متلونه Chapter 10

For English

Read متلونه Chapter 10 Online

Read متلونه Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

متلونه 10

فصل 10

1. دا د سلیمان متلونه دي.هوښیار زوی خپل پلار خوشحالويخو کم عقل زوی خپله مور په غم اخته کوي.

2. هغه دولت چې د ناروا لارې تر لاسه کیږي ګټه نه لريخو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.

3. څښتن نېک انسان لوږې ته نه پرېږديخو د بدکارانو غوښتنې شنډوي.

4. بېکاره لاسونه انسان خوارويخو زحمت کښه لاسونه انسان شتمن کوي.

5. هوښیار زوی په اوړي کې خپل فصل راټولويخو د لو په وخت کې ویده شوی زوی شرم راوړي.

6. برکت د نېک سړي د سر تاج دیخو د بدکارانو ظلم د هغوی په خوله پرده اچوي.

7. د نېک سړي یادول د برکت سبب کیږيخو د بدکارانو د نوم نه زړه بدیږي.

8. د حکمت خاوند حکمونه منيخو د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.

9. څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي ډاډه ګرځيخو د کږو لارو خاوند به رسوا شي.

10. څوک چې سترګې وهي دردونه جوړوياو د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.

11. د نېک انسان خوله د ژوند سرچینه دهخو د بدکارانو خوله په ظلم پرده اچوي.

12. کرکه جګړو ته لمن وهيخو مینه په ټولو ګناهونو پرده اچوي.

13. حکمت د عقلمن په خبرو کې موندل کیږيخو د ناپوه د ملا دپاره لښته ده.

14. د حکمت خاوندان خپل علم ذخیره کويخو د جاهلانو د خولې خبرې بربادي راوړي.

15. د شتمن مال دولت د هغه دپاره کلا دهخو غریبي د غریبانو دپاره بلا ده.

16. د نېک انسان انعام ژوندون دیخو د بدکاره انسان ګټه ګناه ده.

17. نصیحت منونکی نور خلک د ژوندون په لار روانويخو اصلاح نه منونکی نور خلک بې لارې کوي.

18. څوک چې په دروغو خپله کرکه پټوياو په نورو تور لګوي، هغه کم عقل دی.

19. ډېرې خبرې کول د ګناه سبب ګرځيخو څوک چې ژبه په خپل واک کې ساتي هوښیار دی.

20. د نېک سړي د خولې خبرې سوچه سپین زر ديخو د بدکارانو د زړه خیالونه ارزښت نه لري.

21. د نېک سړي د خولې خبرې خلک مړويخو د جاهلانو ناپوهي هغوی مړه کوي.

22. د څښتن برکت انسان شتمن کويخو زحمتونه هېڅ شی نه شي زیاتولی.

23. کم عقل د خپل بد عمل نه خوند اخليخو د پوهې خاوند له حکمت نه خوند اخلي.

24. له هغې بلا نه چې بدکاره وېریږي هغه پرې نازلیږيخو نېکان چې څه شی غواړي هغه ورته ورکول کیږي.

25. کله چې سخت توفان راشي نو بدکاره انسان به تباه شيخو د نېک انسان بنیاد به تل ټینګ وي.

26. لټ انسان د کار ورکوونکو دپاره داسې دیلکه سرکه چې غاښونه برېښوي او لوګی سترګې سوځوي.

27. له څښتن څخه وېره عمر اوږدويخو د بدکارانو عمر به لنډ وي.

28. د نېکانو ارمانونه چې پوره کیږي نو خوشحالیږيخو د بدکارانو امیدونه تباه کیږي.

29. د څښتن لار د پاک زړه د خاوند دپاره کلا دهخو د شر اچوونکو دپاره بلا ده.

30. د نېک انسان بنیاد به هېڅکله ونه لړزیږيخو بدکاران به د ځمکې په سر پاتې نه شي.

31. د نېک انسان خوله د حکمت خبرې کويخو کږه ژبه به پرې کړل شي.

32. د نېک انسان د خولې خبرې خوږې ويخو د بدکارانو د خولې خبرې کږې وږې وي.

About متلونه Chapter 10

Read متلونه Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 10?

متلونه Chapter 10 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 2
  2. متلونه Chapter 8
  3. متلونه Chapter 25
  4. متلونه Chapter 19
  5. متلونه Chapter 18
  6. متلونه Chapter 21
  7. متلونه Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 4
  2. دوهم تواریخ Chapter 25
  3. استر Chapter 5
  4. قاضیان Chapter 4
  5. زکریا Chapter 6
  6. دوهم تواریخ Chapter 8
  7. اعمال رسولان Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *