خروج Chapter 37

For English

Read خروج Chapter 37 Online

Read خروج Chapter 37 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 37

فصل 37

1. بصلئیل د غز د لرګي څخه د لوظ صندوق جوړ کړ چې یو متر او لس سانتي اوږد ؤ، پنځه شپېته سانتي پلن ؤ او پنځه شپېته سانتي لوړ ؤ.

2. د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه.

3. د هغه دپاره یې څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې او د هغه په څلورو پایو باندې یې وتړلې، چې دوه کړۍ ګانې یې په یو خوا او دوه په بلې خوا وې.

4. بیا هغه د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ.

5. میلې یې هغو کړیو ته د وړلو دپاره ورننویستلې چې د صندوق په څنګونو کې وې.

6. د سوچه سرو زرو څخه یې د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي جوړ کړ چې یو متر او لس سانتي اوږد ؤ او پنځه شپېته سانتي پلن ؤ.

7. بیا هغه د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړل.

8. یو کروب یې په یو سر او دوهم کروب یې په بل سر کې جوړ کړ، په دوو سرونو کې یې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړل.

9. د کروبیانو وزرونه د دې دپاره پورته خپاره وو چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان یو بل ته مخامخ وو او د سرپوښ خواته یې کتل.

10. بصلئیل د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړ چې نوي سانتي اوږد ؤ، پنځه څلوېښت سانتي پلن ؤ او پنځه شپېته سانتي لوړ ؤ.

11. بیا یې هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه.

12. همدارنګه د هغه ګردچاپېره یې یو چوکاټ جوړ کړ چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره ؤ او په چوکاټ باندې یې د سرو زرو څنډه جوړه کړه.

13. هغه د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې او په هغو څلورو کنجونو کې یې وتړلې چېرته چې څلور پایې وې.

14. کړۍ ګانې چوکاټ ته نژدې وې، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کېده.

15. د مېز د وړلو میلې د غز د لرګي څخه جوړې شوې وې او د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی ؤ.

16. هغه ټول شیان چې په مېز باندې ایښودل کېدل یعنې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه د سوچه سرو زرو څخه جوړ شول.

17. بصلئیل د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړ او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې یې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړل. هغه ټول شیان د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وو.

18. شپږ څانګې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وې، یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه.

19. درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان ؤ، د غوټیو او ګلپاڼو سره په یوې څانګې باندې وې، درې په بلې څانګې باندې او په همدې ډول د شپږو واړو څانګو دپاره وې چې د څراغدان څخه غزېدلې وې.

20. په خپله په څراغدان باندې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وې، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره.

21. یوه غوټۍ د څانګو د اولې جوړې لاندې وه چې د څراغدان څخه غزېدلې وه، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې وه او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې لاندې وه یعنې ټولې شپږ څانګې وې.

22. غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وو.

23. د څراغدان دپاره یې اووه څراغونه جوړ کړل او پلته پاکوونکي او پتنوسونه یې د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړل.

24. هغه د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخیست.

25. بصلئیل د غز د لرګي څخه د خوشبویۍ د سوزولو دپاره یوه قربانګاه جوړه کړه. هغه څلور کنجه وه، پنځه څلوېښت سانتي اوږده وه او پنځه څلوېښت سانتي پلنه وه او نوي سانتي لوړه وه. د هغې برجونه چې په څلورو کنجونو کې وو، هغه د قربانګاه سره د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شول.

26. د هغې پاسنۍ برخې، څلور واړو خواو او برجونو ته یې د سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه.

27. د څنډې لاندې د قربانګاه دپاره یې دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې، یعنې په دواړو خواو باندې یې یوه یوه جوړه کړه چې هغه میلې ونیسي چې د هغې په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

28. هغه میلې د غز د لرګي څخه جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ.

29. همدارنګه بصلئیل د مسح کولو دپاره مقدس تېل او د خوشبویۍ دپاره سوچه مسالې جوړې کړې لکه څنګه چې یو عطر جوړوونکی یې جوړوي.

About خروج Chapter 37

Read خروج Chapter 37 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 37
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 37 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 37?

خروج Chapter 37 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 37 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 27
  4. خروج Chapter 13
  5. خروج Chapter 12
  6. خروج Chapter 3
  7. خروج Chapter 24

Explore More from زوړ عهد

  1. اول تواریخ Chapter 29
  2. زبور Chapter 80
  3. حزقیال Chapter 48
  4. ایوب Chapter 25
  5. زبور Chapter 73
  6. زبور Chapter 130
  7. دوهم تواریخ Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 15
  2. متلونه Chapter 14
  3. زبور Chapter 32
  4. افسیانو ته Chapter 4
  5. اشعیا Chapter 13
  6. خروج Chapter 29
  7. زبور Chapter 140
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *