عزرا Chapter 7

For English

Read عزرا Chapter 7 Online

Read عزرا Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عزرا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عزرا 7

فصل 7

1. وروسته له ډېرو کلونو څخه کله چې ارتخششتا د فارس پاچا ؤ، د عزرا په نوم یو سړی ؤ چې شجره یې تر مشر کاهن هارون پورې رسېدله. د هغه شجره په لاندې ډول وه: عزرا د سرایا زوې ؤ، سرایا د عزریا زوی ؤ، عزریا د حلقیا زوی ؤ،

2. حلقیا د شلوم زوی ؤ، شلوم د صادوق زوی ؤ، صادوق د اخیطوب زوی ؤ،

3. اخیطوب د امریا زوی ؤ، امریا د عزریا زوی ؤ، عزریا د مرایوت زوی ؤ،

4. مرایوت د زرحیا زوی ؤ، زرحیا د عزي زوی ؤ، عزي د بقي زوی ؤ،

5. بقي د ابیشوع زوی ؤ، ابیشوع د فینحاس زوی ؤ، فینحاس د العازار زوی ؤ او العازار د مشر کاهن هارون زوی ؤ.

6. ‏-

7. عزرا یو دیني عالم ؤ او په تورات باندې چې د اسراییلو څښتن خدای موسی ته ورکړی ؤ، ښه پوهېده. په دې خاطر چې عزرا سره د خپل څښتن خدای برکت ؤ، نو هرڅه چې هغه غوښتل، پاچا هغه ته ورکول. د ارتخششتا د امپراتورۍ په اووم کال عزرا د څپرکیل نه روان شو او د یوې ډلې اسراییلیانو سره چې په هغو کې کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساز غږوونکو، د خدای د کور ساتونکو او خدمتګارانو ګډون درلود، اورشلیم ته لاړ.

8. ‏-

9. عزرا د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د څپرکیل نه روان شو او د خدای په مرسته د پنځمې میاشتې په لومړۍ ورځ اورشلیم ته راورسېدل.

10. دا مرسته ځکه ورسره وشوه چې عزرا خپل ژوند د څښتن د شریعت زده کړې ته، په هغه باندې عمل کولو ته او د اسراییلو خلکو ته د شریعت د حکمونو او قوانینو ورزده کولو ته وقف کړی ؤ.

11. ارتخششتا پاچا دا لاندېنی لیک عزرا ته چې کاهن او دیني عالم ؤ، ورکړ. ځکه چې هغه په هغو قوانینو او حکمونو باندې ښه پوهېده چې څښتن اسراییلو ته ورکړي وو:

12. «د ارتخششتا، د پاچاهانو پاچا له خوا عزرا کاهن ته چې د اسمانونو د خدای د شریعت عالم دی، سلامونه:

13. زه په دې توګه امر کوم چې د اسراییلو هغو ټولو خلکو، د هغوی کاهنانو او لاویانو ته چې زما په ټوله امپراتورۍ کې دي او غواړي چې ستا سره اورشلیم ته لاړ شي، اجازه ورکړل شي.

14. ما د خپلو اووه مشاورانو سره یوځای پرېکړه وکړه چې تا عزرا ولېږم چې په اورشلیم او یهودا کې حالات وڅېړې او وګورې چې ستا د خدای شریعت چې تاته سپارل شوی دی څنګه ورڅخه اطاعت کیږي.

15. ته باید د سرو او سپینو زرو هغه نذرانې د ځان سره یوسې چې زه او زما مشاوران غواړو هغه د اسراییلو خدای ته چې کور یې په اورشلیم کې دی، ورکړو.

16. ته باید هغه سپین او سره زر چې د څپرکیل د ټولې سیمې څخه یې راټولوې او هغه نذرانې چې د اسراییلو خلک او کاهنان یې په خپله خوښه اورشلیم کې د خپل خدای کور ته ورکوي، هم یوسې.

17. ته باید دا پیسې په ډېر پام سره ولګوې او په هغو باندې غویان، پسونه، وري، غلې دانې او شراب واخلې او هغه په اورشلیم کې ستاسو د خدای د کور د قربانۍ په ځای باندې قرباني کړې.

18. هرڅه چې تاته او ستا ملګرو ته ښه ښکاري د هغو دپاره د پاتې سپینو او سرو زرو څخه د خپل خدای د رضا سره سم ولګوئ.

19. هغه لوښي چې تاته ستا د خدای د کور په کارونو کې د استعمالولو دپاره درکړل شوي دي هغه ټول د اورشلیم خدای ته وړاندې کړه.

20. ستا د خدای د کور دپاره هر شي ته چې اړتیا وي، ته کولای شې چې د شاهي خزانې څخه یې واخلې.

21. زه ارتخششتا د فرات د سیند د لوېدیځې خوا سیمې ټولو خزانه دارانو ته حکم کوم چې هرڅه چې کاهن او د اسمانونو د خدای د شریعت عالم عزرا یې ستاسو څخه غواړي، هغه ورته زر تیار کړئ.

22. هغه ته تر درې زره او څلور سوه کیلوګرامو پورې سپین زر، لس ټنه غنم، دوه زره لیتره شراب، دوه زره لیتره د زیتونو تېل او هرڅومره مالګې ته چې اړتیا ولري، ورکړئ.

23. هرڅه چې د اسمانونو خدای یې د خپل کور دپاره غواړي باید هغه ورته په احتیاط سره تیار کړئ. هغه کار ونه کړئ چې څښتن په ما او په هغو پاچاهانو باندې چې زما څخه وروسته راځي، په قهر شي.

24. تاسو ته اجازه نشته چې د کاهنانو، لاویانو، سندرغاړو، ساتونکو، خدمتګارانو او هغو نورو کار کوونکو څخه چې د خدای د دې کور پورې تړاو لري باج او مالیه راټوله کړئ.

25. ای ښاغلیه عزرا! د هغه حکمت له مخې چې خدای تاته درکړی دی مدیران او قاضیان وټاکه چې په هغو خلکو باندې حکومت وکړي چې د فرات د سیند په لوېدیځې خوا کې دي او ستاسو د خدای د حکمونو لاندې خپل ژوند تېروي. هغه څوک چې په هغو حکمونو باندې نه پوهیږي باید هغوی ته یې ورزده کړئ.

26. که چېرې څوک ستاسو د خدای د قوانینو یا د پاچا د قوانینو څخه سرغړونه وکړي، هغوی ته باید ډېر زر سزا ورکړل شي. یا دې هغوی ووژل شي، یا دې د وطن څخه وشړل شي، یا دې د هغوی شتمني ورڅخه واخیستل شي او یا دې بندي شي.»

27. عزرا وویل: «زمونږ د نیکونو څښتن خدای ته دې ثنا وي! هغه پاچا دې ته راضي کړ چې په دې ډول په اورشلیم کې د څښتن د کور عزت او درنښت وکړي.

28. څښتن په ما باندې پاچا، د هغه مشاوران او لوړ رتبه درباریان مهربانه کړل. زما څښتن خدای ماته دا توان راکړ ترڅو وکولای شم د اسراییلو د قوم مشران راټول کړم چې زما سره بېرته اورشلیم ته راشي.»

About عزرا Chapter 7

Read عزرا Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عزرا
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عزرا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عزرا Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عزرا Chapter 7?

عزرا Chapter 7 is part of the Book of عزرا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عزرا Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from عزرا

  1. عزرا Chapter 4
  2. عزرا Chapter 7
  3. عزرا Chapter 10
  4. عِزرا Chapter 6
  5. عزرا Chapter 5
  6. عزرا Chapter 4
  7. عِزرا Chapter 7

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 37
  2. مکاشفه Chapter 17
  3. رومیانو ته Chapter 2
  4. پیدایښت Chapter 44
  5. اول سموئیل Chapter 3
  6. تثنیه Chapter 21
  7. اول تواریخ Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *