Read اول سموئیل Chapter 22 Online
Read اول سموئیل Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 22
فصل 22
1. اداود د جت څخه لاړ او د ادولام سمڅې ته وتښتېد. کله چې د هغه ورونو او د هغه پاتې کورنۍ واورېدل چې هغه هلته دی، نو دوی هلته د هغه سره یوځای شول.
2. هغه خلک چې په تکلیف کې وو یا پوروړي وو یا شکایت یې درلود داود ته راټول شول او هغه د دوی مشر شو. شاوخوا څلورسوه سړي د هغه سره وو.
3. داود له هغه ځای څخه د موآب مصفې ښار ته لاړ او د موآب پادشاه ته یې وویل: <اعلیحضرته! آیا زما مور او پلار ته اجازه ورکوئ چې راشي او ستاسو سره پاتې شي تر هغې پورې چې زه پوه شم چې خدای به زما دپاره څه کوي؟>
4. نو داود خپل مور او پلار د موآب پادشاه ته بوتلل او دوی د هغه سره تر هغه وخته پورې پاتې شول ترڅو پورې چې داود په محفوظ ځای کې پټ ؤ.
5. یوه ورځ جاد نبي داود ته وویل: <دلته مه پاتې کېږه، د یهودا خاورې ته لاړ شه.> نو داود لاړ او د حارث ځنګل ته ورغی.
6. یوه ورځ شائول په جبعه کې په یوه غونډۍ باندې د غز د ونې لاندې نېزه په لاس ناست ؤ او ټول افسران یې د هغه په شاوخوا کې ولاړ وو. هغه ته خبر ورغی چې داود او د هغه سړي پیدا شول.
7. هغه خپلو افسرانو ته وویل: <ای د بنیامین خلکو! واورئ، آیا د یسي زوی به تاسو ټولو ته ځمکې او د انګورو باغونه درکړي؟ آیا هغه به تاسو د زر کسیزه ډلې قوماندانان او یا د سل کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي؟
8. آیا د دې دپاره تاسو زما په ضد دسیسه جوړوئ؟ تاسو یو هم ماته ونه ویل چې زما خپل زوی د داود سره لاس یو کړی دی. هیڅوک نشته چې په ما زړه وسوزي یا ماته ووایي چې زما خپل سړی داود همدا اوس زما د وژلو دپاره فرصت لټوي او زما زوی هغه هڅولی دی!>
9. مګر ادومي دواغ چې د شائول د افسرانو سره ولاړ ؤ وویل: <ما د یسي زوی ولید چې په نوب کې د اخیتوب زوی اخیملک ته راغی.
10. اخیملک د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې داود باید څه وکړي او وروسته هغه داود ته یو څه خواړه او د فلسطیني جلیات توره ورکړه.>
11. نو شائول پادشاه د اخیتوب زوی اخیملک کاهن او د هغه د پلار ټوله کورنۍ چې هغوی هم په نوب کې کاهنان وو راوغوښتل او د ده حضور ته حاضر شول.
12. شائول وویل: <ای د اخیتوب زویه، واوره!>هغه ځواب ورکړ: <هو، زما باداره.>
13. شائول د هغه څخه پوښتنه وکړه: <تا او د یسي زوی ولې زما په ضد دسیسه جوړه کړې ده؟ ولې دې هغه ته ډوډۍ او توره ورکړې ده او د هغه دپاره دې د خدای سره مشوره کړې ده؟ هغه اوس زما په ضد راپورته شوی او فرصت لټوي چې ما ووژني!>
14. اخیملک په ځواب کې وویل: <ستاسو په افسرانو کې داود ترټولو وفادار دی! هغه ستاسو زوم دی، ستاسو د ساتونکو مشر دی او په شاهي دربار کې هر یو د هغه درناوی کوي.
15. هو، ما د هغه دپاره د خدای سره مشوره کړې ده او دا لومړی ځل نه دی. تر کومه ځایه چې ستاسو په ضد د دسیسې خبره ده، نو تاسو اعلیحضرت باید په ما او همدارنګه زما په کورنۍ باندې تور ونه لګوئ، د دې خبرې څخه زه هیڅ خبر نه یم!>
16. پادشاه وویل: <ای اخیملکه! ته او ستا د پلار ټوله کورنۍ باید ووژل شي.>
17. په دې وخت کې پادشاه هغه ساتونکو ته چې د ده په څنګ کې وو حکم وکړ: <د څښتن کاهنان ووژنئ، ځکه چې دوی هم د داود پلویان دي. دوی پوهېدل چې هغه تښتي خو بیاهم دوی زه خبر نه کړم.> مګر د پادشاه ساتونکو ونه غوښتل چې د څښتن په کاهنانو باندې لاس پورته کړي او هغوی ووژني.
18. نو شائول ادومي دواغ ته وویل: <ته هغوی ووژنه!> او دواغ هغوی ټول ووژل. په هغه ورځ یې پنځه اتیا کاهنان چې کتاني مقدس پېشبندونه به یې اغوستل، ووژل.
19. وروسته نوب د کاهنانو ښار ته لاړ او د کاهنانو کورنۍ د ښځو او سړیو نه نیولې تر کوچنیانو او تي رودونکو ماشومانو پورې یې ټول ووژل. حتیٰ غوایان، خره او د هغوی پسونه یې هم ژوندي پرېنښودل.
20. مګر ابیاتار چې د اخیملک د زامنو څخه او د اخیتوب لمسی ؤ وتښتېد او لاړ چې د داود سره یوځای شي.
21. هغه داود ته خبر ورکړ چې شائول د څښتن کاهنان ووژل.
22. داود ابیاتار ته وویل: <کله چې ما په هغه ورځ ادومي دواغ هلته ولید زه پوه شوم چې هغه به خامخا شائول ته خبر ورکوي. نو ستا د ټولو خپلوانو د مړینې مسئولیت زما په غاړه دی.
23. زما سره پاتې شه او مه وېرېږه. هغه سړی چې غواړي تا ووژني، هغه غواړي چې ما هم ووژني. ته به زما سره خوندي یې.>
About اول سموئیل Chapter 22
Read اول سموئیل Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 22
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 22?
اول سموئیل Chapter 22 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 19
- اول سموئیل Chapter 17
- اول سموئیل Chapter 13
Explore More from زوړ عهد
- خروج Chapter 24
- ارمیا Chapter 12
- ملاکي Chapter 4
- پیدایښت Chapter 49
- پیدایښت Chapter 26
- متلونه Chapter 19
- عزرا Chapter 3