Read یعقوب Chapter 2 Online
Read یعقوب Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یعقوب in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یعقوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یعقوب 2
فصل 2
1. ای زما خویندو او ورونو! که چېرې تاسو زمونږ په څښتن عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی ایمان لرئ، نو د چا طرفداري مه کوئ.
2. فرض کړئ یو سړی چې د سرو زرو ګوته یې په لاس وي او ښکلي کالي یې اغوستي وي او ستاسو غونډې ته راشي او یو غریب سړی په زړو کالیو کې راشي
3. او تاسو د هغه سړي درناوی وکړئ چې ښکلي کالي یې اغوستي دي او ورته ووایئ: «مهرباني وکړئ دلته په دې ښه ځای کې کښېنئ» او هغه غریب سړي ته ووایئ: «هلته ودرېږه یا دلته په ځمکه باندې کښېنه.»
4. ایا تاسو په خپل منځ کې د تبعیض څخه کار وانه خیست او ایا د بدو خیالونو له مخې مو قضاوت ونه کړ؟
5. ای زما ګرانو خویندو او ورونو! واورئ، ایا خدای د دې نړۍ غریبان نه دي غوره کړي چې په ایمان کې شتمن وي او د هغې پاچاهۍ وارثان وي چې خدای د هغو خلکو سره وعده کړې ده چې ورسره مینه کوي؟
6. خو تاسو د غریب سړي سپکاوی وکړ. ایا شتمن خلک په تاسو باندې ظلم نه کوي او تاسو محکمو ته نه راکاږي؟
7. ایا هغوی د مسیح نېک نوم چې خدای په تاسو باندې ایښی دی، نه بدناموي؟
8. که چېرې تاسو په رښتیا سره د څښتن د شریعت په شاهانه حکم باندې عمل وکړئ چې د خدای په کلام کې یې یادونه شوې ده چې وایي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه» نو ښه کار کوئ.
9. خو که چېرې تاسو د کوم چا طرفداري کوئ نو ګناه کوئ او شریعت تاسو د قانون ماتوونکو په توګه محکوموي.
10. ځکه که چېرې څوک د شریعت په ټولو حکمونو عمل وکړي خو یو حکم یې مات کړي نو هغه د ټول شریعت په ماتولو ګناهکار شو.
11. ځکه چا چې ویلي دي: «زنا مه کوه.» نو دا یې هم ویلي دي: «قتل مه کوه.» نو که ته زنا نه کوې خو قتل وکړې نو بیاهم ته د شریعت ماتوونکی شوې.
12. نو د هغو خلکو په شان خبرې او عمل وکړئ چې د هغه شریعت له مخې به ورباندې قضاوت کیږي چې مونږ ته ازادي راکوي.
13. ځکه چې د قضاوت په وخت کې به خدای په هغه چا باندې رحم ونه کړي چې په نورو باندې یې رحم نه دی کړی. خو بیاهم رحم په قضاوت باندې بریالی دی.
14. ای زما خویندو او ورونو! که څوک ووایي چې زه ایمان لرم خو عمل نه کوي نو ګټه یې څه ده؟ ایا داسې ایمان هغه ته خلاصون ورکولای شي؟
15. فرض کړئ تاسو ووینئ چې یو ورور یا خور کالیو او خوړو ته اړتیا لري،
16. او ستاسو څخه یو څوک هغه ته ووایي: «په خیر لاړ شه او تود او موړ اوسه.» خو چې کومو شیانو ته اړتیا لري هغه ورته ورنه کړئ نو څه ګټه به ولري؟
17. نو په همدې ډول که چېرې د ایمان سره عمل نه وي نو هغه ایمان مړ دی.
18. خو کېدای شي چې څوک ووایي: «ته ایمان لرې او زه نېک کارونه کوم. ته دې خپل ایمان بې له عمله ماته وښایه او زه به خپل ایمان د خپلو عملونو په وسیله تاته دروښایم.»
19. ته په دې باور لرې چې خدای یو دی نو ډېره ښه ده. شیطان او پېریان هم په دې باور لري او له وېرې رپیږي.
20. ای ناپوهه سړیه! ایا په دې نه پوهېږې چې ایمان بې له عمل نه بې ګټې دی؟
21. کله چې زمونږ نیکه ابراهیم خپل زوی اسحاق د قربانۍ په ځای کې خدای ته وړاندې کړ نو ایا هغه په دې عمل سره د خدای له خوا نېک ونه ګڼل شو؟
22. تاسو ګورئ چې د هغه ایمان او عمل په ګډه سره کار وکړ او د عمل سره د هغه ایمان کامل شو.
23. په دې ډول د خدای د کلام هغه وینا رښتیا شوه چې وایي: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او په دې باندې هغه نېک وګڼل شو.» او هغه د خدای دوست وبلل شو.
24. نو تاسو وینئ چې انسان یوازې په ایمان نه بلکې په خپل عمل باندې نېک کیږي.
25. نو په همدې ډول راحاب فاحشه د خپلو نېکو عملونو په وسیله چې اسراییلي استازو ته یې پناه ورکړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په بله لاره وتښتي، نېکه وګڼل شوه.
26. نو لکه څنګه چې بدن بې له روح نه مړ دی، نو همدغه شان ایمان هم بې له عمل نه مړ دی.
About یعقوب Chapter 2
Read یعقوب Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یعقوب in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یعقوب
Chapter: 2
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یعقوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یعقوب Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یعقوب Chapter 2?
یعقوب Chapter 2 is part of the Book of یعقوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یعقوب Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 16
- اول یوحنا Chapter 5
- اول پطروس Chapter 4
- اول تیموتاوس Chapter 6
- اعمال رسولان Chapter 15
- عبرانیانو ته Chapter 10
- افسیانو ته Chapter 1
Explore More from یعقوب
- یعقوب Chapter 5
- یعقوب Chapter 1
- یعقوب Chapter 4
- یعقوب Chapter 4
- یعقوب Chapter 3
- یعقوب Chapter 1
- یعقوب Chapter 5