حزقیال Chapter 35

For English

Read حزقیال Chapter 35 Online

Read حزقیال Chapter 35 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 35

فصل 35

1. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،

2. ”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه

3. او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د سعير غره زۀ ستا خلاف يم، او زۀ به ستا خلاف خپل لاس دروغزوم او تا به وران ويجاړ کړم.

4. زۀ به ستا ښارونه په کنډرو بدل کړم او تۀ به شاړ او ويجاړ شې. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.

5. په هغه وخت کښې کله چې ما بنى اِسرائيلو له آخرى سزا ورکوله، نو ستاسو دائمى نفرت هغوئ قصابخانې ته ورسول، په هغه وخت کله چې په هغوئ افت نازل شوے وو.

6. نو په دې وجه دې زما په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو قتل و غارت ته حواله کړم او دا به تاسو پسې وى. لکه څنګه چې تاسو د قتل و غارت نه نفرت ونۀ کړو، نو دغه شان قتل و غارت به تاسو پسې وى.

7. زۀ به د سعير غر وران ويجاړ کړم او څوک هم چې په دې ځى راځى ټول به مړۀ کړم.

8. زۀ به ستا غرونه د مړو نه ډک کړم، هغه څوک چې په تُوره مړۀ شوى دى، ستا په غونډو او ستا په درو او ستا په ټولو ګړنګونو کښې به پراتۀ وى.

9. زۀ به تا د تل دپاره خالى کړم، او ستا ښارونه به بيا آباد نۀ شى. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.

10. ځکه چې تا ووئيل، ”دا دوه مُلکونه، اِسرائيل او يهوداه به زمونږ وى او مونږ به د دوئ جائيدادونه قبضه کړُو،“ اګر کۀ زۀ مالِک خُدائ هم هلته وم،

11. نو په دې وجه زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو سره د هغه قهر او کينې په مطابق سلوک وکړم، کوم چې تاسو د هغوئ نه په نفرت کولو کښې ښکاره کړو او زۀ به خپل ځان د هغوئ په مينځ کښې څرګند کړم کله چې زۀ ستاسو عدالت کوم.

12. نو بيا به تاسو پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ هغه بدې خبرې اورېدلې دى کومې چې تاسو د بنى اِسرائيل د غرونو په حقله کړې دى. تاسو ووئيل چې، دا وران او شاړ پراتۀ دى، مونږ ته دې د خوراک په توګه راکړے شوى دى چې وې خورو.

13. تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.

14. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې ټوله دُنيا د خوشحالۍ نه خوند اخلى، زۀ به تاسو شاړ کړم.

15. ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

About حزقیال Chapter 35

Read حزقیال Chapter 35 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 35
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 35 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 35?

حزقیال Chapter 35 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 35 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 27
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 40
  4. حزقیال Chapter 8
  5. حزقیال Chapter 36
  6. حزقیال Chapter 34
  7. حزقیال Chapter 10

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 14
  2. حزقیال Chapter 46
  3. دوهم سموئیل Chapter 8
  4. عبدي Chapter 1
  5. خروج Chapter 18
  6. عاموس Chapter 1
  7. واعظ Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 16
  2. یشوع Chapter 23
  3. شمېر Chapter 33
  4. روت Chapter 1
  5. اشعیا Chapter 66
  6. حزقیال Chapter 20
  7. تثنیه Chapter 29
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *