Read اشعیا Chapter 21 Online
Read اشعیا Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 21
فصل 21
1. دا پېغام د څپرکیل په حقله دے، چې درياب سره په صحرا کښې دے. لکه څنګه چې په صحرا کښې تاوېدونکے باد چليږى دغه شان به افت د صحرا نه راشى، او يروونکے مُلک به درباندې حمله وکړى.
2. ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د څپرکیل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى.
3. نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم.
4. زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.
5. ګورم چې لوئ خوراک تياريږى، د خلقو د کښېناستو دپاره قالينونه غوړېدلى دى. هغوئ خوراک څښاک کوى، ”پاڅئ، اے آفسرانو، خپل ډالونه تيار کړئ.“
6. بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او يو محافظ ودروه او هر څيز چې هغه ګورى نو د هغې خبر به راوړى.
7. چې څنګه هغه دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ وګورى يا په خرونو او اوښانو باندې سوارۀ کسان ووينى، نو هغه دې ښۀ بېدار اوسى.“
8. بيا څوکيدار آواز وکړو، ”مالِکه خُدايه، زۀ په خپل ځائ باندې د څوکيدارۍ دپاره شپه او ورځ ولاړ يم.
9. اوس وګورئ، د دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ راروانه ده چې يو سړے پکښې سور دے.“ څوکيدار ووئيل، ”څپرکیل ختم شوے دے. د څپرکیل ټول بُتان ټوټې ټوټې شوى دى او په زمکه باندې خوارۀ وارۀ پراتۀ دى.“
10. اے زما خلقو، تاسو د غنمو په شان په درمند باندې غوبل شوى يئ، خو اوس زۀ تاسو ته يو ښۀ زېرے اوروم چې ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج نه اورېدلے دے، چې هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.
11. دا پېغام د ادوم په حقله دے. د ادوم نه ما ته چا آواز وکړو، ”څوکيداره، دا شپه به کله تېريږى؟ سحر ته څومره وخت پاتې دے؟“
12. نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“
13. دا پېغام د عربو په حقله دے. اے د ددان قافِلو، د عربو په شاړ مُلک کښې شپه تېره کړئ.
14. اے د تيما خلقو، کوم خلق چې تږى دى نو هغوئ له اوبۀ ورکوئ. او مهاجرو له خوراک ورکوئ،
15. ځکه چې هغوئ د تُورو نه تښتى، او د داسې خلقو نه چې تُوره په لاس او تير کمان په غاړه د هغوئ سره سخت جنګېدلى وى.
16. بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”پوره په يو کال کښې دننه دننه به د قيدار شان او شوکت ختم شى.
17. د قيدار صرف يو څو غشى او لينده چلوونکى سړى به پاتې شى. ما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“
About اشعیا Chapter 21
Read اشعیا Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 21
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 21?
اشعیا Chapter 21 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 51
- اشعیا Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- اشعیا Chapter 41
- هوشع Chapter 14
- اشعیا Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 3
- پیدایښت Chapter 36
- زبور Chapter 72
- زکریا Chapter 4