اشعیا Chapter 43

For English

Read اشعیا Chapter 43 Online

Read اشعیا Chapter 43 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 43

فصل 43

1. اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.

2. کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.

3. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.

4. زما په نظر کښې تاسو قيمتى او عزتمند يئ، او تاسو په ما ګران يئ. نو په دې وجه به زۀ ستاسو په ځائ خلق ورکړم او ستاسو د ژوند په بدله کښې به زۀ قومونه ورکړم.

5. يرېږئ مه، زۀ ستاسو مل يم. زۀ به تاسو او ستاسو خلق د نمرخاتۀ طرف نه او د نمرپرېواتۀ طرف نه راغونډ کړم.

6. زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.

7. هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“

8. هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.

9. قومونه دې راغونډ شى. د هغوئ د معبودانو نه کوم يو د راتلونکى وخت پېشګوئې ورکولے شى؟ چې څۀ اوس کيږى نو کوم يو د دې په حقله مخکښې وئيلى وُو؟ هغه معبودان دې د دې ګواهان راولى چې دا ثابت شى چې هغوئ په حقه دى، او چې ګواهى ورکړى چې د هغوئ خبرې رښتيا دى.

10. مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.

11. زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.

12. هم ما ستاسو د خلاصون اعلان وکړو او تاسو ته مې خلاصون درکړو، او دُنيا ته مې ښکاره کړو. او ستاسو په مينځ کښې بل يو غېر معبود هم داسې څۀ نۀ دى کړى، څۀ چې ما کړى دى.“ مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو زما ګواهان يئ چې زۀ خُدائ پاک يم.

13. زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“

14. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو بچ کړئ هغه فرمائى، ”ستاسو د بچ کولو دپاره، زۀ به د څپرکیل خِلاف يو لښکر درولېږم، زۀ به د ښار دروازې راوغورزوم، او د دې د خلقو د خوشحالۍ چغې به په ژړا بدلې شى.

15. زۀ مالِک خُدائ، ستاسو مقدس خُدائ پاک يم. زۀ د بنى اِسرائيلو خالق ستاسو بادشاه يم.“

16. مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په سمندر کښې يوه لار جوړه کړه، او د زورَورو اوبو په مينځ کښې مې يوه لار جوړه کړه.“

17. هغۀ يو طاقتور لښکر د تباهۍ طرف ته بوتلو، يو داسې لښکر چې جنګى ګاډۍ او آسونه يې لرل. هغوئ پرېوتل او بيا را پا نۀ څېدل، او د ډيوې د لمبې په شان ختم شول.

18. ”د تېر شوى وخت په واقعاتو پورې مۀ انښلئ او چې څۀ وړاندې شوى وى نو د هغې خيال د زړۀ نۀ وباسئ.

19. زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.

20. ځنګلى ځناور، ګيدړان او شتر‌مرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.

21. دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“

22. مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ستاسو زړۀ زما نه موړ شوے دے، او تاسو زما عبادت ونۀ کړو.

23. تاسو ما له د ګډو خپلې سوزېدونکې نذرانې رانۀ وړلې، تاسو د قربانو سره زما درناوے ونۀ کړو. په تاسو مې بوج وانۀ چولو چې نذرانې مې درنه غوښتے وے او تنګ مې نۀ کړئ چې خوشبودارې مصالحې مې درنه غوښتے وے.

24. تاسو زما دپاره خوشبودارې مصالحې وانۀ خستلې او نۀ مو د خپلو ځناورو د وازګې سره خوشحاله کړم. خو تاسو په ما باندې ستاسو د ګناهونو بوج کېښودو، تاسو چې کوم بد عمل کړے دے د هغې په وجه مو تنګ کړے يم.

25. آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.

26. راځئ چې عدالت ته لاړ شُو، خپل اِعتراض بيان کړئ. خپله خبره پېش کړئ چې ثابته شى چې تاسو په حقه يئ.

27. ستاسو پلار نيکۀ ګناه وکړه، او ستاسو مشرانو زما خِلاف بغاوت وکړو،

28. نو په دې وجه به زۀ د مقدس ځائ مشران رسوا کړم او زۀ به بنى اِسرائيليان مکمل تباهۍ او شرم دپاره مخصوص کړم.“

About اشعیا Chapter 43

Read اشعیا Chapter 43 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 43
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 43 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 43?

اشعیا Chapter 43 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 43 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. میکاه Chapter 5
  2. دوهم سموئیل Chapter 7
  3. ایوب Chapter 27
  4. عزرا Chapter 8
  5. دوهم سموئیل Chapter 20
  6. حزقیال Chapter 6
  7. اول تواریخ Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. اول سموئیل Chapter 14
  2. زبور Chapter 50
  3. متلونه Chapter 21
  4. پیدایښت Chapter 15
  5. اول پادشاهان Chapter 3
  6. زبور Chapter 19
  7. اعمال رسولان Chapter 25
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *