یشوع Chapter 7

For English

Read یشوع Chapter 7 Online

Read یشوع Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 7

فصل 7

1. څښتن اسراییلو ته حکم کړی ؤ چې د اریحا څخه هیڅ داسې شی چې باید له منځه وړل شوی وای وانه خیستل شي، خو د هغه څخه سرغړونه وشوه. یو سړی چې عخان نومېده د دې حکم څخه یې سرغړونه وکړه نو څښتن په اسراییلو باندې سخت په قهر شو. (عخان د کرمي زوی، د زبدي لمسی او د زارح د طایفې څخه ؤ، دا د یهودا د قبیلې یوه برخه وه.)

2. یوشع له اریحا څخه د عای ښار ته یو څو نفره ولېږل چې لاړ شي او هغه خاوره وګوري. عای بیت آون ته نژدې او د بیت ئیل په ختیځ کې ؤ. کله چې هغوی دا کار وکړ،

3. هغوی بېرته راغلل او یوشع ته یې خبر ورکړ: <دا لازمه نه ده چې ټول لښکر په عای باندې حمله وکړي. یوازې دوه یا درې زره نفر ولېږه. ټول لښکر د جنګ دپاره هلته مه لېږه، ځکه چې هغه لوی ښار نه دی.>

4. نو نژدې درې زره اسراییلیانو په هغوی باندې حمله وکړه، مګر په شا تګ ته مجبور شول.

5. د عای جنګیالیو هغوی د ښار له دروازې څخه د تیږو تر کانونو پورې تعقیب کړل او د غونډۍ څخه د کوزېدلو په وخت کې یې له هغوی څخه نژدې شپږ دېرش تنه ووژل. بیا اسراییلیانو خپل جرأت له لاسه ورکړ او ووېرېدل.

6. یوشع او د اسراییلو مشرانو له ډېره غمه خپل کالي وشلول، په خپلو سرونو باندې یې خاورې باد کړې او تر لمرپرېواته پورې د څښتن د لوظ د صندوق په مخکې په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل.

7. یوشع وویل: <ای څښتن تعالیٰ! تا ولې د اردن له سیند څخه راپورې ویستلو؟ د دې دپاره چې مونږ د اموریانو په لاس کې ورکړې چې له منځه مو یوسي؟ ولې مونږ د اردن د سیند په بله غاړه باندې پاتې نه شو؟

8. ای څښتنه، اوس چې اسراییلیان له دښمن څخه په شا شوي دي، زه نه پوهېږم چې څه ووایم.

9. کنعانیان او د هېواد نور خلک به له دې څخه خبر شي. هغوی به مونږ محاصره کړي او زمونږ نوم به د ځمکې له مخ څخه ورک کړي! بیا به ته د خپل عزت د ساتلو دپاره څه وکړې؟>

10. څښتن یوشع ته وویل: <پاڅېږه! ولې داسې پړمخې پروت یې؟

11. د اسراییلو خلکو ګناه کړې ده! هغوی زما هغه تړون مات کړی دی کوم چې ما په هغوی باندې حکم کړی ؤ چې عمل ورباندې وکړي. هغوی د هغو شیانو څخه چې باید له منځه وړل شوي وای ځینې شیان وړي دي. هغه یې غلا کړل، د خپلو شیانو سره یې کېښودل او د هغو په هکله یې درواغ وویل.

12. له همدې کبله اسراییلیان د خپلو دښمنانو په مقابل کې نه شي ودرېدلی. هغوی ځکه د خپلو دښمنانو څخه په شا کیږي او تښتي چې هغوی خپله په تباهۍ باندې محکوم شوي دي! زه به تر هغې پورې نور د هغوی سره نه اوسم ترڅو هغه شیان له منځه یونسي چې د هغو د له منځه وړلو حکم ورباندې شوی دی.

13. لاړ شه، خپل قوم پاک کړه او هغوی تیار کړه چې زما حضور ته راشي. هغوی ته ووایه چې سبا تیار شي، ځکه چې زه د اسراییلو څښتن خدای داسې وایم: ای د اسراییلو خلکو، تاسو سره یو څه شیان شته چې ما د هغو د له منځه وړلو حکم درباندې کړی دی! تاسو تر هغه وخته پورې د خپلو دښمنانو په مقابل کې نه شئ ودرېدلی ترڅو دا شیان له ځانه لېرې نه کړئ!

14. سبا سهار ټول سره راغونډ شئ. تاسو به قبیله په قبیله رامخکې شئ او څښتن به وښایي چې کومه قبیله ګناهکاره ده. بیا به د هماغې قبیلې طایفې مخکې راشي او څښتن به وښایي چې کومه طایفه ګناهکاره ده. بیا دې د هماغې طایفې کورنۍ راشي او څښتن به ګناهکاره کورنۍ په ګوته کړي. په آخره کې دې د هماغې کورنۍ نفر راشي.

15. د چا سره چې هغه شیان پیدا شي کوم چې باید له منځه وړل شوي وای، نو هغه نفر باید د خپلې کورنۍ سره ووژل شي، د هغوی مړي دې وسوزول شي او مال او جایداد دې یې په اور کې وغورزول شي. ځکه چې هغه زما تړون مات کړی دی او اسراییلیان یې سخت شرمولي دي.>

16. یوشع سهار وختي پاڅېده او هره قبیله یې د څښتن حضور ته راوستله، چېرته چې څښتن وښودله چې د یهودا قبیله ګناهکاره وه.

17. بیا یوشع د یهودا طایفې راوستلې او څښتن وښودله چې د زارح طایفه ګناهکاره وه. هغه د زارح د طایفې یوه یوه کورنۍ راوستله او څښتن وښودله چې د زبدي کورنۍ ګناهکاره وه.

18. په آخره کې یوشع د زبدي د کورنۍ یو یو نفر رامخته کړ او څښتن وښودل چې عخان ګناهکار ؤ.

19. یوشع عخان ته وویل: <زما زویه، د اسراییلو د څښتن خدای په مخکې رښتیا ووایه او اقرار وکړه. اوس ماته ووایه چې تا څه کړي دي. زما څخه د دې خبرې د پټولو هڅه مه کوه.>

20. عخان په ځواب کې وویل: <دا رښتیا دي! ما د اسراییلو د څښتن خدای په مقابل کې ګناه کړې ده او دا هغه څه دي چې ما کړي دي.

21. د هغو شیانو په منځ کې چې مونږ ونیول ما یوه ښایسته څپرکیلي چپنه، دوه کیلوګرامه سپین زر او د سرو زرو سیخ چې وزن یې نیم کیلوګرام ؤ ولیدل، هغه زما ډېر خوښ شول او ما واخیستل. تاسو به هغه زما د خېمې په منځ کې پیدا کړئ، هغه هلته ښخ دي او د ټولو لاندې سپین زر دي.>

22. نو یوشع یو څو نفره ولېږل. هغوی خېمې ته منډه کړه او ویې لیدل چې هغه شیان په رښتیا هلته ښخ وو او د هغو لاندې سپین زر وو.

23. هغوی دا شیان له خېمې څخه راوویستل، یوشع او ټولو اسراییلیانو ته یې وروړل او د څښتن په حضور کې یې کېښودل.

24. بیا یوشع د اسراییلو د ټول قوم سره عخان، سپین زر، چپنه، د سرو زرو سیخ، د هغه زامن او لورګانې، پادې، خره او پسونه، د هغه خېمه او هرڅه یې چې درلودل د <مصیبت درې> ته یوړل.

25. یوشع عخان ته وویل: <تا ولې په مونږ باندې داسې مصیبت راوست؟ اوس به څښتن په تا باندې مصیبت راولي!> بیا ټول قوم عخان او د هغه کورنۍ تر مرګه سنګسار کړل. هغوی مړي د عخان د مال او جایداد سره یوځای وسوزول.

26. په هغوی باندې یې د تیږو یوه لویه ډېرۍ جوړه کړه چې تر نن ورځې پورې هلته پاتې ده. بیا د څښتن سخت قهر سوړ شو. له دې کبله دا ځای له هغه وخته راهیسې د مصیبت د درې په نوم یادیږي.

About یشوع Chapter 7

Read یشوع Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 7?

یشوع Chapter 7 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 9
  2. یشوع Chapter 20
  3. یشوع Chapter 5
  4. یشوع Chapter 3
  5. یشوع Chapter 12
  6. یشوع Chapter 10
  7. یشوع Chapter 22

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 123
  2. حزقیال Chapter 41
  3. ارمیا Chapter 21
  4. زبور Chapter 121
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 1
  6. ایوب Chapter 41
  7. دوهم پادشاهان Chapter 25
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *