اشعیا Chapter 22

For English

Read اشعیا Chapter 22 Online

Read اشعیا Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 22

فصل 22

1. دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟

2. ټول ښار بې‌قراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.

3. ستاسو ټول مشران وتښتېدل او هغوئ لا يو غشے هم نۀ وو ويشتلے چې ونيولے شول. باقى خلقو هم د تښتېدو کوشش وکړو خو هغوئ هم قېد کړے شول.

4. ځکه ما ووئيل، ”ما پرېږده چې په چغو چغو وژاړم. ما له د تسلۍ راکولو کوشش مۀ کوئ. ما پرېږدئ چې د خپلو خلقو دپاره وژاړم، زۀ ګورم چې هغوئ تباه کيږى.“

5. په حقيقت کښې مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا وخت راوستے دے. د رويا په وادۍ کښې ګډوډى ده، خلق هيبتناکې منډې وهى او د هغوئ د ژړا چغې غرونو ته رسى.

6. د عيلام د مُلک نه په آسونو سوارۀ فوجيان راغلل، چې کمان او غشى ورسره وُو. او د قير د مُلک فوجيانو خپل ډالونه راخستى وُو.

7. د يهوداه بهترينې واديانې د جنګى ګاډو نه ډکې وې، په آسونو سوارۀ فوجيان د يروشلم د دروازو په مخکښې حملې دپاره ولاړ وُو.

8. يهوداه چې د خپل تحفُظ دپاره څومره بندوبست کړے وو هغه ختم شوے دے. په هغه ورځ تاسو څۀ وکړل؟ په هغه وخت کښې تاسو په هغه وسله باندې بهروسه وکړه کومه چې د ځنګل کور نومې ځائ کښې ساتلے شوې وه.

9. ‏-

10. په يروشلم کښې تاسو د هغه ځايونو جائزه واخسته چرته چې دېوالونو مرمت غوښتو. تاسو په يروشلم کښې د ټولو کورونو معائنه وکړه او څۀ کورونه مو د دې دپاره راغورزول چې د ښار د دېوالونو د مرمت کولو دپاره ترې نه کاڼى واخلئ. د اوبو جمع کولو دپاره،

11. تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.

12. بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.

13. خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“

14. مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“

15. مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج ما ته وفرمائيل چې، ”شبناه له لاړ شه، چې هغه د شاهى خاندان اِنتظام کوونکے دے او هغۀ ته ووايه،

16. تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟

17. اے سړيه، مالِک خُدائ به دې راونيسى او لرې به دې وغورزوى.

18. هغه به تا د پنډوسکى په شان ګول مول کړى او يو بل لوئ مُلک ته به دې وغورزوى. او تۀ به هلته مړ شې، او ستا ښائسته جنګى ګاډۍ به هم هلته پرتې وى. ولې چې تۀ د خپل نېک د خاندان دپاره د بې‌عزتۍ سبب جوړ شوے يې.

19. مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا د خپلې عُهدې نه لرې کړم او د خپل اوچت مقام نه به دې راکوز کړم.

20. په هغه ورځ به زۀ خپل خِدمتګار د خِلقياه زوئ اِلياقيم راوغواړم.

21. زۀ به هغۀ ته ستا سرکارى چُوغه او کمربند ورواچوم او تا چې کوم اختيارات لرل نو هغه ټول به هغۀ له ورکړم. هغه به د يروشلم او د يهوداه د خلقو د پلار په شان وى.

22. زۀ به هغۀ له د داؤد د خاندان چابيانې ورکړم. چې کومه دروازه هغه کولاو کړى هغه به څوک بندولے نۀ شى او چې کومه دروازه هغه بند کړى هغه به څوک کولاولے نۀ شى.

23. زۀ به هغۀ يوه لويه مرتبه ورکړم لکه څنګه چې په دېوال کښې مېخ کلک لګېدلے وى، او دا به د هغۀ د خاندان دپاره د عزت سبب وګرځى.

24. بيا به د هغۀ د پلار د خاندان ټول وزن په هغۀ باندې راځوړند شى. او د هغۀ ټول اولاد او خپلوان به د لوښو په شان د وړې پيالۍ نه واخله تر غټ مرتبان پورې به دې مېخ پورې راځوړند وى.

25. ربُ الافواج وفرمائيل، يو وخت به راشى چې دا کلک لګېدلے مېخ به راوغورزيږى او چې په دې باندې څۀ هم راځوړند وى نو هغه به مات شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“

About اشعیا Chapter 22

Read اشعیا Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 22
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 22?

اشعیا Chapter 22 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 36
  2. عزرا Chapter 10
  3. شمېر Chapter 10
  4. شمېر Chapter 32
  5. مرثیې Chapter 5
  6. استر Chapter 9
  7. اول تواریخ Chapter 16

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 28
  2. دوهم تواریخ Chapter 19
  3. زکریا Chapter 7
  4. عاموس Chapter 5
  5. حبقوق Chapter 3
  6. شمېر Chapter 14
  7. دوهم پادشاهان Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *