Read اشعیا Chapter 25 Online
Read اشعیا Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 25
فصل 25
1. اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بېشکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى.
2. تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى.
3. نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى.
4. تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،
5. لکه د صحرا د ګرمۍ په شان دى. تا د پردى مُلک خلق غلى کړى دى. تا د ظالمانو خلقو آوازونه داسې خاموش کړى دى، لکه چې وريځې سخته ګرمى يخوى.
6. د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.
7. نو په دې غر به هغه د خلقو نه د مرګ سورے ختم کړى، کوم سورے چې د ټولو قومونو دپاسه ولاړ دے.
8. مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
9. په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“
10. مالِک خُدائ به د صيون د غرۀ حِفاظت کوى، خو موآب به داسې د پښو لاندې کړے شى لکه چې بوس په غوبل کښې د پښو لاندې کيږى.
11. خُدائ پاک به موآب داسې دباؤ کړى لکه څنګه چې لامبوزن اوبۀ خپلو لاسونو سره لاندې ديکه کوى، هغه به د دوئ غرور او د دوئ ټول بد کارونه ختم کړى.
12. هغه به د موآب د اوچتو دېوالونو والا قلعې تباه کړى او را وبه يې غورزوى او د خاورو سره به يې خاورې کړى.
About اشعیا Chapter 25
Read اشعیا Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 25
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 25 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 25?
اشعیا Chapter 25 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 25 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 33
- اشعیا Chapter 64
Explore More from زوړ عهد
- دوهم تواریخ Chapter 9
- شمېر Chapter 6
- زبور Chapter 35
- نحمیا Chapter 8
- اول تواریخ Chapter 1
- زبور Chapter 93
- متلونه Chapter 6