اشعیا Chapter 57

For English

Read اشعیا Chapter 57 Online

Read اشعیا Chapter 57 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 57

فصل 57

1. صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى.

2. څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.

3. خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ.

4. تاسو چا پورې ټوقې کوئ؟ چا ته خپل بوتاړ وران کړئ او ژبې ورته راوباسئ؟ تاسو هم د دوکه بازو او ګناهګارو بچى يئ.

5. تاسو د بُتانو عبادت داسې کوئ چې د هر شين بوټے او د څېړۍ د مقدسو ونو لاندې زنا کوئ. تاسو د ګټو په غارونو کښې او واديانو کښې خپل بچى قربانى کوئ.

6. د واديانو هوار کاڼى ستاسو معبودان دى. تاسو دې ته د څښلو نذرانې تويَوئ او د غلې نذرانې ورته پېش کوئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ په دې هر څۀ باندې خوشحالېږم؟

7. تاسو په هر اوچت غر د پاسه زنا کړې ده. هلته تاسو بُتانو ته نذرانې پېش کړى دى او ما سره مو بې‌وفائى کړې ده.

8. تا د خپل کور په چوکاټونو او د دروازو شاته د بُتانو نښې ولګولې. زۀ دې پرېښودم او د نفرت نه ډکو بُتانو سره کټ ته اوختې. تا د هغوئ سره سودا کړې ده. د هغوئ بربنډو جسمونو ته کتل تا له خوند درکوى.

9. تۀ د زيتُونو تېلو، او ډېرو عطرو سره مولک بُت له لاړې. د نوى معبودانو پېدا کولو دپاره چې مينه ورسره وکړې تا خپل پېغام وړُونکى لرې لرې تر دې چې عالمِ ارواح پورې دې ولېږل.

10. د نورو معبودانو په لټولو کښې تاسو خپل ځانونه ستړى کړئ، خو تاسو هيڅکله نۀ وايئ چې، ”دا فضول دى.“ ستاسو شوق تاسو له طاقت درکوى نو ځکه تاسو ستړى کېږئ نه.

11. تۀ د چا نه دومره سخت يرېدې چې تا ما ته دروغ ووئيل، نۀ دې زۀ ياد کړم او نۀ دې زما پرواه وکړه؟ زۀ چې دا دومره موده خاموش وم نو په دې وجه تۀ زما نه نۀ يرېږې څۀ؟

12. زۀ به ستا تش د نامې صداقت او کارونه خلقو ته څرګند کړم. او دا به ستا هيڅ په ښه نۀ راځى.

13. کله چې تاسو د مدد دپاره آواز وکړئ، نو ستاسو هغه بُتان دې تاسو بچ کړى کنه. هوا به هغوئ اوچت کړى، د ساه يو پوکے به هغوئ يوسى. خو څوک چې په ما ايمان لرى نو هغه به د مُلک مالِک شى، او زما د مقدس غر وارث به شى.

14. مالِک خُدائ فرمائى، ”لار جوړه کړئ، لار جوړه کړئ. دا تياره کړئ او زما د خلقو د لارې نه هر خنډ لرې کړئ.

15. زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.

16. زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.

17. د هغوئ د بدترين لالچ په وجه زۀ هغوئ ته په قهر وم، نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل.

18. هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.

19. زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.

20. خو بدعمله خلق د چپې وهونکى سمندر په شان دى، چې هيڅکله په آرام کيږى نه او چپې يې ځان سره ګند ګريل راوړى.“

21. زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“

About اشعیا Chapter 57

Read اشعیا Chapter 57 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 57
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 57 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 57?

اشعیا Chapter 57 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 57 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 51
  7. اشعیا Chapter 33

Explore More from زوړ عهد

  1. اول پادشاهان Chapter 8
  2. دوهم سموئیل Chapter 3
  3. زبور Chapter 12
  4. لاویان Chapter 18
  5. پیدایښت Chapter 25
  6. خروج Chapter 4
  7. شمېر Chapter 13

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 5
  2. زبور Chapter 13
  3. شمېر Chapter 15
  4. اول تواریخ Chapter 9
  5. اول سموئیل Chapter 11
  6. افسیانو ته Chapter 1
  7. دوهم سموئیل Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *