اول سموئیل Chapter 28

For English

Read اول سموئیل Chapter 28 Online

Read اول سموئیل Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 28

فصل 28

1. په هغو ورځو کې فلسطینیانو خپل ځواکونه راغونډ کړل چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. آخیش داود ته وویل: <ته باید پوه شې چې ته او ستا سړي باید زما د لښکرو سره ملګرتیا وکړئ.>

2. داود وویل: <تاسو به په خپله ووینئ چې ستاسو نوکر څه کولی شي.>آخیش ځواب ورکړ: <ډېر ښه، زه به تا ټول عمر خپل ساتونکی وټاکم.>

3. په دې وخت کې سموئیل مړ شوی ؤ او ټولو اسراییلیانو د هغه دپاره ویر کړی ؤ او هغه یې په خپل ښار یعنې رامه کې ښخ کړی ؤ. شائول کوډګران او هغه خلک چې د مړو د ارواحګانو سره خبرې کولې د اسراییلو څخه شړلي وو.

4. د فلسطینیانو لښکرې سره راټولې شوې او د شونیم ښار ته نژدې یې خېمې ودرولې. شائول ټول اسراییلیان راغونډ کړل او د جلبوع په غره کې یې خېمې ودرولې.

5. کله چې شائول د فلسطینیانو ځواکونه ولیدل هغه ووېرېد او زړه یې سخت رپېده.

6. نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې څه وکړي، مګر څښتن هغه ته نه د خوبونو، نه د اوریم په استعمالولو او نه د نبیانو په وسیله ځواب ورکړ.

7. نو شائول خپلو درباریانو ته حکم وکړ: <ماته یوه ښځه راپیدا کړئ چې کوډګره وي او د مړو د ارواحګانو سره مشورې کوي چې زه هغې ته ورشم او ورڅخه پوښتنه وکړم.>هغوی ځواب ورکړ: <د عین دور په ښار کې یوه کوډګره ښځه شته.>

8. نو شائول خپله څېره بدله کړه، نور کالي یې واغوستل او د خپلو دوه نفرو سره د شپې په تیاره کې هغې ښځې ته ورغی. هغه ورته وویل: <زما دپاره د ارواحګانو سره مشوره وکړه او ماته ووایه چې څه کېدونکي دي. هغه سړی ماته راوغواړه چې زه یې نوم درته وایم.>

9. مګر ښځې هغه ته وویل: <بېشکه ته پوهېږې چې شائول څه کړي دي، هغه کوډګران او هغه څوک چې د مړو د ارواحګانو سره خبرې کوي د هېواد څخه شړلي دي. ولې دې راته دام ایښی دی چې ومې وژنې؟>

10. شائول هغې ته د ژوندي څښتن په نوم باندې قسم وخوړ او ویې ویل: <په دې کار به ته سزا ونه مومې.>

11. نو ښځې پوښتنه وکړه: <څوک درته راوغواړم؟>هغه وویل: <سموئیل راته راوغواړه.>

12. کله چې هغې ښځې سموئیل ولید، په لوړ اواز یې چیغې ووهلې. هغې شائول ته وویل: <زه دې ولې وغولولم؟ ته شائول یې!>

13. پادشاه هغې ته وویل: <مه وېرېږه! څه شی وینې؟>ښځې په ځواب کې وویل: <زه یوه ارواح وینم چې د ځمکې څخه بیرون راوزي.>

14. هغه پوښتنه وکړه: <هغه د څه شي په شان ښکاري؟>هغې وویل: <یو زوړ سړی چې چپنه یې اغوستې ده راپورته کیږي.> نو شائول پوه شو چې سموئیل دی، هغه د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.

15. سموئیل شائول ته وویل: <زه دې ولې په تکلیف کړم چې بېرته راشم؟>شائول وویل: <زه په لوی مصیبت باندې اخته یم. فلسطینیان زما سره جګړه کوي، خدای زما څخه خپل مخ اړولی دی او ماته نور نه د نبیانو او نه د خوبونو په وسیله ځواب راکوي. نو تاسو مې د دې دپاره راوغوښتلئ چې راته ووایئ چې څه وکړم.>

16. سموئیل وویل: <اوس چې څښتن ستا څخه مخ اړولی دی او ستا دښمن شوی دی ولې زما سره مشوره کوې؟

17. څښتن هغه څه کړي دي چې زما په وسیله یې تاته ویلي وو. هغه ستا څخه پادشاهي اخیستې او داود ته یې ورکړې ده.

18. تا د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه او د هغه قهر او غضب دې عمالیقیانو ته ونه ښود. نو ځکه څښتن دا ورځ په تا باندې راوستې ده.

19. پرته له دې به څښتن اسراییل او تا دواړه فلسطینیانو ته په لاس ورکړي او سبا به ته او ستا زامن زما سره یئ. څښتن به د اسراییلو لښکر هم فلسطینیانو ته تسلیم کړي.>

20. شائول سمدلاسه پرېوت او په ځمکه باندې اوږد وغزېده. د سموئیل له خبرو څخه ډېر ووېرېده. هغه خپل قوت له لاسه ورکړی ؤ ځکه چې هغه ټوله ورځ او ټوله شپه هیڅ شی نه ؤ خوړلی.

21. کله چې هغه ښځه شائول ته ورغله او ویې لیدل چې هغه ډېر وېرېده، هغې ورته وویل: <ګورئ، باداره! ما خپل ځان په خطر کې واچاوه او تاسو چې څه ماته ویلي وو هغه کار مې وکړ.

22. اوس مهرباني وکړئ څه چې زه وایم هماغسې وکړئ. اجازه راکړئ چې ستاسو دپاره یو څه خواړه تیار کړم. تاسو باید څه وخورئ ترڅو د سفر دپاره پوره قوت پیدا کړئ.>

23. شائول انکار وکړ او ویې ویل: <نه یې خورم.> مګر د هغه نفرو او هغې ښځې هغه وهڅاوه او هغه د دوی خبره ومنله. هغه د ځمکې څخه راپورته شو او په کټ باندې کښېناست.

24. هغې ښځې په کور کې یو چاغ سخوندر درلود، هغه یې په بیړه سره حلال کړ. وروسته هغې یو څه اوړه راواخیستل، ویې اغږل او فطیره ډوډۍ یې پخه کړه.

25. بیا یې هغه خواړه د شائول او د هغه د نفرو په مخ کې کېښودل او هغوی وخوړل. په هماغه شپه هغوی پاڅېدل او روان شول.

About اول سموئیل Chapter 28

Read اول سموئیل Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 28
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 28?

اول سموئیل Chapter 28 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 24
  5. اول سموئیل Chapter 19
  6. اول سموئیل Chapter 13
  7. اول سموئیل Chapter 4

Explore More from زوړ عهد

  1. قاضیان Chapter 17
  2. میکاه Chapter 6
  3. یشوع Chapter 2
  4. لاویان Chapter 11
  5. استر Chapter 7
  6. دوهم تواریخ Chapter 1
  7. دوهم تواریخ Chapter 16

Related Chapters & Readings

  1. متی Chapter 14
  2. تثنیه Chapter 8
  3. یعقوب Chapter 4
  4. نحمیا Chapter 12
  5. زبور Chapter 14
  6. زبور Chapter 23
  7. اول تیموتاوس Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *