اول سموئیل Chapter 6

For English

Read اول سموئیل Chapter 6 Online

Read اول سموئیل Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 6

فصل 6

1. هغه وخت چې د څښتن د لوظ صندوق اووه میاشتې د فلسطین په سیمه کې ؤ،

2. خلکو کاهنان او فال کتونکي راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <د څښتن د لوظ د صندوق سره څه وکړو؟ څنګه یې خپل اصلي ځای ته بېرته واستوو؟>

3. هغوی ځواب ورکړ: <که تاسو د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق استوئ نو باید د هغه سره نذرانه هم واستوئ چې ستاسو د ګناه بدله ادا کړي. د لوظ صندوق باید بېرته بې له نذرانې ونه استول شي، په دې ډول به تاسو روغ شئ او تاسو ته به څرګنده شي چې ولې هغه تاسو ته سزا درکوله.>

4. خلکو پوښتنه وکړه: <څه قسم نذرانه هغه ته واستوو؟>هغوی ځواب ورکړ: <د فلسطینیانو د پادشاهانو د شمېر په مطابق د پړسوب د مرض پنځه د سرو زرو نمونې او پنځه د سرو زرو موږکان، ځکه چې هماغه یو شان بلا تاسې ټول او ستاسو پادشاهان وهلي دي.

5. تاسو باید د پړسوب او د هغو موږکانو نمونې جوړې کړئ چې هېواد ورانوي او د اسراییلو خدای ته عزت ورکړئ. ښایي چې هغه تاسو، ستاسو خدایانو او ستاسو خاورې ته سزا ورکول بس کړي.

6. تاسو ولې د مصریانو او فرعون په شان خپل زړونه سخت کړي دي؟ دا مه هېروئ چې څنګه خدای هغوی مسخره کړل ترڅو چې هغوی اسراییلو ته اجازه ورکړه چې د مصر څخه لاړ شي.

7. اوس یوه نوې ګاډۍ تیاره کړئ او دوه غواګانې چې خوسکي یې زېږولي وي او هیڅکله د هغو په غاړو باندې جغ نه وي ایښودل شوی، په ګاډۍ پورې وتړئ او د هغوی خوسکي بېرته غوجل ته بوځئ.

8. د څښتن د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کې یې کېږدئ او هغه د سرو زرو شیان چې تاسې یې د خپلې ګناه په بدل کې هغه ته ورلېږئ په یوې صندوقچې کې د هغه په خوا کې کېږدئ، بیا یې ولېږئ چې په خپله لاړ شي.

9. نو بیا هغې ته وګورئ، که چېرې هغه خپلې سیمې ته یعنې د بیت شمس په لور لاړ، دا د دې معنیٰ لري چې دا د اسراییلو خدای دی چې په مونږ یې دغه لوی آفت راوستی دی، خو که چېرې لاړ نه شو نو بیا به پوه شو چې دا بلا هغه نه ده رالېږلې او دا یوازې یوه تصادفي پېښه وه.>

10. نو فلسطینیانو همداسې وکړل. دوه لنګې غواګانې یې واخیستلې، ګاډۍ پورې یې وتړلې او د هغو خوسکي یې په غوجل کې بند کړل.

11. هغوی د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د موږکانو او د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې وې په ګاډۍ کې کېښودلې.

12. نو غواګانې نېغې د بیت شمس په لورې لاړې. په ټوله لاره باندې یې رمباړې وهلې او چپ یا ښي خواته نه ګرځېدلې. د فلسطینیانو پادشاهان د بیت شمس تر پولې پورې په هغوی پسې لاړل.

13. د بیت شمس خلکو په دره کې خپل غنم لو کول او کله چې هغوی خپلې سترګې پورته کړې او د لوظ صندوق یې ولیده، په لیدلو سره یې خوشاله شول.

14. ګاډۍ د یو سړي پټي ته چې یوشع نومېده او په بیت شمس کې اوسېده راغله او هلته د یو لوی ګټ په خوا کې ودرېدله. خلکو د ګاډۍ لرګي مات کړل او غواګانې یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړې.

15. لاویانو د څښتن د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د سرو زرو شیان وو راکوز کړل او په هغه لوی ګټ باندې یې کېښودل. په هغه ورځ د بیت شمس خلکو سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ څښتن ته وړاندې کړې.

16. د فلسطینیانو پنځو پادشاهانو دا ټول ولیدل او په هماغه ورځ عقرون ته ستانه شول.

17. فلسطینیانو هغه د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې چې د خپلو ګناهونو په بدل کې یې څښتن ته لېږلې وې یعنې د اشدود، غزه، اشقلون، جت او عقرون د هر ښار دپاره یې یوه، یوه نمونه ولېږله.

18. همدارنګه هغوی د سرو زرو موږکانو څخه یو، یو هر یو ښار دپاره ولېږه چې په هغو کې قلعه لرونکي او بې دېواله کلي شامل وو او پنځو فلسطیني پادشاهانو ورباندې حکمراني کوله. هغه لوی ګټ چې د څښتن د لوظ صندوق یې په هغې باندې کېښود تر نن ورځې پورې د بیت شمسي یوشع په پټي کې دی، دا د هغه شاهد دی چې هلته څه پېښ شوي وو.

19. څښتن د بیت شمس د خلکو څخه اویا سړي ووژل، ځکه چې هغوی د لوظ د صندوق دننه وکتل. خلکو ویر کاوه ځکه چې څښتن په هغوی کې ډېره لویه وژنه وکړه.

20. نو د بیت شمس خلکو پوښتنه وکړه: <څوک کولی شي چې د څښتن یعنې پاک خدای په حضور کې ودریږي؟ صندوق چېرته ولېږو چې زمونږ څخه لېرې شي؟>

21. نو دوی د قریه یعاریم د ښار خلکو ته استازي واستول ویې ویل: <فلسطینیانو د څښتن د لوظ صندوق بېرته رالېږلی دی، راشئ او تاسې یې خپل ځای ته یوسئ.>

About اول سموئیل Chapter 6

Read اول سموئیل Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 6?

اول سموئیل Chapter 6 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 10
  2. اول سموئیل Chapter 26
  3. اول سموئیل Chapter 24
  4. اول سموئیل Chapter 13
  5. اول سموئیل Chapter 3
  6. اول سموئیل Chapter 19
  7. اول سموئیل Chapter 15

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 1
  2. حزقیال Chapter 42
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. تثنیه Chapter 12
  5. حزقیال Chapter 4
  6. غزل غزلونه Chapter 3
  7. اشعیا Chapter 31

Related Chapters & Readings

  1. مرقس Chapter 12
  2. متلونه Chapter 8
  3. ارمیا Chapter 3
  4. روت Chapter 2
  5. اشعیا Chapter 31
  6. دوهم سموئیل Chapter 21
  7. غلاطیانو ته Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *