Read یشوع Chapter 16 Online
Read یشوع Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یشوع 16
فصل 16
1. د هغې ځمکې جنوبي سرحد چې د یوسف اولادې ته ورکړل شوې ده اریحا ته نژدې د اردن د سیند څخه پیل شوی دی یعنې د اریحا د چینو د ختیځ څخه پیل شوی او د دښتې څخه تېر شوی او د اریحا څخه د بیت ئیل تر غرنۍ سیمې پورې رسېدلی دی.
2. هغه د بیت ئیل څخه لوز ته راوتلی دی او عطاروت ادار ته چې ارکیان په کې اوسېدل وتلی دی.
3. بیا د ښکتني بیت حورون پورې په لوېدیځ کې د یفلیطیانو سیمې ته غزېدلی دی. د هغه ځای څخه جازر ته وتلی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی.
4. د یوسف اولادې یعنې د افرایم او لوېدیځې منسي قبیلو دا ځمکه د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
5. دا سیمه طایفه په طایفه د افرایم سیمه وه: د هغوی د ځمکې سرحد د عطاروت ادار څخه چې په ختیځ کې ؤ پورتني بیت حورون ته رسېده
6. او د مدیترانې بحیرې ته تللی دی. له مکمیته څخه چې په شمال کې ؤ، ختیځ خواته تعنت شیلوه ته راګرځېدلی او د هغه ځای په ختیځ کې تېر شوی او یانواح ته تللی دی.
7. بیا دا سرحد د یانواح څخه عطاروت او نعره ته راکوز شوی، د اریحا سره نښتی او د اردن سیند ته راوتلی دی.
8. له تفوح څخه دا سرحد لوېدیځ خواته د قانه خوړ ته تللی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی. دا هغه ځمکه وه چې د ملکیت په توګه د افرایم قبیلې ته طایفه په طایفه ورکړل شوه.
9. په دې کې ځینې ښارګوټي او کلي هم شامل وو چې د منسي د قبیلې په خاوره کې وو، خو هغه افرایم ته ورکړل شول.
10. مګر هغوی کنعانیان چې د جازر اوسېدونکي وو ونه شړل. نو کنعانیان تر نن ورځې پورې د افرایمیانو په منځ کې اوسیږي، خو هغوی مجبور دي چې د غلامانو په توګه کار وکړي.
About یشوع Chapter 16
Read یشوع Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یشوع
Chapter: 16
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یشوع Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یشوع Chapter 16?
یشوع Chapter 16 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یشوع Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from یشوع
- یشوع Chapter 5
- یشوع Chapter 4
- یشوع Chapter 20
- یشوع Chapter 20
- یشوع Chapter 3
- یشوع Chapter 10
- یشوع Chapter 13