Read اشعیا Chapter 47 Online
Read اشعیا Chapter 47 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 47
فصل 47
1. اے د پېغلې په شان څپرکیله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے څپرکیله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې.
2. د ژرندې کاڼے واخله او اوړۀ مېده کړه. نقاب لرې کړه، خپلې ښائسته جامې وباسه، پېنڅې اوچتې کړه چې د نِهرونو نه پورې وځې.
3. خلق به تا وګورى چې بربنډ يې، هغوئ به ستا شرمګاه وګورى. زۀ به بدله واخلمه او هيڅ څوک به نۀ پرېږدم.
4. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات مونږ په بيعه اخستى يُو، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
5. اے د څپرکیليانو لورې، په تيارۀ کښې خاموش کښېنه، نور به تا ته څوک د قومونو مَلِکه نۀ وائى.
6. زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.
7. تا وئيل، ”زۀ به همېشه مَلِکه يم.“ او هيڅکله دې فکر نۀ دے کړے او نۀ دې د دې په اَنجام باندې غور وکړو.
8. نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بېاولاده.“
9. خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.
10. تا خپل ځان په بدعملۍ کښې محفوظ وګڼلو، ستا خيال دا وو چې هيڅ څوک دې نۀ وينى. خپل حِکمت او پوهې تۀ بېلارې کړې، او تا د خپل ځان سره ووئيل چې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته.“
11. داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.
12. خپل جادو او کوډې ځان سره وساته، تا د وړوکوالى نه دا استعمال کړى دى. کېدے شى چې دا ستا دپاره مددګار ثابت شى، او تۀ په دې خپل دشمنان ويروى.
13. تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.
14. هغوئ په اور کښې د سوزېدونکى بوسو په شان دى چې خپل ځان د دې د لمبو نه نۀ شى بچ کولے. دا به د سکرو اور نۀ وى چې انسان ورته کښېنى او ځان ګرم کړى.
15. هغوئ به تا مايوسه کړى، چا سره چې تۀ د ځوانۍ نه په وفادارۍ چلېدلے يې. هر يو به درنه په خپله مخه لاړ شى، او داسې به هيڅ څوک پاتې نۀ وى چې تاسو بچ کړى.
About اشعیا Chapter 47
Read اشعیا Chapter 47 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 47
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 47 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 47?
اشعیا Chapter 47 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 47 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 8
- دوهم تواریخ Chapter 36
- لاویان Chapter 8
- اول سموئیل Chapter 14
- پیدایښت Chapter 27
- متلونه Chapter 25
- دانیال Chapter 4