Read دانیال Chapter 9 Online
Read دانیال Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دانیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دانیال 9
فصل 9
1. د مادى د اخسويرس د زوئ داريوس د بادشاهۍ په اول کال څوک چې د څپرکیليانو بادشاه جوړ شو،
2. د هغۀ د بادشاهۍ په اول کال، زۀ دانيال د مقدسو صحيفو نه پوهه شوم، د مالِک خُدائ د هغه کلام په مطابق چې هغۀ يرمياه نبى له ورکړے وو، چې يروشلم به د اويا کاله پورې وران وى.
3. نو بيا زۀ مالِک خُدائ ته راوګرځېدم او هغۀ ته مې مِنت زارى وکړه او روژه مې ونيوله، او ما د ټاټ جامې واغوستلې او په خپل ځان مې ايره ونوستله.
4. ما خپل مالِک خُدائ نه دُعا وغوښتله او اقرار مې وکړو، ”اے مالِکه، تۀ لوئ او حېرانونکے خُدائ يې، څوک چې د خپلې مينې وعده د هغوئ سره قائمه ساتى څوک چې تا سره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،
5. مونږ ګناه کړې ده او غلط کارونه مو کړى دى. مونږ بدعملى کړې ده او سرکشى مو کړې ده، مونږ ستا د احکاماتو او شريعت نه مخ اړولے دے.
6. مونږ ستا خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته غوږ ونۀ نيولو، چا چې ستا په نوم زمونږ بادشاهانو، زمونږ شهزادګانو او پلار نيکونو، او زمونږ د مُلک ټولو خلقو ته خبرې وکړې.
7. مالِکه، تۀ صادق يې، خو نن ورځ مونږ د يهوداه او يروشلم او د ټول بنى اِسرائيل خلق، نزدې او لرې شرمنده يو، په هغه ټولو مُلکونو کښې چرته چې تا مونږ د خپلو غدارى په وجه خوارۀ کړى يُو.
8. اے مالِکه خُدايه، مونږ او زمونږ بادشاهان، زمونږ شهزادګان او زمونږ پلار نيکونه په شرمونو شرمنده يُو ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.
9. خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،
10. مونږ د خپل مالِک خُدائ تابعدارى نۀ ده کړې او د هغۀ هغه حُکمونه مو نۀ دى منلى کوم چې هغۀ مونږ ته د خپل خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړل.
11. ټولو بنى اِسرائيلو ستا د شريعت خلاف ورزى کړې ده، مخ يې ترې نه اړولے دے او ستا د منلو نه يې اِنکار کړے دے. نو په دې وجه هغه لعنتونه او قسم خوړلے شوى افتونه چې د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى په مونږ نازل شول، ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.
12. تا په مونږ د افت راوستلو په ذريعه څۀ چې دې زمونږ د بادشاهانو په خلاف فرمائيلى وُو هغه دې پوره کړل. د آسمان د لاندې هيڅکله هم داسې افتونه نۀ دى راغلى لکه څنګه چې په يروشلم راغلل.
13. څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، هغه ټول افتونه په مونږ نازل شوى دى، بيا اوس هم مونږ د خپل مالِک خُدائ د رضا حاصلولو دپاره د خپلو ګناهونو نه اوړېدلى نۀ يُو او نۀ مو ستا په حقيقت غور کړے دے.
14. نو مالِک خُدائ هم په مونږ د افت راوستلو څۀ پرواه ونۀ کړه، ځکه چې زمونږ مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، خو بيا هم مونږ د هغۀ تابعدارى ونۀ کړه.
15. اوس اے مالِکه زمونږ خُدايه، تا چا چې خپل خلق د مِصر نه په خپل زورَور لاس راوويستل او خپل نوم له دې عزت او جلال ورکړو چې تر ننه قائم دے، د دې باوجود هم مونږ ګناه وکړه، مونږ بدکارونه وکړل.
16. اے مالِکه، په خپلو کارونو کښې تۀ صادق يې، نو په دې وجه تۀ خپله سخته غصه او غضب د خپل ښار يروشلم، ستا مقدس غر نه لرې کړه. زمونږ ګناهونو او زمونږ د پلار نيکونو ګناهونو يروشلم او ستا خلق د ګېرچاپېره قومونو د خندا کړل.
17. نو اوس اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى زما دُعا او زارۍ ته غوږ ونيسه. اے مالِکه خُدايه د خپل نوم په خاطر خپل تباه شوى پاک کور ته د رحم په نظر وګوره.
18. اے خُدايه، غوږ ونيسه او واوره، خپلې سترګې کولاو کړه او هغه کنډر شوے ښار وګوره چې ستا په نوم پورې تړلے شوے دے. مونږ تا ته سوال زارى د دې دپاره نۀ کوُو چې مونږ صادقان يُو، خو ځکه چې تۀ ډېر مهربانه يې.
19. اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“
20. نو چې کله ما خبرې او دُعا کوله او د خپلې ګناه او زما د قوم د بنى اِسرائيلو د ګناه اقرار مې کولو او خپل مالِک خُدائ ته مې د هغۀ د مقدس غر دپاره زارى کوله،
21. ما لا دُعا کوله چې جبرائيل، هغه سړے چې ما مخکښې په رويا کښې ليدلے وو ما له په تېزۍ سره راغلو، د ماښام د قربانۍ وخت وو.
22. هغۀ زۀ پوهه کړم او ما ته يې وفرمائيل، ”اے دانياله، زۀ اوس راغلم چې تا له پوهه او حکمت درکړم.
23. څنګه چې تا دُعا شروع کړه نو هغې ته جواب ورکړے شو، زۀ د هغې وئيلو دپاره تا له راغلم ځکه چې تۀ ډېر قدرمند يې. په دې وجه دې پېغام ته په خيال سره غوږ شه او په رويا ځان پوهه کړه.
24. اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.
25. په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.
26. د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.
27. هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“
About دانیال Chapter 9
Read دانیال Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دانیال
Chapter: 9
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دانیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دانیال Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دانیال Chapter 9?
دانیال Chapter 9 is part of the Book of دانیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دانیال Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دانیال
- دانیال Chapter 10
- دانیال Chapter 8
- دانیال Chapter 11
- دانیال Chapter 3
- دانیال Chapter 1
- دانیال Chapter 5
- دانیال Chapter 6
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 2
- واعظ Chapter 12
- حزقیال Chapter 8
- حزقیال Chapter 44
- دوهم سموئیل Chapter 12
- شمېر Chapter 36
- شمېر Chapter 5