اشعیا Chapter 34

For English

Read اشعیا Chapter 34 Online

Read اشعیا Chapter 34 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 34

فصل 34

1. اے د ټولو قومونو خلقو، راشئ. راغونډ شئ او واورئ. په ټوله دُنيا کښې چې څوک هم اوسيږى نو هغه دې دلته راشى او وا دې ورى.

2. مالِک خُدائ ټولو قومونو او د هغوئ ټولو لښکرو ته غصه دے او هغه به دوئ په مکمل طور تباه کړى او ذبح به يې کړى.

3. خو د هغوئ لاشونه به نۀ ښخيږى او هلته به پراتۀ وى چې سخا شى او خراب بوئ وکړى، او غرونه به په وينو سرۀ وى.

4. په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.

5. او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.

6. د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.

7. خلق به د ځنګلى غوَيى او د سخو په شان راوغورزيږى او زمکه به په وينه سره وى او په وازګه به پټه وى.

8. دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به بدل واخلى، هغه کال چې د ادوم نه به د بنى اِسرائيلو بدله واخلى.

9. د ادوم سيندونه به په تارکولو بدل شى، خاوره به يې په ګوګړو بدله شى. ټول مُلک به د تارکولو په شان اور اخستے وى.

10. دا به شپه او ورځ بليږى او د دې نه به تل لوګے خېژى. هغه مُلک به په هره زمانه کښې خوشے پروت وى تر دې چې څوک مسافر به هم تر همېشه پورې په دې کښې سفر نۀ کوى.

11. ګونګيان او ځنګلى ځناور به دا قبضه کړى، هر قِسمه ځنګلى مارغان به په دې کښې پاتې کيږى. مالِک خُدائ به په خيال سره د دې مُلک ناپ تول وکړى، هغه به دا ناپ تول د دې د تباهۍ دپاره وکړى.

12. هلته به د بادشاهۍ هيڅ هم پاتې نۀ وى، او د هغې ټول مشران به ختم شى.

13. د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.

14. ځنګلى ځناور او ګيدړان به هلته راغونډ شى او د چېلو په شکل پيريان به په کښې يو بل ته آوازونه کوى. د شپې بلا به هلته راځى چې د آرام ځائ پېدا کړى.

15. ګونګيان به هلته جالې جوړوى، هګۍ به اچوى، بچى به ترې نه راوباسى او وزرو لاندې به يې پټوى، او ساتنه به يې کوى. ټپوسان به هلته راغونډيږى او هر يو سره به خپله ماده وى.

16. د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى. په دې کِتاب کښې د دې ټول مخلوق نومونه موجود وى او يو به هم په کښې بې‌جوړې نۀ وى. مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې هم دغه شان دې وشى، د هغۀ روح به يې پخپله په يو ځائ باندې راغونډ کړى.

17. دا به مالِک خُدائ وى چې په دې ځناورو باندې مُلک تقسيم کړى او هر يو له خپله برخه ورکړى. هغوئ به نسل په نسل په هغه مُلک کښې اوسيږى او د تل دپاره به د هغوئ شى.

About اشعیا Chapter 34

Read اشعیا Chapter 34 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 34
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 34 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 34?

اشعیا Chapter 34 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 34 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 17
  2. اول سموئیل Chapter 22
  3. زبور Chapter 55
  4. دوهم تواریخ Chapter 12
  5. زبور Chapter 128
  6. اول تواریخ Chapter 1
  7. زبور Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. اعمال رسولان Chapter 18
  2. تثنیه Chapter 22
  3. اشعیا Chapter 32
  4. حبقوق Chapter 2
  5. اشعیا Chapter 29
  6. واعظ Chapter 10
  7. اشعیا Chapter 37
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *