لاویان Chapter 6

For English

Read لاویان Chapter 6 Online

Read لاویان Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

لاویان 6

فصل 6

1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

2. <فرض کړئ د کوم نفر سره د بل چا کوم شی د امانت په توګه ایښی وي او هغه ورته دروغ ووایي چې هغه شی ورک شوی دی یا غلا شوی دی او په دې باندې د څښتن په مقابل کې ګناه وکړي. یا فرض کړئ کوم شی غلا کړي یا یې د چا څخه په زور واخلي.

3. یا کوم ورک شوی شی پیدا کړي او دروغ ووایي او یا قسم وخوري چې هغه یې نه دی موندلی،

4. ‏-

5. نو په دې ډول که چېرې یو نفر ګناه کوي، نو کوم شی چې هغه په غلا ترلاسه کړی وي هغه دې بېرته ورکړي. په هغه ورځ چې دا ثابته شي چې هغه ګناهکار دی، نو د هغه خاوند ته دې پوره تاوان ورکړي او شل فیصده دې زیات هم ورکړي.

6. نو هغه دې یو داسې پسه چې کوم عیب په کې نه وي او د تاوان د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کیږي کاهن ته راولي. هغه دې مناسبه بیه ولري.

7. په دې ډول به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.>

8. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

9. <هارون او د هغه زامنو ته دا حکم ورکړه چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره دغه مقررات دي: سوزېدونکې نذرانه دې له شپې څخه تر سهاره پورې په قربانګاه باندې پاتې شي او په قربانګاه باندې باید اور روښانه وساتل شي.

10. بیا به کاهن خپل د کتان نیکرونه د کتان د چپنې سره واغوندي او د سوزېدونکې نذرانې ایرې به چې د قربانۍ په ځای باندې پاتې شوې دي لېرې کړي او د قربانۍ د ځای په څنګ کې به یې واچوي.

11. بیا دې هغه دا کالي وباسي او نور دې واغوندي او ایرې دې له کمپ څخه دباندې یو پاک ځای ته یوسي.

12. په قربانګاه باندې باید اور روښانه وساتل شي او باید مړ نه شي. کاهن دې هر سهار د اور لرګي ورزیاتوي او په اور باندې دې سوزېدونکې نذرانه په ترتیب سره ږدي او په هغه باندې دې د سلامتۍ د نذرانې وازګه وسوزوي.

13. په قربانګاه باندې باید اور په دوامداره توګه روښانه وساتل شي او باید مړ نه شي.

14. د غلې دانې د نذرانې دپاره دغه مقررات دي: د هارون زامن چې کاهنان دي دا نذرانه دې د قربانۍ د ځای مخې ته څښتن ته وړاندې کړي.

15. کاهن دې له ښو اوړو او تېلو څخه چې خوشبویي ورباندې شیندل شوې ده او ټوله څښتن ته وړاندې کیږي یو موټی د نمونې په توګه واخلي او په قربانګاه باندې دې وسوزوي. د دې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.

16. ‏-

17. د هغې پاتې برخه به کاهنان وخوري. د هغې څخه دې فطیره ډوډۍ پخه شي او په یو مقدس ځای یعنې د مقدسې خېمې په حویلۍ کې دې وخوړل شي. څښتن هغه کاهنانو ته د هغو نذرانو څخه چې په اور باندې ورته تیاریږي د هغوی د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه او تاوان د نذرانو په شان ډېره مقدسه ده.

18. د هارون هره اولاده چې نارینه وي هغه خوړلی شي. دا د هغو دوامدارو نذرانو یوه برخه ده چې تل به څښتن ته په اور باندې تیاریږي. که بل څوک هغو نذرانو ته لاس وروړي، نو د هغو مقدس توب به ورته زیان ورسوي.>

19. همدارنګه څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

20. <دا هغه نذرانه ده چې هارون او د هغه زامن یې باید په هغه ورځ چې هغوی په کې د کاهنانو په توګه ټاکل کیږي څښتن ته وړاندې کړي: هغوی دې یو کیلوګرام ښه اوړه د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړي (د غلې دانې د ورځنۍ نذرانې په اندازه). د هغې څخه دې نیم په سهار کې او نیم په ماښام کې وړاندې کړي.

21. هغه دې د تېلو سره ګډ شي او په تبۍ باندې دې پاخه شي او بیا دې میده میده شي او د غلې دانې د نذرانې په توګه دې وړاندې شي. دا یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.

22. د هارون د اولادې څخه چې هرڅوک د مشر کاهن په توګه خدمت کوي، تل به دا نذرانه وړاندې کوي. هغه دې څښتن ته د قربانۍ په توګه ټول وسوزول شي.

23. د کاهن د غلې دانې هره نذرانه باید ټوله وسوزول شي، هغه باید ونه خوړل شي.>

24. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

25. <هارون او د هغه زامنو ته ووایه چې د ګناه د نذرانې دپاره دغه مقررات دي: د ګناه د نذرانې دپاره دې حیوان په هغه ځای کې چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي حلال شي. دا ډېره مقدسه نذرانه ده.

26. کاهن چې دا حیوان قرباني کوي، هغه دې په یو مقدس ځای یعنې د مقدسې خېمې په حویلۍ کې وخوري.

27. که یو څوک یا یو شی د دې حیوان د غوښې سره ولګیږي، د هغې مقدس توب به ورته زیان ورسوي. که چېرې د کالیو کوم ځای د دې حیوان په وینه ککړ شي، هغه باید په یو مقدس ځای کې ومینځل شي.

28. د خاورو یو لوښی چې هغه غوښه په کې خوټول کیږي باید مات شي او که چېرې د برنجو د لوښي څخه کار اخیستل کیږي، باید وموښل شي او په اوبو کنګال شي.

29. د کاهنانو د کورنیو هر نارینه کولی شي چې دا نذرانه وخوري، هغه ډېره مقدسه ده.

30. مګر د ګناه کومه نذرانه چې وینه یې مقدسې خېمې ته راوړل کیږي چې په مقدس ځای کې یې کفاره ادا شي، هغه نذرانه باید ونه خوړل شي، باید وسوزول شي.

About لاویان Chapter 6

Read لاویان Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لاویان
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لاویان Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لاویان Chapter 6?

لاویان Chapter 6 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لاویان Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from لاویان

  1. لاویان Chapter 25
  2. لاویان Chapter 3
  3. لاویان Chapter 15
  4. لاویان Chapter 17
  5. لاویان Chapter 13
  6. لاویان Chapter 16
  7. لاویان Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. متی Chapter 8
  2. ارمیا Chapter 44
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 15
  5. لوقا Chapter 7
  6. مرقس Chapter 7
  7. متی Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *