د ایالون په دره باندې ودرېږه>

13. نو لمر او سپوږمۍ تر هغه وخته پورې ودرېدل ترڅو چې قوم په خپلو دښمنانو باندې فتح ترلاسه کړه. دا پېښه د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده. لمر د اسمان په منځ کې ودرېد او ټوله ورځ ونه لوېد.

14. داسې ورځ هیڅکله نه ده راغلې او نه به راشي چې خدای لمر او سپوږمۍ د یو انسان د دعا په خاطر ودروي. څښتن په رښتیا سره د اسراییلو په خاطر جنګېده!

15. د جګړې څخه وروسته یوشع او د هغه لښکر بېرته خپل کمپ ته جلجال ته ستانه شول.

16. د جګړې په وخت کې هغه پنځه اموریایي پادشاهان تښتېدلي وو او ځانونه یې په مقیده کې په سمڅه کې پټ کړي وو.

17. یو چا هغوی پیدا کړل او یوشع خبر شو چې هغوی چېرته پټ دي.

18. یوشع خپلو نفرو ته وویل: <د سمڅې خولې ته یو څو غټې تیږې ورغړوئ او هلته یو څو ساتونکي ودروئ،

19. خو تاسو په خپله هلته مه پاتې کېږئ. د دښمن پسې شئ او د شا له خوا ورباندې حمله وکړئ. هغوی مه پرېږدئ چې خپلو ښارونو ته ورورسیږي! ځکه چې زمونږ څښتن خدای مونږ په هغوی باندې بریالي کړي یو.>

20. نو یوشع او اسراییلیانو د دښمن عسکر تقریباً ټول له منځه یوړل. خو یوازې یو څو نفره چې پاتې شوي وو هغوی خپلو دېوال لرونکو ښارونو ته ورورسېدل.

21. بیا ټول لښکر یوشع ته هغه کمپ ته چې په مقیده کې ؤ روغ راستون شو. له دې وروسته هیچا جرأت نه شو کولی چې د اسراییلیانو په هکله کومه بده خبره وکړي.

22. بیا یوشع وویل: <د سمڅې خوله خلاصه کړئ او هغه پنځه پادشاهان ماته راوباسئ.>

23. نو هغوی هغه پنځه پادشاهان یعنې د اورشلیم، حبرون، یرموت، لاکیش او د عجلون پادشاهان له سمڅې څخه راوویستل.

24. کله چې هغوی دا پادشاهان یوشع ته راوستل، هغه د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او د لښکرو قوماندانانو ته یې چې د هغه سره راغلي وو حکم وکړ چې راشي او د دې پادشاهانو په اورمېږونو باندې خپلې پښې کېږدي. نو هغوی همداسې وکړل.

25. بیا یوشع خپلو قوماندانانو ته وویل: <مه وېرېږئ او زړونه مه بایلئ. قوي او زړور اوسئ ځکه چې څښتن به ستاسو په ټولو دښمنانو باندې چې تاسو ورسره جنګ کوئ همداسې کار وکړي.>

26. بیا یوشع هغه پنځه پادشاهان ووژل او هغوی یې په پنځو ونو کې ځوړند کړل او د هغوی مړي تر ماښامه پورې هلته پاتې شول.

27. د لمرپرېواته په وخت کې یوشع حکم وکړ او هغوی د هغو پادشاهانو مړي له ونو څخه راښکته کړل او په هغه سمڅه کې یې وغورزول چېرته چې هغوی مخکې پټ شوي وو. هغوی د سمڅې په خوله کې لویې لویې تیږې کېښودلې او هغه تر نن ورځې پورې هلته دي.

28. په هماغه ورځ یوشع د مقیده په ښار باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه او د هغه پادشاه یې وواژه. هغه د دې ښار ټول خلک ووژل. هیڅوک یې ژوندی پرېنښود. هغه د مقیده د پادشاه سره هماغه شان چلند وکړ لکه څنګه چې هغه د اریحا د پادشاه سره کړی ؤ.

29. وروسته له هغې یوشع او د هغه ټول لښکر له مقیده څخه لبنه ته لاړل او په هغه ځای باندې یې حمله وکړه.

30. څښتن اسراییلیان په دې ښار او د هغه په پادشاه باندې هم بریالي کړل. هغوی هیڅوک ژوندی پرېنښود او د ښار ټول خلک یې ووژل. لکه څنګه چې هغوی د اریحا پادشاه وژلی ؤ هماغه شان هغوی د لبنه پادشاه هم وواژه.

31. له هغې وروسته یوشع او د هغه لښکر له لبنه څخه لاکیش ته لاړل، هغه یې محاصره کړ او حمله یې ورباندې وکړه.

32. د جګړې په دوهمه ورځ څښتن اسراییلیان په لاکیش باندې بریالي کړل. هغوی د ښار ټول خلک د لبنه د خلکو په څېر ووژل.

33. هورام د جازر پادشاه د لاکیش سره د مرستې دپاره راغی، خو یوشع هغه او د هغه لښکر ته ماتې ورکړه او د هغوی یو نفر یې هم ژوندی پرینښود.

34. بیا یوشع او د هغه لښکر له لاکیش څخه عجلون ته لاړل، هغه یې محاصره کړ او حمله یې ورباندې وکړه.

35. هغوی په هماغه ورځ دا ښار ونیوه او د لاکیش په شان یې د هغه ځای ټول خلک ووژل.

36. له هغې وروسته هغوی له عجلون څخه د غونډیو له لارې حبرون ته وروختل او په هغه باندې یې حمله وکړه.

37. هغوی هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول، بیا یې ټول خلک ووژل چې په هغو کې پادشاه هم شامل ؤ. لکه څنګه چې هغوی عجلون له منځه وړی ؤ هماغه شان یې حبرون هم بېخي له منځه یووړ.

38. بیا یوشع د خپل لښکر سره راوګرځېد او په دبیر باندې یې حمله وکړه.

39. هغوی ښار، د هغه پادشاه او شاوخوا ټول کلي ونیول. د هغه ځای ټول خلک یې بېخي له منځه یوړل. هغوی د دبیر او د هغه ځای د پادشاه سره هماغه شان کار وکړ لکه څنګه یې چې د حبرون د ښار او د لبنه د ښار او پادشاه سره کړی ؤ.

40. یوشع ټوله خاوره فتح کړه. هغه د غرنۍ سیمې، د غرونو د ختیځو لمنو، د غرونو د لوېدیځو لمنو او د کنعان د جنوبي سیمې پادشاهانو ته ماتې ورکړه. هغه هیڅوک ژوندی پرېنښود، ټول ووژل شول. دا هغه څه وو چې د اسراییلو څښتن خدای د هغو امر کړی ؤ.

41. یوشع دا خاوره له قادش برنیع څخه تر غزې او د جوشن له ټولې سیمې څخه تر جبعون پورې فتح کړه.

42. یوشع په یوې لښکرکشۍ سره په دې ټولو پادشاهانو او د هغوی په سیمو باندې فتح ترلاسه کړه، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای د اسراییلو دپاره جګړه کوله.

43. بیا یوشع د خپل لښکر سره په جلجال کې خپل کمپ ته راستون شو.

About یشوع Chapter 10

Read یشوع Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 10?

یشوع Chapter 10 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 13
  2. یشوع Chapter 23
  3. یشوع Chapter 17
  4. یشوع Chapter 18
  5. یشوع Chapter 10
  6. یشوع Chapter 7
  7. یشوع Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. روت Chapter 1
  2. ایوب Chapter 31
  3. اول تواریخ Chapter 18
  4. اول پادشاهان Chapter 20
  5. ارمیا Chapter 40
  6. اعمال رسولان Chapter 10
  7. زبور Chapter 26
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *