شمېر Chapter 4

For English

Read شمېر Chapter 4 Online

Read شمېر Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

شمېر 4

فصل 4

1. څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:

2. <د قهاتیانو سرشمېرنه چې د لاویانو د قبیلې یوه برخه ده طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وکړئ.

3. هغه ټول نفر وشمېرئ چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په مقدسه خېمه کې د کار کولو توان ولري.

4. په مقدسه خېمه کې د قهاتیانو کار دا دی چې په مقدسو شیانو باندې پام وکړي.

5. کله چې د دې وخت راشي چې کمپ ته حرکت ورکړای شي نو هارون او د هغه زامن به خېمې ته ورننوزي، هغه پرده به راکښته کړي چې د لوظ د صندوق په مخ کې ده او صندوق به ورباندې پټ کړي.

6. په هغه باندې به د ښې څرمنې پوښ واچوي او په سر باندې به یې یو داسې ټوکر خپور کړي چې پوخ آبي رنګ ولري او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي.

7. هغوی به په هغه مېز باندې چې خدای ته ورباندې ډوډۍ وړاندې کیږي یو آبي ټوکر خپور کړي او په هغه باندې به قابونه، د خوشبویۍ کاسې، د نذرانې دپاره کاسې او هغه منګي کېږدي چې د څښلو د نذرانو دپاره دي. په مېز باندې به همېشه ډوډۍ پرته وي.

8. هغوی به په دې ټولو باندې یو سور ټوکر خپور کړي، د یوې ښې څرمنې پوښ به ورباندې واچوي او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي.

9. هغوی دې یو آبي ټوکر واخلي او دغه شیان دې ورباندې پټ کړي: څراغدان د څراغونو سره، د هغه پلتې پاکوونکي، پتنوسونه او د زیتونو د تېلو ټول لوښي چې د څراغونو دپاره استعمالیږي.

10. هغوی به څراغدان او د هغه ټول سامان د ښې څرمنې په پوښ کې راتاو کړي او په یو وړونکي چوکاټ باندې به یې کېږدي.

11. بیا به د سرو زرو په قربانګاه باندې یو آبي ټوکر خپور کړي، د ښې څرمنې یو پوښ به ورباندې واچوي او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي.

12. هغوی به هغه ټول لوښي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي واخلي او په یو آبي ټوکر کې به یې تاو کړي، د ښې څرمنې یو پوښ به ورباندې واچوي او په یو وړونکي چوکاټ باندې به یې کېږدي.

13. د قربانۍ د ځای څخه به ایرې لېرې کړي او په هغه باندې به یو بانجاني ټوکر خپور کړي.

14. په هغه ټوکر باندې دې هغه ټول سامان کېږدي چې د قربانۍ په ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي: لکه د اور لوښي، د غوښې قاشق پنجې، بېلچې او د وینې د شیندلو کاسې. بیا به هغوی ورباندې د ښې څرمنې یو پوښ واچوي او وړونکې میلې به په کې ورننباسي.

15. کله چې هارون او د هغه زامن د مقدس سامان او ټولو مقدسو موادو د پټولو څخه وزګار شي او کمپ د وړلو دپاره تیار شي، نو قهاتیان دې د دغو شیانو د وړلو دپاره راشي. مګر هغوی باید مقدسو شیانو ته لاس ورنه وړي که نه، نو مړه به شي. قهاتیان دې هغه شیان انتقال کړي چې په مقدسه خېمه کې دي.

16. د هارون کاهن زوی العازار دې د دغو شیانو مسئولیت په غاړه واخلي: د څراغونو دپاره د زیتونو تېل، خوشبویي، د عادي غلې دانې نذرانه او د مسح کولو تېل. هغه دې د ټولې مقدسې خېمې او هرڅه چې په کې دي، د مقدس سامان او لوښو په شمول د هغو مسئولیت په غاړه واخلي.>

17. څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:

18. ‏-

19. <پرېنږدئ چې قهاتیان ډېرو مقدسو شیانو ته په ورنژدې کېدلو سره ووژل شي. د دې دپاره چې د داسې پېښې څخه مخنیوی وشي، نو هارون او د هغه زامن دې مقدس ځای ته ورننوزي او هر سړي ته دې خپل کار وروسپاري چې څه شی یوسي.

20. مګر قهاتیان باید دننه لاړ نه شي چې مقدس شیان وګوري، حتیٰ د یوې شېبې دپاره هم. که نه، نو مړه به شي.>

21. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

22. <د جرشونیانو سرشمېرنه چې د لاویانو د قبیلې یوه برخه ده کورنۍ په کورنۍ او طایفه په طایفه وکړه.

23. هغه ټول نفر چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په مقدسه خېمه کې د کار کولو توان ولري وشمېره.

24. هغوی به د لاندینیو شیانو د وړلو مسئولیت په غاړه لري:

25. خېمه، د هغې داخلي او بیرونی پوښ، د هغې په سر باندې د ښې څرمنې پوښ، د دروازې پرده،

26. د خېمې او د قربانۍ د ځای د ګردچاپېره حویلۍ دپاره پردې، د حویلۍ د دروازې پرده، رسۍ ګانې او هرڅه چې د دې شیانو په ودرولو کې په کاریږي. جرشونیان د دې ټولو شیانو د ساتنې او ترتیبولو مسئولیت په غاړه لري.

27. ته او هارون به وګورئ چې جرشونیان دا ټول کارونه ترسره کوي او هر هغه شی چې هارون او د هغه زامنو هغوی ته ورسپارلی دی وړي که نه.

28. دا د مقدسې خېمې په کار کې د جرشونیانو وظیفې دي. هغوی به دا کار د هارون کاهن د زوی یعنې ایتامار تر لارښودنې لاندې ترسره کوي.>

29. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <مراریان چې د لاویانو د قبیلې یوه برخه ده طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وشمېره.

30. هغه ټول نفر چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په مقدسه خېمه کې د کار کولو توان ولري وشمېره.

31. هغوی به د چوکاټونو، اړمونو، ستنو او خېمې د پایو د وړلو مسئولیت ولري

32. او همدارنګه د خېمې د ګردچاپېره حویلۍ د ستنو، پایو، مېخونو، رسۍ ګانو او هغو ټولو شیانو چې د هغو په ودرولو کې په کاریږي. هر سړی به د ځانګړو شیانو د وړلو مسئولیت په غاړه ولري.

33. دا د مقدسې خېمې په کار کې د مراریانو وظیفې دي. هغوی به دا کار د هارون کاهن د زوی یعنې ایتامار تر لارښودنې لاندې ترسره کوي.>

34. ‏-

48. حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو نورو مشرانو د څښتن امر ته غاړه کېښودله او د قهاتیانو، جرشونیانو او مراریانو سرشمېرنه یې وکړه. هغوی دا کار طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وکړ او هغه ټول خلک یې وشمېرل چې عمرونه یې د دېرشو او پنځوسو کالو ترمنځ وو او په مقدسه خېمه کې یې کار کولی شو. د هغو شمېر په لاندې ډول ؤ: قهاتیان ۲۷۵۰، جرشونیان ۲۶۳۰ او مراریان ۳۲۰۰ چې د ټولو شمېر ۸۵۸۰ ؤ.

49. څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړې ؤ، هر سړی وشمېرل شو او هر یو ته د خدمت کولو یا د وړلو د وظیفې مسئولیت وسپارل شو.

About شمېر Chapter 4

Read شمېر Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: شمېر
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading شمېر Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is شمېر Chapter 4?

شمېر Chapter 4 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete شمېر Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from شمېر

  1. شمېر Chapter 20
  2. شمېر Chapter 21
  3. شمېر Chapter 19
  4. شمېر Chapter 32
  5. شمېر Chapter 5
  6. شمېر Chapter 22
  7. شمېر Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 24
  2. افسیانو ته Chapter 4
  3. استر Chapter 6
  4. دوهم سموئیل Chapter 6
  5. متی Chapter 16
  6. اول سموئیل Chapter 2
  7. حزقیال Chapter 27
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *