خروج Chapter 19

For English

Read خروج Chapter 19 Online

Read خروج Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 19

فصل 19

1. ‏-

2. د اسراییلو قوم له رفیدیم څخه لاړ او د مصر څخه له راوتلو وروسته د دریمې میاشتې په اوله ورځ د سینا دښتې ته راغلل. هلته یې د سینا د غره په لمنه کې خېمې ودرولې.

3. حضرت موسیٰ د خدای پاک سره د ملاقات دپاره غره ته وخوت.څښتن هغه ته د غره څخه غږ وکړ او ورته ویې فرمایل: <د یعقوب اولادې یعنې اسراییلیانو ته داسې ووایه:

4. تاسو ولیدل چې ما په مصریانو باندې څه وکړل او څنګه مې تاسو لکه د عقاب په شان چې خپل بچیان په خپلو وزرونو باندې وړي دلته خپل ځان ته راوستلئ.

5. اوس که چېرې تاسو په وفادارۍ سره زما اطاعت وکړئ او زما په لوظ باندې ټینګ ودرېږئ، بیا به تاسو په ټولو قومونو کې زما خاص قوم شئ. که څه هم دا ټوله دنیا زما ده،

6. خو تاسو به زما دپاره کاهنان او مقدس قوم اوسئ. دا هغه خبره ده چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورسوې.>

7. نو حضرت موسیٰ د غره څخه راکوز شو او د قوم مشران یې سره راغونډ کړل او څه چې څښتن ورته فرمایلي وو، هغوی ته یې بیان کړل.

8. ټول قوم په یو اواز په ځواب کې وویل: <هرڅه چې څښتن فرمایلي دي مونږ به په هغه باندې عمل وکړو.> نو حضرت موسیٰ د هغوی ځواب بېرته څښتن ته راوړ.

9. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به تاته په ټینګې ورېځې کې راشم، نو کله چې زه ستا سره خبرې کوم قوم به یې واوري او په تا باندې به اعتبار وکړي.>څه چې قوم ویلي وو حضرت موسیٰ هغه څښتن ته وویل.

10. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خلکو ته ورشه او ورته ووایه چې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړي او باید خپل کالي ومینځي

11. او په دریمه ورځ تیار اوسي. ځکه چې زه په هغه ورځ د ټولو خلکو په حضور کې د سینا غره ته راښکته کېږم.

12. د غره ګردچاپېره حد وټاکه چې خلک ورڅخه تېر نه شي او هغوی ته ووایه: پام کوئ چې غره ته راونه خېژئ او حتیٰ هغه ته نژدې هم ورنه شئ. که څوک په هغه باندې پښه کېږدي نو وبه وژل شي.

13. هغه باید سنګسار شي او یا په غشو وویشتل شي او هیڅوک باید هغه ته لاس ورنه وړي. دا به په انسان او حیوان دواړو باندې عملي کیږي. مګر کله چې سرنی ووهل شي، بیا خلک کولی شي چې د غره لمنې ته راشي.>

14. بیا حضرت موسیٰ له غره څخه راښکته شو او خلکو ته یې وفرمایل چې د عبادت دپاره تیار شي. نو هغوی خپل کالي ومینځل

15. او حضرت موسیٰ خلکو ته وفرمایل: <د دریمې ورځې دپاره ځانونه تیار کړئ او په دې موده کې ښځو ته مه ورنژدې کېږئ.>

16. د دریمې ورځې په سهار تندر او برېښنا شوه او د غره په سر باندې یوه ټینګه ورېځ ښکاره شوه او د سرني یو ډېر لوړ غږ واورېدل شو. ټول خلک چې په کمپ کې وو د وېرې له لاسه ولړزېدل.

17. حضرت موسیٰ هغوی د کمپ څخه دباندې راوستل چې د خدای پاک سره ملاقات وکړي او هغوی د غره په لمنه کې ودرېدل.

18. د سینا ټول غر په لوګي کې پټ ؤ، ځکه چې څښتن په هغه باندې په اور کې راښکته شوی ؤ. دا لوګی د داش د لوګي په شان پورته کېده او ټول غر سخت لړزېده.

19. د سرني غږ نور هم لوړېده. حضرت موسیٰ خبرې کولې او خدای پاک هغه ته په تندر کې ځواب ورکاوه.

20. څښتن د سینا د غره په سر راښکته شو او حضرت موسیٰ یې د غره سرته راوغوښت. حضرت موسیٰ وروخوت

21. او څښتن هغه ته وفرمایل: <ښکته لاړ شه او خلکو ته خبرداری ورکړه چې له حد څخه راوانه وړي چې راشي او ما وویني. که چېرې داسې وکړي، له هغوی څخه به ډېر نفر مړه شي.

22. حتیٰ کاهنان هم چې ماته نژدې راځي باید ځانونه پاک کړي او که نه زه به هغوی ته هم سزا ورکړم.>

23. حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: <خلک د سینا غره ته نه شي راختلی، ځکه چې تا په خپله مونږ ته خبرداری راکړ چې د غره ګردچاپېره حد وټاکو او هغه غر مقدس وګڼو.>

24. څښتن په ځواب کې وفرمایل: <ښکته لاړ شه او هارون د ځان سره راوخېژوه. مګر کاهنان او خلک باید د خپل حد څخه راتېر نه شي چې ماته راشي. که نه، نو زه به ورته سزا ورکړم.>

25. بیا حضرت موسیٰ خلکو ته ورښکته شو او د څښتن خبرې یې ورته وکړې.

About خروج Chapter 19

Read خروج Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 19
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 19?

خروج Chapter 19 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 3
  4. خروج Chapter 24
  5. خروج Chapter 13
  6. خروج Chapter 12
  7. خروج Chapter 40

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم سموئیل Chapter 6
  2. دوهم سموئیل Chapter 17
  3. زبور Chapter 143
  4. زبور Chapter 102
  5. واعظ Chapter 1
  6. اشعیا Chapter 12
  7. زبور Chapter 124

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 79
  2. اشعیا Chapter 35
  3. دوهم سموئیل Chapter 11
  4. عبرانیانو ته Chapter 13
  5. متلونه Chapter 23
  6. ایوب Chapter 14
  7. مرثیې Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *