دوهم تواریخ Chapter 21

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 21 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 21

فصل 21

1. یهوشافاط مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د یهوشافاط زوی یهورام د هغه په ځای پاچا شو.

2. یهوشافاط اووه زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: یهورام، عزریا، یحییل، زکریا، عزریاهو، میکاییل او شفطیا.

3. د هغوی پلار هغوی ته ډېر زیات سوغاتونه یعنې سره زر، سپین زر او نور قیمتي شیان ورکړي وو او هغوی یې د یهودا د قوي شویو ښارونو مسؤولان ټاکلي وو. خو پاچاهي یې یهورام ته ورکړې وه، ځکه چې هغه یې مشر زوی ؤ.

4. کله چې یهورام په پوره توګه د پاچاهۍ واک تر لاسه کړ، هغه خپل ټول ورونه او د اسراییلو ځینې مامورین ووژل.

5. یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.

6. یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه،

7. خو څښتن نه غوښتل چې د داود شاهي کورنۍ له منځه یوسي، ځکه چې څښتن د داود سره لوظ کړی ؤ او وعده یې کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.

8. د یهورام په پاچاهۍ کې د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه.

9. نو یهورام او د هغه منصبداران د خپلو جنګي ګاډیو سره روان شول او په ادوم باندې یې یرغل وکړ. هلته د ادومیانو لښکرو هغوی کلابند کړل، خو هغوی وکولای شول چې د شپې په تیاره کې له کلابندۍ څخه ووځي.

10. یهودا هېڅکله ونه شو کولای چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول. دا ځکه وشول چې یهورام د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ اړولی ؤ.

11. یهورام حتی د یهودا په غونډیو کې سیمه ییز عبادتځایونه هم جوړ کړل او د پردیو خدایانو په عبادت کولو سره یې د یهودا او د اورشلیم خلک بې لارې کړل.

12. ایلیا نبي یهورام ته یو لیک واستاوه چې داسې یې په کې لیکلي وو: «څښتن ستا د نیکه داود خدای داسې وایي: ته د خپل پلار یهوشافاط پاچا یا د خپل نیکه اسا پاچا په لاره روان نه شوې.

13. د هغې په ځای د اسراییلو د پاچاهانو په لاره روان شوې او د یهودا او د اورشلیم خلک دې وهڅول چې د بتانو عبادت وکړي، لکه څنګه چې اخاب او د هغه شاهي کورنۍ د اسراییلو د بې وفایۍ سبب ګرځېدلي وو. تا حتی خپل ورونه هم ووژل چې ستا څخه ښه خلک وو.

14. په دې خاطر به څښتن ستا په خلکو، ښځو، ماشومانو او ټولو شتمنیو باندې بده وبا راولي.

15. په خپله ته به د کولمو په یوې داسې سختې ناروغۍ اخته شې چې ورځ په ورځ زیاتیږي، تر هغې چې کولمې به دې راووځي.»

16. څښتن د یهورام په ضد د فلسطینیانو او د عربانو چې ایتوپیایانو ته نژدې اوسېدل، کینه راوپاروله.

17. هغوی په یهودا باندې حمله وکړه، شاهي ماڼۍ یې لوټ کړه او پرته له اخزیا چې د هغه کشر زوی ؤ هغوی د پاچا ټولې ښځې او زامن د اسیرانو په توګه بوتلل.

18. بیا وروسته له هغې څښتن یهورام پاچا د کولمو په یوې نه جوړېدونکې ناروغۍ اخته کړ.

19. د وخت په تېرېدو سره د دوهم کال په اخر کې د ناروغۍ له امله د هغه کولمې راووتلې او هغه په رنځ او عذاب کې مړ شو. د هغه خلکو د هغه په ویاړ اور بل نه کړ لکه څنګه چې د هغه د نیکونو دپاره بل شوی ؤ.

20. یهورام د دوه دېرش کلنۍ په عمر پاچا شوی ؤ او په اورشلیم کې یې اته کاله پاچاهي وکړه. د هغه په مړینې هېڅوک خواشینی نه شو. هغوی هغه د داود په ښار کې ښخ کړ، خو په شاهي هدیره کې ښخنه کړ.

About دوهم تواریخ Chapter 21

Read دوهم تواریخ Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 21?

دوهم تواریخ Chapter 21 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 19
  5. دوهم تواریخ Chapter 18
  6. دوهم تواریخ Chapter 15
  7. دوهم تواریخ Chapter 11

Explore More from زوړ عهد

  1. واعظ Chapter 12
  2. یشوع Chapter 1
  3. حزقیال Chapter 38
  4. زبور Chapter 42
  5. ایوب Chapter 6
  6. دوهم سموئیل Chapter 4
  7. یونس Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 25
  2. عاموس Chapter 1
  3. حزقیال Chapter 22
  4. زبور Chapter 73
  5. شمېر Chapter 24
  6. مکاشفه Chapter 16
  7. لاویان Chapter 25
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *