عزرا Chapter 4

For English

Read عزرا Chapter 4 Online

Read عزرا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عزرا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عزرا 4

فصل 4

1. کله چې د یهودا او بنیامین د خلکو دښمنانو واورېدل چې هغه خلک چې له جلاوطنۍ څخه راستانه شوي دي د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت ځای بیا جوړوي،

2. نو هغوی زروڅپرکیل او د طایفو مشرانو ته ورغلل او هغوی ته یې وویل: «مونږ ته اجازه راکړئ چې ستاسو سره مرسته وکړو! له هغه وخت راهیسې چې د اشور پاچا اسرحدون مونږ دلته راوستلي یو، مونږ ستاسو په شان ستاسو د خدای عبادت کوو او هغه ته قربانۍ وړاندې کوو.»

3. زروڅپرکیل، یشوع او د طایفو مشرانو هغوی ته وویل: «مونږ خپل خدای ته د کور په جوړولو کې ستاسو مرستې ته هېڅ اړتیا نه لرو، خو مونږ به خپله هغه خپل څښتن، یعنې د اسراییلو خدای ته جوړ کړو لکه څنګه چې د فارس پاچا کوروش امر کړی دی.»

4. نو هغو خلکو چې په دې وطن کې اوسېدل هڅه وکړه چې د یهودیانو زړونه تور کړي، هغوی ووېروي او مجبور یې کړي چې د ودانولو کار ودروي.

5. همدارنګه هغوی د فارس حکومتي مامورینو ته رشوت هم ورکاوه چې د هغوی په خلاف کار وکړي. هغوی دې کار ته د کوروش د پاچاهۍ په دوران کې او حتی د داریوش د پاچاهۍ تر پیل کېدلو پورې دوام ورکړ.

6. د خشایار شاه د امپراتورۍ په پیل کې د یهودا او اورشلیم د خلکو دښمنانو په هغوی باندې لیکل شوي تورونه ولګول.

7. د فارس د پاچا ارتخششتا د امپراتورۍ په وخت کې بشلام، میتردات، تبییل او د هغوی ملګرو پاچا ته لیک ولیکه. دا لیک په آرامي ژبه لیکل شوی ؤ چې د لوستلو په وخت کې به ترجمه کېده.

8. همدارنګه رحوم والي او د ولایت منشي شمشای د اورشلیم په اړه دا لاندې لیک ارتخششتا پاچا ته ولیکه:

9. «د والي رحوم، د منشي شمشای، د هغوی د ملګرو، قاضیانو او نورو ټولو مامورینو او څارونکو له خوا چې په اصل کې له ارک، څپرکیل او د عیلام د شوشه دي،

10. د هغو نورو خلکو سره یوځای چې لوی او عزتمن آشور بانیپال د خپلو هېوادونو څخه شړلي وو او د سامریې په ښار او د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت په نورو برخو کې یې ځای په ځای کړي وو.»

11. د لیک متن دا دی:«ارتخششتا پاچا ته د هغه د هغو خدمتګارانو له خوا چې د فرات د سیند په لوېدیځې خوا ولایت کې اوسیږي سلامونه وړاندې کیږي.

12. مونږ غواړو چې تاسو اعلیحضرت په دې خبر شئ چې هغه یهودیان چې ستاسو د نورو سیمو څخه دلته راغلي دي، په اورشلیم کې ځای په ځای شوي دي او هغه بد او یاغي ښار بېرته ودانوي. نژدې دی چې هغوی د دېوالونو او بنیادونو بیاجوړونه پای ته ورسوي.

13. ای اعلیحضرته، که چېرې دا ښار بېرته ودان شو او د هغه دېوالونه جوړ شول، نو خلک به د باج او مالیې ورکول بس کړي او ستاسو پاچاهي عایدات به لږ شي.

14. نو څرنګه چې مونږ تاسو اعلیحضرت ته وفادار یو، مونږ نه غواړو چې ستاسو بې عزتي وشي، نو مونږ دا وړاندیز کوو،

15. تاسو حکم وکړئ چې د پخوانیو پاچاهانو سندونه دې ولټول شي. که تاسو دا کار وکړئ، نو تاسو ته به څرګنده شي چې دا ښار تل یاغي ؤ او د پخوا زمانو څخه یې پاچاهان او والیان کړولي دي. د دې ښار په خلکو باندې حکومت کول تل سخت وو. نو ځکه دا ښار وران شوی دی.

16. له دې امله مونږ په دې باندې باور لرو چې که چېرې دا ښار بیا ودان شو او د هغه دېوالونه جوړ شول، نو تاسو اعلیحضرت به ونه شئ کولای چې د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت باندې خپله واکمني وساتئ.»

17. پاچا داسې ځواب ورولېږه:«د رحوم والي، د ولایت منشي شمشای او د هغوی ملګرو ته چې په سامره او د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت په نورو برخو کې اوسیږي، په تاسو دې سلام وي.

18. هغه لیک چې تاسو رالېږلی ؤ وروسته له ترجمې څخه ماته ولوستل شو.

19. ما حکم کړی ؤ او څېړنه وشوه او په رښتیا دا څرګنده شوه چې اورشلیم له پخوا زمانو راهیسې د شاهي واکمنۍ په خلاف راپورته شوی او هغه ښار د یاغیانو او باغیانو ډک ؤ.

20. قدرتمندو پاچاهانو هلته پاچاهي کړې ده او د فرات د سیند له لوېدیځې خوا په ټول ولایت باندې یې حکومت کړی، باج او مالیه یې راټوله کړې ده.

21. نو له دې امله تاسو باید حکم جاري کړئ چې زما د بل حکم پورې هغه خلک د ښار د بیا ودانولو کار ودروي.

22. لټي ونه کړئ او دا کار همدا اوس وکړئ ترڅو امپراتورۍ ته نور زیان ونه رسیږي.»

23. څنګه چې د ارتخششتا پاچا لیک رحوم، شمشای او د هغو ملګرو ته ولوستل شو، هغوی په بیړه اورشلیم ته لاړل او یهودیان یې په زوره مجبور کړل چې د ښار بیا ودانول ودروي.

24. په دې ډول په اورشلیم کې د خدای د کور د جوړولو کار درېدلی ؤ او د فارس پاچا داریوش د امپراتورۍ تر دوهم کال پورې وځنډېده.

About عزرا Chapter 4

Read عزرا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عزرا
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عزرا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عزرا Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عزرا Chapter 4?

عزرا Chapter 4 is part of the Book of عزرا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عزرا Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. استر Chapter 3
  2. استر Chapter 7
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 12
  5. استر Chapter 8
  6. استر Chapter 9
  7. لاویان Chapter 10

Explore More from عزرا

  1. عزرا Chapter 10
  2. عزرا Chapter 9
  3. عزرا Chapter 2
  4. عزرا Chapter 10
  5. عِزرا Chapter 9
  6. عزرا Chapter 10
  7. عزرا Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 25
  2. دوهم تواریخ Chapter 32
  3. لوقا Chapter 13
  4. مکاشفه Chapter 17
  5. زبور Chapter 143
  6. حجی Chapter 1
  7. دوهم تواریخ Chapter 35
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *