رومیانو ته Chapter 6

For English

Read رومیانو ته Chapter 6 Online

Read رومیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

رومیانو ته 6

فصل 6

1. نو بیا مونږ څه ووایو؟ ایا باید خپل ژوند ته په ګناهونو کې دوام ورکړو، ترڅو د خدای فضل زیات شي؟

2. هېڅکله نه! مونږ چې د ګناه په وړاندې مړه یو، نو بیا څنګه کولای شو چې په ګناه کې خپل ژوند ته دوام ورکړو؟

3. ایا تاسو نه پوهېږئ کله چې مونږ ټولو په عیسی مسیح کې د تعمید غسل واخیست، نو د هغه په مرګ کې ورسره شریک شولو.

4. نو مونږ د خپل تعمید په وسیله د هغه سره ښخ شولو او ورسره مړه شولو. لکه څنګه چې مسیح د پلار په جلال کې د مړو نه راژوندی شو نو مونږ به هم نوی ژوند ولرو.

5. ځکه که چېرې مونږ د مسیح په مرګ کې ورسره شریک شولو، نو په هماغه ډول به د هغه په بیا راژوندي کېدلو کې هم د هغه سره شریک شو.

6. مونږ پوهېږو چې زمونږ زوړ فطرت د مسیح سره په صلیب کې مړ شو، ترڅو ګناه زمونږ په ژوند باندې خپل قدرت له لاسه ورکړي او مونږ نور د ګناه غلامان نه اوسو.

7. ځکه څوک چې مړ شي، نو هغه د ګناه نه خلاص شوی دی.

8. که چېرې مونږ د مسیح سره مړه شوي یو، نو په دې ایمان لرو چې د هغه سره به ژوند هم کوو.

9. ځکه مونږ پوهېږو چې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی او بیا به هېڅکله مړ نه شي، یعنې مرګ نور په هغه باندې واک او اختیار نه لري.

10. کله چې مسیح مړ شو، نو هغه یو ځل او د تل دپاره د ګناهونو په خاطر مړ شو. خو اوس چې هغه ژوندی دی، نو هغه یوازې د خدای دپاره ژوند کوي.

11. نو تاسو هم خپل ځانونه د ګناه په وړاندې مړه وګڼئ، خو د خدای په وړاندې د عیسی مسیح سره په یووالي کې خپل ځانونه ژوندي وګڼئ.

12. نو مه پرېږدئ چې ګناه نور ستاسو په فاني بدن باندې حکومت وکړي او تاسو د خپلو نفساني غوښتنو تابع کړي.

13. د خپل بدن یو غړی هم د یوې وسیلې په توګه د بدۍ په اختیار کې مه ورکوئ، بلکې خپل ځانونه خدای ته وسپارئ او د هغو کسانو په شان چې د مرګ نه را ژوندي شوي دي، د خپل بدن غړي خدای ته د عدالت او رښیتنولۍ دپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندې کړئ.

14. ځکه چې ګناه به نور په تاسو باندې حاکمه نه وي، له دې امله چې تاسو نور د شریعت تابع نه یئ، بلکې د خدای د فضل لاندې یئ.

15. نو بیا څه ووایو؟ ایا مونږ باید ګناه وکړو، ځکه چې د شریعت تابع نه یو، بلکې د خدای د فضل لاندې یو؟ نه، هېڅکله نه!

16. ایا تاسو نه پوهېږئ چې که چېرې تاسو خپل ځانونه د غلامانو په توګه د کوم چا په اختیار کې ورکړئ او د هغه تابع اوسئ، نو په حقیقت کې تاسو د هغه چا غلامان یئ چې اطاعت یې کوئ، که هغه د ګناه غلامي وي چې پای یې مرګ دی او یا د خدای تابعداري ده چې پایله یې عدالت دی.

17. نو د خدای شکر دی چې تاسو یو وخت د ګناه غلامان وئ، خو اوس تاسو د زړه له اخلاصه د هغه تعلیم اطاعت کوئ چې تاسو ته درکړل شوی دی.

18. اوس تاسو د ګناه نه ازاد او د عدالت غلامان شوي یئ.

19. زه ستاسو د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ساده خبرې کوم. لکه څنګه چې تاسو یو وخت خپل ځانونه د ناپاکۍ او د ټولو بدو کارونو غلامان کړي وو، نو اوس خپل د بدن ټول غړي د عدالت غلامان کړئ چې پاک او سپېڅلي شئ.

20. کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ، نو مجبوره نه وئ چې عدالت او رښتینولي وکړئ.

21. د هغو کارونو په کولو سره چې اوس ورباندې شرمېږئ تاسو کومه ګټه تر لاسه کړه؟ ځکه چې د هغو کارونو پای مرګ دی.

22. خو اوس تاسو د ګناه نه ازاد شوي یئ او د خدای غلامان یئ. د دې ګټه دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي شوي یئ او د دې پایله تلپاتې ژوندون دی.

23. ځکه چې د ګناه پایله مرګ دی، خو د خدای نعمت زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې تلپاتې ژوندون دی.

About رومیانو ته Chapter 6

Read رومیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: رومیانو ته
Chapter: 6
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading رومیانو ته Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is رومیانو ته Chapter 6?

رومیانو ته Chapter 6 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from رومیانو-ته

  1. رومیانو ته Chapter 14
  2. رومیانو ته Chapter 7
  3. رومیانو ته Chapter 3
  4. رومیانو ته Chapter 1
  5. رومیانو ته Chapter 10
  6. رومیانو ته Chapter 8
  7. رومیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 11
  2. اول یوحنا Chapter 3
  3. متی Chapter 8
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 5
  5. اعمال رسولان Chapter 7
  6. متی Chapter 5
  7. اعمال رسولان Chapter 22

Related Chapters & Readings

  1. فلیپیانو ته Chapter 2
  2. زبور Chapter 139
  3. اول سموئیل Chapter 26
  4. دوهم تواریخ Chapter 23
  5. لوقا Chapter 7
  6. عاموس Chapter 9
  7. میکاه Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *