Read اول تواریخ Chapter 7 Online
Read اول تواریخ Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 7
فصل 7
1. یساکار څلور زامن درلودل: تولاع، فوه، یاشوب او شمرون.
2. تولاع شپږ زامن درلودل: عزي، رفایا، یریییل، یحمای، یبسام او سموییل. هغوی د تولاع د طایفې د کورنیو مشران او زړور عسکر وو. د داود پاچا په وخت کې د هغوی د اولادې شمېر ۲۲۶۰۰ تنه وو.
3. عزي د یزرحیا پلار او د میکاییل، عوبدیا، یوییل او د یشیه نیکه ؤ او دا د کورنیو مشران هم وو.
4. هغوی دومره ډېرې ښځې او اولادونه درلودل چې د خپلې اولادې د شمېر سره سم هغوی کولای شول چې ۳۶۰۰۰ کسان د عسکرۍ دپاره تیار کړي.
5. د یساکار د قبیلې د ټولو کورنیو په نسب نامې کې ۸۷۰۰۰ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.
6. بنیامین درې زامن درلودل: بالع، باکر او یدییئیل.
7. بالع پنځه زامن درلودل: اصبون، عزي، عزییل، یریموت او عیري. هغوی ټول قوي عسکر او د خپل پلار په طایفه کې د کورنیو مشران وو. د بالع د طایفې په نسب نامې کې ۲۲۰۳۴ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.
8. باکر نهه زامن درلودل: زمیره، یوآش، الیعازر، الیوعینای، عمري، یریموت، ابیا، عناتوت او علمت.
9. د هغوی په نسب نامه کې د ۲۰۲۰۰ تنو قوي عسکرو او د قبیلو د مشرانو نومونه ثبت شوي وو.
10. یدیعییل د بلهان پلار او د یعوش، بنیامین، ایهود، کنعنه، زیتان، ترشیش او د اخیشاحر نیکه ؤ.
11. هغوی په خپله طایفه کې د کورنیو مشران وو او په دې طایفه کې ۱۷۲۰۰ تنه قوي عسکر د جګړې دپاره تیار وو.
12. عیر دوه زامن درلودل چې شفیم او حفیم نومېدل او احیر د حوشیم په نامه یو زوی درلود.
13. بلهه د نفتالي مور وه. نفتالي څلور زامن درلودل: یحصیییل، جوني، یصر او شلوم.
14. منسي دوه زامن درلودل: اسریییل او ماخیر، چې د هغه سوریایۍ وینځې زېږولي وو. ماخیر د جلعاد پلار ؤ.
15. ماخیر یوه ښځه حفیم ته او یوه یې هم شفیم ته وکړه. ماخیر یوه خور درلودله چې معکه نومېدله.د ماخیر دوهم زوی صلفخاد ؤ او هغه یوازې لورګانې درلودلې.
16. د ماخیر ښځې معکې فارش او شارش وزېږول. فارش دوه زامن درلودل: اولام او راقم.
17. اولام د بدان پلار ؤ. دا ټول د جلعاد په اولاده کې شامل وو. جلعاد د ماخیر زوی او د منسي لمسی ؤ.
18. د جلعاد خور، همولکه درې زامن درلودل: ایشهود، ابیعزر او محله.
19. شمیداع څلور زامن درلودل: اخیان، شکیم، لقحي او انیعام.
20. افرایم د شوتالح پلار، د بارد نیکه او د تحت غور نیکه ؤ. د هغه د کورنۍ نوره شجره په لاندې ډول وه: العادا، تحت،
21. زاباد، او شوتالح. افرایم دوه نور زامن هم درلودل، ایصر او العاد. خو هغوی په هغه وخت کې ووژل شول کله چې هغوی د جت سیمې له اوسېدونکو څخه د څارویو د غلا کولو هڅه وکړه.
22. افرایم په خپلو زامنو ډېره موده ویر وکړ او د هغه خپلوان به راتلل او هغه ته به یې ډاډګېرنه ورکوله.
23. هغه بیا د خپلې ښځې سره یو ځای شو او هغه امیدواره شوه او یو زوی یې وزېږاوه. افرایم په هغه باندې د بریعه نوم کېښود، ځکه چې هغه د مصیبت په وخت کې وزېږېده.
24. شیره د افرایم لور وه. هغې د ښکتني او پورتني بیت حورون او د ازین شیره ښارګوټي ودان کړل.
25. افرایم یو بل زوی هم درلود چې رافح نومېده او د هغه د اولادې ترتیب په لاندې ډول ؤ: راشف یې زوی، تالح یې لمسی، تاحن یې کړوسی ؤ
26. او نوره اولاده یې لعدان، عمیهود، الیشمع،
27. نون او یوشع وو.
28. د افرایم اولادې په جنوب کې تر بیت ییل پورې، په ختیځ کې تر نعران پورې او په لوېدیځ کې تر جازر پورې سیمې او ښارګوټي ونیول. د هغوی په خاوره کې د دغو ښارګوټو د شاوخوا کلي او هم شکیم، ایه او د هغو شاوخوا کلي شامل وو.
29. د منسي د قبیلې د سرحد په اوږدو کې بیت شان، تعنک، مجدو، دور او د هغو د شاوخوا کلي شامل وو.د یعقوب د زوی یوسف اولاده په دغو ښارګوټو او کلیو کې اوسېدله.
30. اشیر څلور زامن درلودل چې یمنه، یشوه، یشوی او بریعه نومېدل او یوه لور یې درلودله چې سارح نومېدله.
31. بریعه دوه زامن درلودل: حابر او ملکیییل. ملکیییل د برزاوت پلار ؤ.
32. حابر درې زامن درلودل چې یفلیط، شومیر او حوتام نومېدل او یوه لور یې درلودله چې شوعا نومېدله.
33. یفلیط درې زامن درلودل: فاسک، بمهال او عشوت. ۳۴شومیر څلور زامن درلودل: اخي، رهجه، یحبه او آرام.
35. د یفلیط ورور هیلام څلور زامن درلودل: صوفح، یمناع، شالش او عامال.
36. د صوفح زامن دا وو: سوح، حرنفر، شوعال، بیري، یمره،
37. باصر، هود، شما، شلشه، یتران او بیرا.
38. یتر درې زامن درلودل: یفنه، فسفا او ارا.
39. علا درې زامن درلودل: آرح، حنیییل او رصیا.
40. دا د اشیر اولاده وه او هغوی ټول د کورنیو ډېر عزتمن مشران او زړور خلک وو چې د عسکرۍ دپاره تیار وو. د اشیر په قبیله کې ټول چې په نسب نامه کې ثبت شوي وو، ۲۶۰۰۰ تنه وو.
About اول تواریخ Chapter 7
Read اول تواریخ Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 7
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 7?
اول تواریخ Chapter 7 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 21
- اول تواریخ Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- دوهم تواریخ Chapter 30
- واعظ Chapter 12
- تثنیه Chapter 21
- حزقیال Chapter 45
- خروج Chapter 37
- دوهم تواریخ Chapter 22
- تثنیه Chapter 19