لوقا Chapter 24

For English

Read لوقا Chapter 24 Online

Read لوقا Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لوقا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

لوقا 24

فصل 24

1. د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تېل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې.

2. هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه.

3. کله چې دننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ.

4. هغوی لا حیرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل.

5. ښځې ووېرېدلې او هغوی خپل سرونه ښکته ونیول، نو هغو سړیو ورته وویل: «تاسو ولې ژوندي په مړو کې لټوئ؟

6. هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. څه چې هغه درته په جلیل کې ویلي وو، هغه در په یاد کړئ،

7. چې د انسان زوی باید ګناهکارانو ته په لاس ورکړل شي، په صلیب به وځړول شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»

8. بیا هغو ښځو ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې.

9. کله چې هغوی بېرته د قبر څخه راغلې نو یوولس رسولان او نور ټول یې د دې پېښې څخه خبر کړل.

10. دا ښځې مریم مجدلیه، یونا او د یعقوب مور مریم وې او نورو ښځو هم چې د هغوی سره وې، رسولانو ته دا خبرې وکړې.

11. خو د هغوی خبرې رسولانو ته بې معنی ښکاره شوې او په هغوی یې باور ونه کړ.

12. خو پطروس پاڅېده او د قبر خواته یې منډه کړه. کله چې ورټیټ شو او دننه یې وکتل، نو له کفن پرته یې نور هېڅ هم ونه لیدل. نو په دې شوې پېښې حیران شو او خپل کور ته لاړ.

13. په هماغه ورځ د عیسی د پیروانو څخه دوه تنه د عماوس په نوم یو کلي ته چې د اورشلیم څخه یوولس کیلومتره لېرې دی روان وو.

14. هغوی له یو بل سره د دې ټولو پېښو په هکله خبرې کولې.

15. هغوی لا یو د بل سره خبرې او بحث کاوه چې خپله عیسی راغی او د هغوی سره یوځای شو.

16. دوی عیسی ولید، خو د هغوی سترګې داسې شوې لکه چې وتړل شي او هغه یې ونه پېژانده.

17. عیسی هغوی ته وویل: «تاسو په لاره کې د څه شي په هکله یو د بل سره بحث کاوه؟» هغوی ودرېدل او غمجن ښکاره کېدل.

18. په دوی کې یو تن چې کلیوپاس نومېده د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته په اورشلیم کې یوازېنی مسافر یې چې له دې څخه خبر نه یې چې په تېرو څو ورځو کې هلته څه پېښ شوي دي؟»

19. عیسی پوښتنه وکړه: «څه شوي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د عیسی ناصري سره وشول. هغه د خدای او ټولو خلکو په نظر کې په وینا او عمل دواړو کې یو زورور پیغمبر ؤ.

20. خو زمونږ مشرانو کاهنانو او واکمنانو هغه پیلاتوس ته وسپاره چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي او هغه یې په صلیب ځوړند کړ.

21. مونږ هیله درلوده چې همدا سړی به اسراییلو ته خلاصون ورکوي. خو نن درېمه ورځ ده چې دا کار شوی دی.

22. برسېره پر دې، زمونږ د ډلې څو ښځو مونږ حیران کړو. هغوی نن سهار وختي د هغه قبر ته تللې وې،

23. خو د هغه مړی یې پیدا نه کړ. هغوی بېرته راغلې او ویل یې چې په رویا کې یې فرښتې ولیدلې چې دوی ته یې وویل چې هغه ژوندی دی.

24. بیا زمونږ یو څو کسان قبر ته لاړل او څه چې هغو ښځو ویلي وو هغه یې ولیدل، خو عیسی یې ونه لیده.»

25. عیسی هغوی ته وویل: «تاسو څومره ناپوهه یئ او د پیغمبرانو د ویناوو په منلو کې زړه نا زړه یئ.

26. ایا دا ضروري نه وه چې مسیح دا کړاوونه وویني او بیا دې خپل جلال ته ورسیږي؟»

27. بیا عیسی د موسی د تورات څخه نیولې د ټولو پیغمبرانو تر لیکنو پورې چې د خدای په کلام کې خپله د هغه په هکله لیکل شوي وو، هغوی ته بیان کړل.

28. کله چې دوی هغه کلي ته ورنژدې شول چې ورته روان وو، نو عیسی داسې وکړل چې ګوندې هغه نور هم مخکې ځي.

29. خو هغوی ټینګار وکړ او ویې ویل: «زمونږ سره پاتې شه، ځکه چې ورځ په تېرېدو ده او ماښام نژدې دی.» نو عیسی کور ته ننوت چې د هغوی سره پاتې شي.

30. کله چې عیسی د هغوی سره دسترخوان ته کښېناست نو ډوډۍ یې راواخیستله، شکر یې پرې وویست، ماته یې کړه او هغوی ته یې ورکړه.

31. ناڅاپه د هغوی سترګې وغړېدلې او عیسی یې وپېژانده، خو هغه د هغوی د نظر څخه پناه شو.

32. هغوی یو بل ته وویل: «کله چې په لاره کې هغه زمونږ سره خبرې کولې او د خدای کلام یې راته بیانولو، ایا زمونږ زړونه په جوش رانغلل؟»

33. هغوی سمدلاسه راپاڅېدل او بېرته اورشلیم ته لاړل. هلته یې ولیدل چې یوولس رسولان او نور خلک سره راټول شوي وو

34. او ویل یې چې عیسی په رښتیا راژوندی شوی او شمعون ته ښکاره شوی دی.

35. نو په لاره کې چې څه شوي وو هغو دواړو شاګردانو هغوی ته بیان کړل او ورته ویې ویل چې څنګه یې عیسی د ډوډۍ ماتولو په وخت کې وپېژانده.

36. هغوی لا د دې پېښو په هکله خبرې کولې چې ناڅاپه عیسی د هغوی په منځ کې ودرېده او هغوی ته یې وویل: «په تاسو دې سلامتي وي.»

37. هغوی ټکان وخوړ او سخت ووېرېدل، ځکه ګومان یې کاوه چې د مړي ارواح ویني.

38. خو عیسی هغوی ته وویل: «ولې دومره وارخطا یئ؟ ستاسو په زړونو کې ولې داسې شکونه پیدا کیږي؟

39. زما لاسونو او پښو ته وګورئ او وګورئ چې دا زه خپله یم. په ما لاس کېږدئ نو بیا به پوه شئ، ځکه چې ارواح غوښه او هډوکي نه لري او لکه څنګه چې تاسو یې وینئ، زه یې لرم.»

40. کله چې هغه دا وویل نو خپل لاسونه او پښې یې هغوی ته وښودل.

41. هغوی د ډېرې خوشحالۍ او حیرانتیا له امله نه شو کولای چې بیاهم په دې باور وکړي، نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا ستاسو سره دلته د خوړلو دپاره څه شته؟»

42. هغوی ورته یوه ټوټه کڅپرکی شوی ماهي ورکړ،

43. نو هغه یې واخیست او د هغوی په مخکې یې وخوړ.

44. بیا عیسی هغوی ته وویل: «دا زما هغه خبرې دي چې کله زه ستاسو سره وم او تاسو ته به مې ویل چې هغه څه چې د موسی په تورات، د پیغمبرانو په لیکنو او د زبور په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي، باید رښتیا شي.»

45. بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل، ترڅو د خدای په کلام پوه شي

46. او هغوی ته یې وویل: «همدارنګه لیکل شوي دي چې مسیح باید کړاوونه وویني او مړ شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي،

47. او د هغه په نوم به ټولو قومونو ته دا پیغام ورسول شي چې توبه وباسي او خدای به یې ګناهونه وبخښي او پیل به یې له اورشلیم څخه وي.

48. تاسو د دې ټولو شیانو شاهدان یئ.

49. او ګورئ، هغه څه چې زما پلار یې وعده کړې ده، درلېږم. خو باید تر هغې پورې په دې ښار کې پاتې شئ، ترڅو په تاسو باندې اسماني قوت نازل شي.»

50. بیا عیسی هغوی د ښار څخه دباندې تر بیت عنیا پورې بوتلل، خپل لاسونه یې پورته کړل او هغوی ته یې برکت ورکړ

51. او په داسې حال کې چې هغوی ته یې برکت ورکاوه د هغوی څخه جدا شو او اسمان ته پورته یووړل شو.

52. هغوی ورته سجده وکړه او په ډېرې خوشحالۍ سره بېرته اورشلیم ته راستانه شول.

53. هغوی خپل ټول وخت د خدای په کور کې خدای ته په ثنا ویلو تېر کړ.

About لوقا Chapter 24

Read لوقا Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لوقا
Chapter: 24
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لوقا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لوقا Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لوقا Chapter 24?

لوقا Chapter 24 is part of the Book of لوقا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لوقا Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from لوقا

  1. لوقا Chapter 21
  2. لوقا Chapter 14
  3. لوقا Chapter 4
  4. لوقا Chapter 9
  5. لوقا Chapter 7
  6. لوقا Chapter 22
  7. لوقا Chapter 8

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 22
  2. اعمال رسولان Chapter 23
  3. غلاطیانو ته Chapter 2
  4. مرقس Chapter 1
  5. اعمال رسولان Chapter 14
  6. عبرانیانو ته Chapter 12
  7. یوحنا Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 43
  2. شمېر Chapter 9
  3. متی Chapter 1
  4. نحمیا Chapter 11
  5. ایوب Chapter 14
  6. حزقیال Chapter 27
  7. اول سموئیل Chapter 21
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *