ایوب Chapter 5

For English

Read ایوب Chapter 5 Online

Read ایوب Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 5

فصل 5

1. آواز وکړه، داسې څوک شته چې تا له جواب درکړى؟ داسې يوه فرښته شته څۀ چې د هغې نه مدد وغواړې؟

2. په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.

3. ما دا ليدلى دى چې څۀ کم عقل خلق د لږ وخت دپاره کامياب وى، خو بيا ناڅاپه تباهى ورباندې راشى.

4. د هغوئ د بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى.

5. اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، کۀ د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره ازغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوئ دولت ختم کړى.

6. ځکه چې خفګان د زمکې نه نۀ راځى، او نۀ مصيبت د زمکې نه پېدا کيږى،

7. خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرکى بره الوځى.

8. کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.

9. هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بې‌شمېره عجيبه کارونه کوى.

10. هغه په زمکه باندې باران ورَوى او هغه پټو ته اوبۀ رالېږى،

11. چې څوک غريب وى نو خُدائ پاک يې مالداره کړى، او چې څوک غمژن وى نو خوشحالى ورکړى.

12. هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى.

13. هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى.

14. د ورځې په وخت په هغوئ تيارۀ راشى او د غرمې په وخت داسې تيندکونه خورى لکه چې شپه وى.

15. خو هغه ضرورتمند خلق د مرګ نه بچ کوى، او د زورَور د زور نه يې بچ کوى.

16. نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بې‌اِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى.

17. چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.

18. کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.

19. هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.

20. په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى.

21. تاسو به د سپکو خبرو نه بچ شئ، او چې کله تباهى راځى نو تاسو به نۀ يرېږئ.

22. په تباهۍ او قحط پورې به تاسو خندا کوئ، او د زمکې د ځنګلى ځناورو نه به نۀ يرېږئ.

23. تاسو چې کوم پټى کَرئ نو په هغې کښې به کاڼى نۀ وى، او ځنګلى ځناور به په تاسو حمله نۀ کوى.

24. تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى.

25. تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو اولاد به ډېر وى، داسې بې‌شمېره لکه په زمکه چې واښۀ وى.

26. تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.

27. ګوره، زمونږه چې د عمر په حقله کومه تجربه ده، دا حقيقت دے. دا نصيحت واوره او په دې باندې عمل وکړه.“

About ایوب Chapter 5

Read ایوب Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 5
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 5?

ایوب Chapter 5 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 41
  2. ایوب Chapter 19
  3. ایوب Chapter 8
  4. ایوب Chapter 1
  5. ایوب Chapter 25
  6. ایوب Chapter 39
  7. ایوب Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. شمېر Chapter 5
  2. پیدایښت Chapter 36
  3. زبور Chapter 76
  4. تثنیه Chapter 29
  5. لاویان Chapter 3
  6. دوهم سموئیل Chapter 23
  7. قاضیان Chapter 16

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 51
  2. زبور Chapter 94
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 10
  4. پیدایښت Chapter 29
  5. عزرا Chapter 3
  6. ایوب Chapter 3
  7. خروج Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *