اول سموئیل Chapter 15

For English

Read اول سموئیل Chapter 15 Online

Read اول سموئیل Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 15

فصل 15

1. سموئیل شائول ته وویل: <زه څښتن راولېږلم چې تا غوره کړم چې د هغه په قوم اسراییلو باندې پادشاه شې. نو اوس د څښتن پیغام ته غوږ ونیسه.

2. مطلق قادر څښتن داسې وایي: زه به عمالیقیانو ته د هغه کار سزا ورکړم، کوم چې دوی پخوا د اسراییلو سره کړی ؤ. ځکه په هغه وخت کې چې اسراییلیان د مصر څخه راوتل د هغوی لاره یې نیولې وه.

3. اوس لاړ شه په عمالیقیانو باندې حمله وکړه او هرڅه چې د دوی سره دي هغه ټول په بشپړه توګه له منځه یوسه، په هغوی باندې زړه ونه سوزوې. یو شی هم ژوندی مه پرېږده. سړي، ښځې، ماشومان او تي رودونکي ماشومان، غوایان، پسونه، اوښان او خره یې ووژنه.>

4. شائول خپل ځواکونه سره راغونډ کړل او په طلایم کې یې د هغوی څخه لیدنه وکړه. په هغو کې د اسراییلو څخه دوه لکه او د یهودا څخه لس زره پیاده عسکر وو.

5. بیا هغه د خپلو عسکرو سره د عمالیق ښار ته ورغی او په یو وچ خوړ کې یې کمین ونیوه.

6. بیا شائول قینیانو ته اخطار ورکړ: <د عمالیقیانو څخه لېرې شئ ترڅو تاسو له هغوی سره یوځای له منځه یونسم. ځکه کله چې اسراییلیان له مصر څخه راوتل تاسو په هغوی باندې مهرباني او ښه سلوک کاوه.> نو قینیان له عمالیقیانو څخه لېرې شول.

7. شائول د حویله څخه تر شور پورې چې د مصر په ختیځ کې دی جنګ وکړ او عمالیقیانو ته یې ماتې ورکړه.

8. هغه د عمالیق پادشاه اجاج ژوندی ونیوه او ټول خلک یې ووژل.

9. مګر شائول او د هغه نفرو د اجاج ژوند وژغوره. هغوی ښه پسونه، غوایان، ښه خوسي، وري یا نور هغه څه چې ښه وو هغه یې ونه وژل. دوی یوازې هغه څاروي ووژل چې کمزوري یا بې ارزښته وو.

10. څښتن سموئیل ته داسې وفرمایل:

11. <زه پښېمان یم چې شائول مې پادشاه کړ. هغه زما څخه ګرځېدلی دی او زما د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه.> سموئیل په قهر شو او ټوله شپه یې څښتن ته زاري وکړه.

12. سموئیل سهار وختي راپاڅېد او لاړ چې د شائول سره ملاقات وکړي. مګر هغه خبر شو چې شائول د کرمل ښار ته تللی دی، د خپل ځان د عزت په خاطر یې یو یادګاري څلی جوړ کړی دی او جلجال ته تللی دی.

13. کله چې سموئیل شائول پیدا کړ، شائول هغه ته وویل: <ای سموئیله! څښتن دې تاته برکت درکړي. وګوره، ما د څښتن حکم سرته ورساوه.>

14. سموئیل پوښتنه وکړه: <نو بیا ولې زه د غوایانو او پسونو رمباړې اورم؟>

15. شائول ځواب ورکړ: <زما عسکرو دا د عمالیقیانو څخه راوستي دي، هغوی ډېر ښه پسونه او غوایان ساتلي دي چې ستا د څښتن خدای لپاره یې قرباني کړي. پاتې مو په بشپړه توګه له منځه وړي دي.>

16. سموئیل شائول ته وویل: <غلی شه! غوږ ونیسه ترڅو د څښتن خبره چې تېره شپه یې ماته کړې وه درته ووایم.>شائول ځواب ورکړ: <ووایه.>

17. سموئیل وویل: <که څه هم ته خپل ځان لوی نه ګڼې، ته د اسراییلو د قبیلو مشر یې. څښتن ته غوره کړې چې د اسراییلو پادشاه شې

18. او ته یې د یوې وظیفې دپاره ولېږلې ویې ویل: دا ګناهکاره قوم عمالیقیان په بشپړه توګه له منځه یوسه، د هغوی سره جنګ وکړه تر هغې پورې چې دوی ټول ووژل شي.

19. نو بیا ولې تا د څښتن خبره ونه منله؟ ولې دې په غنیمت باندې حمله وکړه؟ ولې هغه څه چې د څښتن په نظر کې بد وو هغه دې وکړل؟>

20. شائول وویل: <مګر ما د څښتن خبره منلې ده، زه په هغې وظیفې باندې لاړم چې څښتن ماته راسپارلې وه. ما عمالیقیان په بشپړه توګه له منځه یوړل او د هغوی پادشاه اجاج مې راوست.

21. عسکرو د غنیمت څخه پسونه او غوایان واخیستل، یعنې ترټولو ښه حیوانات چې خدای ته وقف شوي وو ترڅو هغه په جلجال کې ستا څښتن خدای ته قرباني کړي.>

22. سموئیل وویل: <آیا څښتن هم دومره په سوزېدونکو نذرانو او قربانیو باندې خوشالیږي لکه څنګه چې د اطاعت په کولو باندې؟ ګوره! هغه ته اطاعت کول د قربانۍ څخه ښه دي او د هغه په خبره عمل کول د پسونو د وازګې د قربانۍ څخه ښه دي.

23. ځکه د هغه په مقابل کې یاغي توب لکه د فال کتلو په شان بد عمل دی او غرور د بت پرستۍ په شان یوه ګناه ده. په دې سبب چې تا د څښتن حکم رد کړی دی نو ته یې د پادشاه په توګه رد کړی یې.>

24. شائول ځواب ورکړ: <هو، ما ګناه کړې ده. ما د څښتن د حکم او ستا د لارښودنې څخه سرغړونه کړې ده. زه د خپلو نفرو څخه ووېرېدم او څه چې هغوی غوښتل ما هماغسې وکړل.

25. مګر اوس تاته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او زما سره بېرته لاړ شه، ترڅو د څښتن عبادت وکړم.>

26. سموئیل ځواب ورکړ: <زه ستا سره بېرته نه ځم. تا د څښتن حکم نه دی منلی او هغه ته د اسراییلو د پادشاهۍ څخه رد کړی یې.>

27. څنګه چې سموئیل وګرځېده چې لاړ شي، شائول د هغه د چپنې څنډه ونیوله او هغه څیرې شوه.

28. سموئیل هغه ته وویل: <نن ورځ څښتن ستا څخه د اسراییلو پادشاهي واخیسته او هغه یې بل چاته ورکړه چې هغه د ستا څخه ښه دی.

29. د اسراییلو خدای چې لوی او ابدي دی هغه دروغ نه وایي یا خپله اراده نه بدلوي. هغه انسان نه دی چې خپله اراده بدله کړي.>

30. شائول بیا زاري کوله ویل یې: <سمه ده، ما ګناه کړې ده. خو زما د قوم د سپین ږیرو او اسراییلیانو په مخکې زما عزت وکړه، بېرته زما سره لاړ شه چې ستا د څښتن خدای عبادت وکړم.>

31. نو سموئیل بېرته د شائول سره لاړ او شائول د څښتن عبادت وکړ.

32. سموئیل وویل: <د عمالیقیانو پادشاه اجاج ماته راولئ.> اجاج په ډاډه زړه هغه ته ورغی، فکر یې کاوه چې په یقین سره د مرګ خطر تېر شوی دی.

33. مګر سموئیل وویل: <لکه څنګه چې ستا تورې ډېرې ښځې بې اولاده کړې دي نو همدارنګه ستا مور به هم بې اولاده شي.> او سموئیل اجاج په جلجال کې د څښتن په مخکې ټوټې ټوټې کړ.

34. بیا سموئیل رامې ته لاړ او شائول خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ ورستون شو.

35. تر هغې پورې چې سموئیل ژوندی ؤ هغه بیا هیڅکله شائول ونه لیده. مګر سموئیل د شائول دپاره ویر کاوه. څښتن په دې باندې پښېمانه شو چې شائول یې په اسراییلو باندې پادشاه کړی ؤ.

About اول سموئیل Chapter 15

Read اول سموئیل Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 15
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 15?

اول سموئیل Chapter 15 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 4
  5. اول سموئیل Chapter 3
  6. اول سموئیل Chapter 24
  7. اول سموئیل Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. شمېر Chapter 18
  2. لاویان Chapter 26
  3. ایوب Chapter 2
  4. اشعیا Chapter 8
  5. زبور Chapter 32
  6. متلونه Chapter 11
  7. دوهم تواریخ Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 41
  2. متلونه Chapter 12
  3. لوقا Chapter 10
  4. دوهم پادشاهان Chapter 6
  5. دریم یوحنا Chapter 1
  6. حزقیال Chapter 20
  7. پیدایښت Chapter 37
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *