روت Chapter 4

For English

Read روت Chapter 4 Online

Read روت Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of روت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

روت 4

فصل 4

1. بوعز د غونډې ځای ته چې د ښار د دروازې سره ؤ لاړ او هلته کښېناست. کله چې د الیملک زیات نژدې خپلوان راغی، نو بوعز هغه ته بلنه ورکړه چې راشي او کښېني نو هغه همداسې وکړل.

2. بیا بوعز د ښار لسو مشرانو ته بلنه ورکړه چې په هغه ځای کې کښېني او هغوی همداسې وکړل. وروسته له دې چې هغوی کښېناستل،

3. بوعز خپل خپلوان ته وویل: <اوس چې نعومي د موآب څخه بېرته راغلې، هغه غواړي چې هغه پټی چې زمونږ د خپلوان الیملک ملکیت ؤ خرڅ کړي.

4. زه تاته دا ځکه وایم چې ته د هغه د ټولو نه نژدې خپلوان یې او ته دا حق لرې چې دا ملکیت واخلې، که چېرې ته غواړې کولی شې چې دا همدا اوس واخلې. دا لس مشران او دا نور چې دلته ناست دي دا به شاهدان وي. خو که چېرې ته دا ملکیت نه غواړې بیا ماته ووایه، ځکه ستا نه وروسته بیا زه مستحق یم.>دې سړي په ځواب کې وویل: <زه به یې واخلم.>

5. بوعز وویل: <ډېره ښه ده، خو که چېرې ته دا پټی د نعومي نه اخلې بیا به د موابي کونډې روت سره واده هم کوې، ترڅو پټی بېرته د هغې د مړ شوي مېړه کورنۍ کې پاتې شي.>

6. سړي په ځواب کې وویل: <که چېرې داسې خبره وي بیا زه نه غواړم چې دا ملکیت واخلم، ځکه چې هغه به زما خپل ملکیت کې څه ستونزه راپیدا کړي. ته یې په خپله واخله، زه یې نه شم اخیستلی.>

7. په هغو ورځو کې که چېرې چا د خپل ملکیت حق بل چاته سپاره، خپله څپلۍ به یې د تصدیق په ډول ورکوله.

8. نو وروسته له دې چې سړي موافقه وکړه چې بوعز پرېږدي چې دا ملکیت واخلي، هغه خپله څپلۍ وویستله او بوعز ته یې ورکړه.

9. نو بیا بوعز مشرانو او نورو حاضرو کسانو ته وویل: <نن تاسو ټول د دې خبرې شاهدان یاستئ چې ما د نعومي څخه هغه ملکیت واخیست کوم چې د الیملک او د هغه د دوو زامنو په نوم ؤ، چې کلیون او محلون نومېدل.

10. برسېره پردې تاسو د دې خبرې شاهدان یاستئ چې زه به روت سره چې د محلون کونډه ده واده وکړم. په دې توګه به دا ملکیت د محلون د کورنۍ په نوم وساتل شي او د هغه نوم به په خپلو خلکو او خپل ښار کې په یاد پاتې شي.>

11. د ښار مشرانو او نورو خلکو چې هلته وو، وویل: <مونږ د دې خبرې شاهدان یو او مونږ دعا کوو چې څښتن دې ستا ښځې ته ډېر اولادونه ورکړي، څنګه یې چې د یعقوب ښځو راحیل او لیه ته ورکړي وو. ته دې د افراتې په خېلخانه کې شتمن او د بیت لحم په ښار کې مشهور سړی شې.

12. د دې ځوانې ښځې څخه چې ستا اولادونه پیدا شي، هغوی دې ستا کورنۍ د فارص د کورنۍ په څېر مشهوره کړي چې د تامار او یهودا زوی ؤ.>

13. نو بوعز روت خپل کور ته د خپلې مېرمنې په توګه بوتله. څښتن هغې ته برکت ورکړ، هغه اومیدواره شوه او زوی یې پیدا شو.

14. د هغه له زېږېدو څخه وروسته، ښځو نعومي ته وویل: <د څښتن ستاینه وکړه. نن هغه تاته لمسی درکړی چې په تا پام وکړي. مونږ دعا کوو چې دا هلک دې لوی شي او په اسراییلو کې دې نامتو شي.

15. ته خپلې نږور ته ګرانه یې او تا سره یې د اووه زامنو څخه ډېر ښه کړي دي. اوس یې تاته لمسی هم درکړ څوک به چې تاته نوی ژوند راوړي او هغه به ستا په آخر عمر کې ستا ساتنه کوي.>

16. نعومي ماشوم واخیست، په غېږ کې یې ونیو او د هغه ساتنه یې وکړه.

17. ګاونډیو ښځو د هغه نوم عوبید کېښود او ویل به یې چې د نعومي هلک پیدا شوی دی.کله چې عوبید لوی شو د هغه یو زوی پیدا شو چې یسي نومېده او یسي بیا وروسته د داود پلار شو.

18. ‏-

22. دا د فارص څخه نیولې تر داود پورې د هغوی شجره ده: حصرون د فارص زوی ؤ، رام د حصرون زوی ؤ، عمیناداب د رام زوی ؤ، نحسون د عمیناداب زوی ؤ، سلمون د نحسون زوی ؤ، بوعز د سلمون زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ او داود د یسي زوی ؤ.

About روت Chapter 4

Read روت Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of روت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: روت
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading روت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading روت Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is روت Chapter 4?

روت Chapter 4 is part of the Book of روت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete روت Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from روت

  1. روت Chapter 1
  2. روت Chapter 4
  3. روت Chapter 3
  4. روت Chapter 2
  5. روت Chapter 1
  6. روت Chapter 1
  7. روت Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. عزرا Chapter 4
  2. حزقیال Chapter 3
  3. دوهم تواریخ Chapter 13
  4. پیدایښت Chapter 48
  5. اشعیا Chapter 37
  6. اشعیا Chapter 41
  7. اول تواریخ Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 99
  2. یوحنا Chapter 10
  3. اعمال رسولان Chapter 27
  4. اول تواریخ Chapter 23
  5. تثنیه Chapter 27
  6. ایوب Chapter 18
  7. اول پادشاهان Chapter 16
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *