حبقوق Chapter 2

For English

Read حبقوق Chapter 2 Online

Read حبقوق Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حبقوق in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حبقوق and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حبقوق 2

فصل 2

1. زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.

2. بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى.

3. نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.

4. مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.

5. په حقيقت کښې مال حال هغوئ دوکه کوى، هغوئ مغروره دى او هيڅکله هم په آرام نۀ وى. ځکه چې هغوئ دومره حرصناک دى څومره چې قبر وى او لکه د مرګ په شان هيڅکله هم نۀ مړيږى، هغوئ خپل ځان ته ټول قومونه راغونډوى او ټول خلق قبضه کوى.“

6. آيا هغوئ ټول به هغۀ ته په خندا او سپکه توګه پېغور ورنۀ کړى، او وائى به چې، ”په هغۀ دې افسوس وى څوک چې د غلا څيزونه جمع کوى او خپل ځان په قلنګ اخستلو سره مالداره کوى.“ دا به ترڅو پورې جارى وى؟

7. آيا ستا قرضدار به ناڅاپه راوچت نۀ شى؟ آيا هغوئ به بېدار نۀ شى او تا به ونۀ لړزوى؟ نو بيا به تۀ د هغوئ ښکار شې.

8. ځکه چې تاسو ډېر قومونه لوټ کړى دى، کوم خلق چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تاسو لوټ کړى. ځکه چې تاسو د انسانانو وينه تويه کړې ده، او تاسو مُلکونه او ښارونه او په دې کښې ټول خلق تباه کړى دى.

9. ”افسوس په هغه چا چې خپله بادشاهى په ناجائزه ګټه جوړوى او خپله جاله په اوچت ځائ کښې جوړوى، د دې دپاره چې د تباهۍ د ګرفت نه بچ شى.

10. تاسو د ډېرو خلقو د تباهۍ منصوبه جوړه کړه، په دې طريقه تاسو خپل قوم وشرمولو او خپل ژوند مو په کښې تباه کړو.

11. د دېوالونو کاڼى به هم تا پسې چغې کړى، او په چت کښې د لرګى تيرونه به هم فرياد کوى.

12. افسوس په هغه چا څوک چې په وينه توېدو ښار آبادوى او په جرم باندې ښار قائموى.

13. آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟

14. ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.

15. افسوس په هغه چا چې خپل ګاونډى له شراب ورکوى، د شرابو د مشک نه ورته تر هغې پورې اچوى چې دوئ نشه شى، نو چې هغه د هغوئ لغړ بدنونه وګورى.

16. خو تۀ به زر د جلال په ځائ د شرم سره مخ شې. اوس ستا وار دے، وڅښه او ناسنته ځان لغړ کړه. د مالِک خُدائ د ښى لاس نه جام تا ته راروان دے، او سپکاوے به ستا جلال ختم کړى.

17. کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى.

18. د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے.

19. افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بې‌ساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى.

20. خو مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، پرېږده چې ټوله زمکه د هغۀ په حضور کښې خاموشه شى.“

About حبقوق Chapter 2

Read حبقوق Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حبقوق in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حبقوق
Chapter: 2
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حبقوق. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حبقوق Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حبقوق Chapter 2?

حبقوق Chapter 2 is part of the Book of حبقوق in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حبقوق Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حبقوق

  1. حبقوق Chapter 1
  2. حبقوق Chapter 2
  3. حبقوق Chapter 3
  4. حبقوق Chapter 1
  5. حبقوق Chapter 3
  6. حبقوق Chapter 2
  7. حَبَقوق Chapter 1

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 141
  2. زبور Chapter 54
  3. ایوب Chapter 32
  4. متلونه Chapter 30
  5. دوهم سموئیل Chapter 19
  6. متلونه Chapter 27
  7. یشوع Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. دوهم پادشاهان Chapter 1
  2. متلونه Chapter 17
  3. هوشع Chapter 7
  4. زبور Chapter 109
  5. زبور Chapter 1
  6. تثنیه Chapter 12
  7. اعمال رسولان Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *