متلونه Chapter 21

For English

Read متلونه Chapter 21 Online

Read متلونه Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متلونه 21

فصل 21

1. د پاچا زړه د اوبو د ویالې په څېر د څښتن په لاس کې دیکوم طرف ته چې یې خوښه وي هلته یې بیایي.

2. د انسان په نظر خپلې ټولې لارې سمې ښکاريخو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.

3. څښتن د قربانۍ نهعدالت او انصاف کول ډېر خوښوي.

4. د بدکارانو کبرجنې سترګې او مغروره زړونهد خوارې ځمکې د حاصل په شان دي.

5. د خواریکښ انسان نقشې د آبادۍ سبب ګرځيخو ډېره بې صبري انسان ته نېستي راوړي.

6. په دروغجنه ژبه شتمني ګټل داسې ديلکه د مرګ په اخرنۍ سلګۍ پسې ګرځېدل.

7. د بدکارانو ظلم به هغوی د تباهۍ په لور راکاږيځکه چې هغوی له هر ښه کار نه انکار کوي.

8. د ګناهکار انسان لار کږه وږه ويخو د پاک سړي کارونه رښتیني وي.

9. د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدلد جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.

10. بدکاره انسان د بدۍ وږی وياو په بل چا هېڅ رحم نه کوي.

11. کله چې ملنډې وهونکي ته سزا ورکول کیږينو ساده سړی ترې حکمت حاصلوياو کله چې هوښیار ته لارښوونه وشينو نور علم تر لاسه کوي.

12. عادل خدای د بدکاره کورنۍ د نژدې څخه وینياو په بدکارانو باندې بلا او تباهي راولي.

13. څوک چې د غریبانو فریاد ته خپل غوږونه بند کړينو د هغه خپل فریاد به هېڅوک هم وانه وري.

14. په پرده کې تحفه ورکول د غوسې اور سړوياو په پټه رشوت ورکول سړی د سخت غضب نه ساتي.

15. عادل په انصاف کولو خوشحالیږيخو شر اچوونکي ترې وېریږي.

16. څوک چې د هوښیارۍ د لارې نه بې لارې شينو هغه به د مړو په ډله کې وشمېرل شي.

17. څوک چې عیش او عشرت خوښوي نېستمن به شيڅوک چې شراب او کڅپرکی خوښوي نو شتمن به نه شي.

18. د نېکانو په ځای به بدکاران قرباني شياو خاینان به د صادقانو په ځای سزا ومومي.

19. د یوې جګړه مارې ښځې سره په غوسه کې اوسېدلو نهپه دښته کې ځانته اوسېدل ښه دي.

20. د هوښیار انسان کور د عطرو او د قیمتي خزانو نه ډک ويخو کم عقل چې څه ګټي هغه څټي.

21. څوک چې نېکي کوي او په مهربانۍ پسې ګرځينو اوږد ژوند، نېکمرغي او عزت به تر لاسه کړي.

22. یو هوښیار انسان د جنګیالیو د ښارپه لویو دېوالونو ختلی شياو هغه کلک دېوالونه یې راغورځولی شيچې هغوی ورباندې ټینګ باور لري.

23. څوک چې خوله او ژبه په خپل واک کې ساتينو خپل ځان د سختۍ او تکلیف نه ساتي.

24. کبرجن او مغرور سړی به د ملنډې وهونکي په نوم مشهور شيچې چلند به یې تل د غرور او غوسې نه ډک وي.

25. د لټ انسان لوږه هغه د مرګ په لور بیایيځکه چې د کار کولو نه انکار کوي.

26. د هغه ټوله ورځ ډېرو شیانو ته سخت زړه کیږيخو نېک سړی سخاوت کوي او د سختۍ نه ځان ساتي.

27. که څښتن ته د بدکارانو قرباني د کرکې وړ وينو په بدنیتۍ سره قرباني ورکول به څومره نامناسبه وي.

28. دروغجن شاهد به تباه شيخو څوک چې نورو ته غوږ نیسي خبرې به یې تلپاتې وي.

29. د بدکاره سړي په مخ کې سپین سترګي ښکاريخو رښتینی انسان په خپله لار ډاډمن قدمونه پورته کوي.

30. هېڅ داسې حکمت، پوهه او انساني فکر نشتهچې د څښتن په خلاف بریالیتوب ته ورسیږي.

31. اس د جنګ د ورځې دپاره تیاریږيخو بریالیتوب د څښتن په لاس کې دی.

About متلونه Chapter 21

Read متلونه Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 21?

متلونه Chapter 21 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 17
  2. متلونه Chapter 29
  3. متلونه Chapter 6
  4. متلونه Chapter 15
  5. متلونه Chapter 20
  6. متلونه Chapter 18
  7. متلونه Chapter 31

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 36
  2. دوهم تواریخ Chapter 27
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 1
  4. ناحوم Chapter 1
  5. اشعیا Chapter 37
  6. زبور Chapter 11
  7. اشعیا Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *