عزرا Chapter 1

For English

Read عزرا Chapter 1 Online

Read عزرا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عزرا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عزرا 1

فصل 1

1. د فارس د پاچا کوروش د امپراتورۍ په لومړي کال هغه وعده چې څښتن د ارمیا نبي په وسیله کړې وه، پوره کړه. هغه کوروش دې ته وهڅاوه چې دا لاندې حکم جاري کړي او هغه په لیکلي ډول خپلې ټولې امپراتورۍ ته واستوي او په هرځای کې دې په لوړ اواز سره ولوستل شي:

2. «د پارس پاچا کوروش داسې وایي: ‹د اسمانونو څښتن خدای ماته د نړۍ ټولې پاچاهۍ راکړې دي او زه یې ټاکلی یم چې د یهودا په اورشلیم کې د هغه دپاره د عبادت ځای جوړ کړم.

3. خدای تاسو ټولو ته چې د هغه قوم یئ، اجازه درکوي چې اورشلیم ته لاړ شئ او د اسراییلو د څښتن خدای کور بیا جوړ کړئ یعنې د هغه خدای کور چې په اورشلیم کې یې عبادت کیږي.

4. که چېرې په جلاوطنۍ کې د هغه د قوم څخه څوک د بېرته ستنېدلو دپاره مرستې ته اړتیا ولري، د هغه ګاونډیان باید د هغه سره دا مرسته وکړي. هغوی باید هغه ته سپین او سره زر، سامان، څاروي او د خپلې خوښې نذرانې تیارې کړي چې په اورشلیم کې د خدای په کور کې وړاندې شي.›»

5. نو د یهودا او بنیامین د قبیلو د طایفو مشران، کاهنان او لاویان او هر هغه څوک چې خدای یې زړه نرم کړی ؤ، دې ته تیار شول چې لاړ شي او په اورشلیم کې د څښتن کور بېرته جوړ کړي.

6. د هغوی ټولو ګاونډیانو د هغوی سره مرسته وکړه او هغوی ته یې دا شیان ورکړل: د سپینو زرو لوښي، سره زر، سامان، څاروي، نور قیمتي شیان او د خدای د کور دپاره د خپلې خوښې نذرانې.

7. هغه لوښي چې نبوکدنصر په اورشلیم کې د خدای د کور څخه وړي وو او د خپلو خدایانو په کور کې یې ایښي وو، کوروش پاچا هغه بېرته هغوی ته ورکړل.

8. کوروش پاچا هغه شیان د شاهي خزانې مشر میتردات ته وسپارل. میتردات هغه وشمېرل او دا لست یې د یهودا قومي مشر شیشبصر ته ورکړ.

9. ‏-

10. لست په لاندې ډول ؤ:د نذرانو دپاره د سرو زرو لویې کاسې: ۳۰ دانېد نذرانو دپاره د سپینو زرو لویې کاسې: ۱۰۰۰ دانېنورې کاسې: ۲۹ دانېد سرو زرو کوچنۍ کاسې: ۳۰ دانېد سپینو زرو کوچنۍ کاسې: ۴۱۰ دانېنور لوښي: ۱۰۰۰ دانې

11. د سرو او سپینو زرو کاسو او نورو لوښو ټول شمېر ۵۴۰۰ ؤ او کله چې شیشبصر د نورو جلاوطنو خلکو سره د څپرکیل څخه اورشلیم ته راستون شو هغه یې د ځان سره راوړل.

About عزرا Chapter 1

Read عزرا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عزرا
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عزرا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عزرا Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عزرا Chapter 1?

عزرا Chapter 1 is part of the Book of عزرا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عزرا Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from عزرا

  1. عزرا Chapter 3
  2. عزرا Chapter 2
  3. عِزرا Chapter 5
  4. عزرا Chapter 4
  5. عزرا Chapter 8
  6. عزرا Chapter 8
  7. عِزرا Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 7
  2. زبور Chapter 44
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 4
  4. لوقا Chapter 16
  5. عاموس Chapter 2
  6. قاضیان Chapter 10
  7. لوقا Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *