Read اشعیا Chapter 6 Online
Read اشعیا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 6
فصل 6
1. په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.
2. د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو.
3. هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“
4. د هغوئ د آوازونو شور د خُدائ پاک د کور چوکاټونه ولړزول او د مالِک خُدائ کور د لوږى نه ډک شو.
5. نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
6. نو بيا د هغه بلېدونکى مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړې وه، هغۀ دا د قربانګاه نه د يوې چمټې سره راخستې وه.
7. هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“
8. بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم. ما ولېږه.“
9. نو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او دې قوم ته دا پېغام ورسوه، ”هر څومره کۀ تاسو واورئ خو تاسو به پرې پوهه نۀ شئ، هر څومره کۀ ورته ګورئ نو تاسو به پرې پوهېږئ نه.“
10. د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“
11. ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.
12. تر هغې چې مالِک خُدائ هغوئ تر لرې لرې پورې وزغلوى او ټول مُلک يې خوشے پاتې شى.
13. کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.
About اشعیا Chapter 6
Read اشعیا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 6
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 6?
اشعیا Chapter 6 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- صفنیا Chapter 1
- قاضیان Chapter 17
- اول سموئیل Chapter 10
- میکاه Chapter 6
- زکریا Chapter 4
- عاموس Chapter 2
- اشعیا Chapter 20