Read هوشع Chapter 11 Online
Read هوشع Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
هوشع 11
فصل 11
1. مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې بنى اِسرائيل د وړوکى ماشوم په شان وو، نو مينه مې ورسره کوله، او ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.
2. خو چې څومره ما ورته آوازونه کول، نو هغه هومره زما نه لرې کېدو. زما خلقو د بعل بُتانو ته قربانۍ پېش کړې، او بُتانو ته يې خوشبويۍ سوزولې.
3. ما پخپله بنى اِسرائيل ته د ګرځېدو چل وښودلو، ما د هغۀ لاس نيولے وو او د هغۀ رهنمائى مې کوله، خو هغۀ ته پته نۀ لګېده او نۀ يې پرواه ساتله چې هغه زۀ وم چې د هغۀ خيال مې ساتلو.
4. ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو.
5. خو هغوئ به مِصر ته واپس شى او د اسور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى، ځکه چې هغوئ ما ته د راګرځېدو نه اِنکار کړے دے.
6. د هغوئ په ښارونو کښې به جنګ کوى او د ښار دروازې به يې ماتې کړى. هغوئ به د خپلو غلطو منصوبو له وجې تباه کړى.
7. زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.
8. اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بېمثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.
9. زۀ به تا له په غصه کښې سزا نۀ درکوم، زۀ به بنى اِسرائيل بيا نۀ تباه کوم. ځکه چې زۀ بنى آدم نۀ يم بلکې خُدائ پاک يم. زۀ مقدس ذات يم او ستاسو په مينځ کښې استوګنه کوم. زۀ به بيا په غضب کښې نۀ راځم.
10. کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.
11. هغوئ به په يرې او ريږدېدو سره د مارغانو په شان د مِصر نه راشى او د اسور نه به د ګوګوشتکو په شان واپس راشى. زۀ به هغوئ خپلو کورونو ته واپس راولم. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
12. اِسرائيل زۀ په دروغو سره رانيولے يم، او دوکې سره يې زما محاصره کړې ده. خو يهوداه تر اوسه پورې د خُدائ پاک فرمانبردار دے، او مقدس ذات سره وفادار دے.
About هوشع Chapter 11
Read هوشع Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: هوشع
Chapter: 11
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading هوشع Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is هوشع Chapter 11?
هوشع Chapter 11 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete هوشع Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 21
- لاویان Chapter 8
Explore More from هوشع
- هوشَع Chapter 12
- هوشع Chapter 14
- هوشَع Chapter 9
- هوشَع Chapter 2
- هوشَع Chapter 5
- هوشَع Chapter 11
- هوشع Chapter 2