Read ایوب Chapter 29 Online
Read ایوب Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 29
فصل 29
1. اايُوب خپله خبره بيا شروع کړه او وې فرمائيل،
2. ”کاش چې تېر عُمر زما بيا راغلے وے، چې په کوم وخت کښې د خُدائ پاک په ما باندې نظر وو،
3. هغۀ ما ته رڼا کړه کله چې زۀ په تيارۀ کښې ګرځېدم.
4. کله چې زۀ په ځوانۍ کښې وم، او د خُدائ پاک د دوستۍ نظر زما په کور باندې وو،
5. کله چې قادر خُدائ زما مل وو، او زما بچى زما نه ګېرچاپېره تاو وُو،
6. کله چې ما کره پئ ډېر تېر وُو، او ما کره تېل د نِهرونو په شان بهېدل.
7. کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم،
8. نو ځوانان به پاڅېدل او لا به ړل، او بوډاګان به اوچت شول او وبه درېدل،
9. مشران خلق به چپ شول، او په خپلو خُلو به يې لاسونه کېښودل.
10. د خانانو آوازونه به غلى شول، او د هغوئ د خولې نه به يوه خبره هم نۀ وتله.
11. هر چا به چې زما په حقله اورېدل نو هغوئ به زما صِفت کولو. چې هر چا به زۀ ليدلم نو هغوئ به زما ښۀ وئيل.
12. کله به چې غريبانانو څۀ غوښتل نو ما به يې مدد کولو، او د حاجتمندو يتيمانانو مرسته به مې کوله.
13. چې څوک به سخت غمژن وُو نو هغوئ به زما ښۀ وئيل، او زما په وجه به کونډو د خوشحالۍ سندرې وئيلې.
14. ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو.
15. زۀ د ړندو دپاره سترګې وم، او د ګوډيانو دپاره پښې وم.
16. زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله.
17. ما د ظالمانو ژامنې ماتې کړې، او د هغوئ نه مې مظلومان خلاص کړل.
18. زما خيال دا وو چې ډېر عُمر به ژوندے يم او په آرام سره به په کور کښې مړ شم.
19. زۀ د داسې ونې په شان وم چې جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى او څانګې يې ټوله شپه په پرخه لامدې وى.
20. خلقو به هر وخت زما صِفت کولو او زما په مټو به لا هم زور زياتېدو.
21. هر چا به زما نصيحت اورېدو، او په خاموشۍ سره به زما د خبرې په انتظار کښې ناست وُو.
22. کله چې ما خبرې وکړې نو هغوئ بيا څۀ ونۀ وئيل، او زما خبرې په هغوئ لکه د شاتو لګېدې.
23. هغوئ زما د خبرو داسې اِنتظار کولو لکه چې د باران اِنتظار کوى، په هغوئ باندې زما خبرې د سپرلى د باران په شان لګېدې.
24. کله چې هغوئ بېحوصلې وُو نو ما د هغوئ ډاډګيرنه کوله، او زما په وجه د هغوئ حوصله مضبوطه شوه.
25. ما د مشر په شان هغوئ ته وښودل چې څۀ به کوى، زۀ د لښکر د بادشاه په شان د هغوئ سره اوسېدم، او غمژنو له مې تسلى ورکوله.
About ایوب Chapter 29
Read ایوب Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 29
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 29 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 29?
ایوب Chapter 29 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 29 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 41
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 25
- ایوب Chapter 11
- ایوب Chapter 1
- ایوب Chapter 39
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 107
- نحمیا Chapter 10
- میکاه Chapter 1
- شمېر Chapter 3
- اول پادشاهان Chapter 10
- اول تواریخ Chapter 23
- خروج Chapter 7