Read اشعیا Chapter 52 Online
Read اشعیا Chapter 52 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 52
فصل 52
1. اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.
2. اے يروشلمه، د ځان نه خاورې وڅنډه او پاڅه او په تخت کښېنه. اے د صيون قېد شوې لورې، د غلامۍ زنځيرونه د خپلې غاړې نه وشلوه.
3. مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې تاسو غلامان شوئ، نو ستاسو په سر پېسې نۀ وې ورکړے شوې، او چې کله تاسو آزادولے شئ نو ستاسو په سر به پېسې نۀ شى ورکولے.“
4. مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”ډېره موده وړاندې زما خلق مِصر ته د څۀ مودې دپاره لاړل، خو اوس اسوريان بغېر د څۀ وجې په هغوئ باندې ظلم زياتے کوى.“
5. مالِک خُدائ فرمائى، ”او په څپرکیل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.
6. نو داسې به زما خلقو ته زما د نوم پته وى، او داسې به هم په هغه ورځ هغوئ ته پته ولګى چې هم زۀ کلام کوم او زۀ حاضر يم.“
7. د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“
8. څوک چې د ښار حفاظت کوى نو هغوئ د خوشحالۍ چغې وهى، هغوئ په خپلو سترګو باندې ګورى چې مالِک خُدائ صيون ته واپس راروان دے.
9. اے د يروشلم کنډرو، په يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووايئ. مالِک خُدائ به خپل ښار بچ کړى او خپلو خلقو له به تسلى ورکړى.
10. مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.
11. ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.
12. ضرورى نۀ ده چې تاسو په منډه لاړ شئ، او نۀ تاسو ته اچانک د تېښتې ضرورت شته، ولې چې مالِک خُدائ به ستاسو نه وړاندې ځى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
13. ګورئ، زما خِدمت کوونکے به په خپل کار کښې کامياب شى، د هغۀ به ډېر زيات عزت کيږى.
14. خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.
15. اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.
About اشعیا Chapter 52
Read اشعیا Chapter 52 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 52
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 52 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 52?
اشعیا Chapter 52 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 52 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 33
- اشعیا Chapter 51
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 18
- حزقیال Chapter 38
- زبور Chapter 26
- دوهم سموئیل Chapter 11
- متلونه Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 22
- تثنیه Chapter 12